تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وخت مدیریت؛ پېژندنه او ارزښت یې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2019
  0
د وخت مدیریت؛ پېژندنه او ارزښت یې
ژباړه: بلال احمد ” جبارزی “  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
الله رب العزت موږ و ځانته رابولي. ایا موږ الله پېژنو؟
الله زموږ اړیکه له ځان سره نژدې غواړي. ایا الله ته باید نژدې نه سو؟ که جواب هو وي، نو څنګه؟
وخت خورا اړین څه دي؛ په مټ ئې و الله ته ښه ډېر نژدې کېدای سو. 
څومره ښه يې ويلي دي ;وخت نه راګرځېدونکې څپه ده. هر کس بايد د ژوند په هر ډګر کي د کاميابېدا دپاره د وخت په ارزښت پوه سي. هغه خلګ چي وخت ضايع کوي د خپل شخصيت د جوړولو مخ ډب کوي.
 
د وخت مديريت څه دئ؟
1. د وخت مديريت د وخت پرتنظيم راچاپېريږي، و هر کار ته خپله اندازه وخت ورکول کېږي.
2. د وخت د ګټور مدیریت په مرسته یو کس و خپلو اولیتونو ته ښه وخت ځانګړی کولای سي.
3. وخت لږ دئ، د وخت د مدیریت په مټ د څخه ښه ګټه اخیستل کيږي. 
خپل د ځانه څخه وپوښتئ، چي کوم کار اړین دئ او څومره وخت بايد ورته ځانګړى سي. پدې ځان ډاده کئ چي کوم کار بايد دمخه ترسره سي او کوم وروسته.
د وخت مديريت نه يوازي چي په ادارو کي مهم دئ بلکي زموږ په ورځني ژوند کي هم ډېر مهم دئ .
 
د وخت په مديريت پر لاندي موضوعاتو را څرخي: 
1. ګټور پلان رامنځته کول
2. هدف ټاکنه
3. د کارونو دبشپړېدو وختونه ټاکل
4. د مسؤلیت احساسول
5. د کار کولو مطابق وخت مصرفول
 
ددي لپاره چي وخت مو په ښه توګه پېژندلی او ارزښت ئې راته ښکاره سوی وي، پورته لیکلي خبري به څه نور هم روښانه کړو:
۱. ګټور پلان را منځته کول 
اول خو دي ورځ ښه پر پلان برابره که. يو ليست ورته جوړکه یعني که دي پلان په يو منظم قالب کي ترتيب کې ښه به وي. لومړۍ هغه کارونه ولیکه، چي په یوه ورځ کي باید ترسره سي او ورسره په څنګ کي ددي کار اړوند وخت هم ترتیب که. مهم کار ته بايد لومړيتوب ورکول سي هغه کارونه چي مهم دي اول وسي ترڅنګ يې هغه کارونه چي نسبتاً مهم ندي هم وسي.
ناتکميل سوي کارونه تکميل که، تر هغه وخته بل کار ته لاس مه وراچوه چي پخواني کارونه دي خلاص کړي نه وي.
هغه کار چي تا سرته رسولئ وي درسره نښاني که، ترڅو ډاډه سې چي د پلان مطابق ځې.
 
۲.هدف ټاکنه: 
د هدف څخه پرته په يو اداره کي کار کول داسي دي لکه په يو درياب کي چي کښتۍ وان بې نقشې روان وي.
هو ته يې بايلې!!!
ځان ته هدف وټاکه او پدې باور واوسه چي ځان ور رسولاى سې .
 
۳.   د کارونو دبشپړېدو وختونه ټاکل
د کار بشپړېدو اخري وخت وټاکه او هغه وخت ته د رسېدلو دپاره سخت مبارزه وکړه. مشران دي دې ته مه مجبوروه چي پر هر شي درته خبري وکړي او تا ستا و مسؤلیت ته متوجه کړي. 
د کار سره خپلوي عادت وګرځوه. که دي و ځانته د کار د بشپړېدو لپاره وروستۍ وخت وټاکه، نو ته تر ټول غوره یې. ځان وپوښته ،چي څومره وخت بايد يو کارته ځانګړى سي او دڅو ورځو دپاره. تاريخ لرونکې طراح وکاروه.
 
۴. د مسؤلیت احساسول:
په کار ځاى کي دي د (يا) ويل زده که. هر څه چي دي زړه وايي هغه مه کوه، نور خلګ هم سته، داسي څه مه منه چي کول يې سخت وي. په دې هم پوه سه چي:کارکوونکي تر هغه وخته چي لېواله وي او زړه يې غواړي کار سرته رسوي، اداري قوانين مراعتوي او د مسؤلیت احساس کوي. بس، هغه کس چي د کار سره نابلده وي ډېر وخت ته ضرورت لري نسبتأ هغه چاته چي د کار سره نابلد وي.
 
۵. د مهموالي پر اساس د يو کار کول:
ډېره اړينه ده چي يو کار د هغه د اهميت په نظر کي نيولو سره سرته رسوو. پدې به ښه پوه يې چي کوم کار مهم او کوم مهم ندئ .ځان ته به دا معلوموې چي کوم کار بايد په يوه ورځ ،کوم په يوه مياشت کي ترسره سي.او اغه کارونه چي مهم دي بايد اول ترسره سي.
 
۶. د کار کولو مطابق د وخت مصرفول:
دا عادت ولره چي مناسب کار په مناسب وخت کي ترسره کې. داسي نو نه وي چي کار د يو ساعت ته ډېر وخت په ونيسې.سربسته يوه ورځ په داسي يو کار باندي مه نيسه چي اغه په يو ساعت کي هم کېدلاى سي.
همدارنګه تليفوني اړيکو، فېسبوک،ټويټراو نورو ته هم وخت ور وباسه. انسان خو څه ماشين ندئ.
 
د وخت د مديريت دلا ګټور کېدو دپاره دا لاندي ټکي په نظر کي ونيسئ:
منظم والئ :
د خپلو کاغذونو او فايلونو د امبار کولو څخه ځان ساتئ. هغه  شيان چي مهم نه وي غورځوه، مهم اسناد يو ځاى که او هر يو جلا جلا پخپل خانه (فايل) کي ايږده تر څو د وخت د ضايع مخه يې نيولې وي.
 
وخت غلط مه استعمالوه:
پر بې ځايه او بې اساس خبرو باندي وخت مه وژنه. پر وخت باندي متمرکز واوسه او درسپارل سوى کار پر وخت ترسره کوه.
دا پياد ولره چي يو اداره تاته پر دې باندي معاش نه درکوي چي په کمپيوټر کي ګېم وکې ياهم د نورو په شعبو کي ګپي او مجلسونه  وکې.
 
متوجه واوسه:
ضرور ده چي د وخت مديريت ته متوجه واوسو د هغو مديرانو او هغه کسانو عادت په ځان کي ولره چي ښه پلان لرونکي (طراحان) دي، هغه کسان چي د مېز د سر جنتري د وخت د ښه مديريت دپاره کاروي .
 
 
 
 
 
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته