تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طبابت اهمیت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2019
  0

لیکنه: عبدالصمد ملتمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 دا مقاله درې برخي لري:


۱- د طبابت يا ډاکټرۍ  اهميت
۲ – د مسئوليت د نه اداء کولو په صورت کي د ډاکټر زیانونه
۳ – د مسئوليت د اداء کولو په صورت کي د ډاکټر ګټي. 


د طبابت يا ډاکټرۍ اهميت:
يو ژوندی انسان د دوو  شیانو له ترکيب څخه په وجود راغلی دی؛ چي روح او جسد دي. د روح تربيت، وقايه او علاج، خو په دين سره کېږي؛ چي هغه زموږ اوسنۍ موضوع نه ده. د جسد تربيت، وقايه او علاج په طب سره کیږي. په دې اړه امام شافعي رحمه الله فرمايي:


"العلم علمان: علم الأبدان وعلم الأديان.
" ژباړه: علم دوه ډوله دی: د بدنونو علم (چي طب او نور اجتماعي او طبيعي علوم ورڅخه مرادېږي او  د بدن يا دنيوي نظام سره اړه لري.) او د دين علم (چي د الله جل جلاله سره رابطه په جوړېږي او آخرت په جوړيږي).


 د ديني علم څخه وروسته د طب علم ځکه اهميت لري، چي د ژوندي انسان د دوو برخو څخه په يوه برخه، چي جسد دی اړه لري. د طب اړونده ادارو ته په کار ده، چي په دې اړه زيات متوجه و اوسي او د خپل درانه مسئوليت په نظر کي نيولو سره داسي با ديانته، با کفايته، علمي او مسلکي خلګ ټولني ته تقديم کړي، چي خپل کار د ځان او ټولني لپاره ګټور و ګڼي. دا به د اړوندي ادارې لپاره د دنيا او آخرت د افتخار او ثواب سبب جوړ سي. داسي نه وي، چي د طب علم يې فقط د خپلي سرمايې د ډېرولو لپاره يوه آله جوړه کړې وي. په دې صورت کي به د اړوندي ادارې هم دنيوي او هم اخروي مسئوليت وي! 

 


د مسئوليت د نه اداء کولو په صورت کي د ډاکټر زیانونه:
که طبيب يا په نننۍ اصطلاح ډاکټر خپل مسئوليت ښه درک نه کړي او د خپلي دغي مهمي دندي څخه په بې کفايتي استفاده وکړي، دا به د ناروغ د ناروغۍ د زياتوالي يا خدای مه کړه د مړيني او د ډاکټر صاحب د ډېرو زيانونو باعث جوړ سي؛ چي ځيني يې د دنيا ژوند ته متوجه دي او ځيني يې د آخرت ژوند ته متوجه کېږي. د دنیا ژوند ته خو يې دغه زیانونه متوجه دي، چي د خجالت سره به مخ وي؛ د ناروغ يا د هغه د دوستانو له خوا به د ملامتۍ څخه ځان نه سي خلاصولای، او ممکن په ځيني صورتونو کي د تاوان او ضمان سره هم مخ يا د حکومت له خوا تهديد سي. د مراجعينو کموالی هم د دنيا له زیانونو څخه ګڼلای سو او د آخرت د زیانونو له جملې څخه يې يو دا دی، چي د ده څخه به دا پوښتنه کیږي، چي ولي دي ناروغ ته هغه دواء لېکلې وه، کومي چي هغه ته یې د ګټي پر ځای زیان ورساوه؟ دا کار دي له شرکت يا اجنسۍ سره د رابطې پر بنسټ وو او که کوم بل سبب وو؟ 


الله جل جلاله د وژل سوي نفس څخه پوښتنه کوي: بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ (سورة التکوير:۹)  
ای نفسه! پر کومه ګناه قتل سوې؟ نفس خو د ډاکټر صاحب د بې پروايي په نتيجه کي قتل سوی دی؛  نو په دغه ورځ، چي ورور له وروره، پلار له زويه او ملګری له ملګري تښتي، دغه ډاکټر صاحب، چي په بې پروايي سره يې ناروغ ته درمل ورکړي دي، د الله تعالی د دغي پوښتني په جواب کي به څه وايي؟! ښکاره خبره ده، چي د جهنم اور به حتماً دده بدن سوځي. الله تعالی دي مو وساتي.


د مسئوليت د اداء کولو په صورت کي د ډاکټر ګټي: 
د طبيب يا په اصطلاح ډاکټر اهميت او ګټي خورا ډېري دي. که يې پر ټولو اړخونو وږغېږو، شايد زیات وخت ونيسي. فقط دومره وايم، چي الله عزوجل د المائدې سورت په ۳۲م آيت کي فرمايي: «وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا...» 
او که څوک يو نفس ته ژوند ورکړي، نو دا داسي دی، لکه ده چي ټولو خلکو ته یې ژوند ورکړ.


دلته د ژوند څخه مراد داسي ژوند نه دی، چي يو انسان بل مړ انسان را ژوندی کړي؛ ځکه دا د خالق جل جلاله  صفت دی. بل څوک دا کار نه سي کولای؛ بلکي دلته مراد دا دی، چي که يو چا د بل نفس ژوند وژغوری، لکه هغه، چي د ټولو انسانانو ژوند وژغوری.که ډاکټر د ناروغ صحيح او پر مسئوليت بناء درملنه وکړي، د هغه ژوند يې وژغوری او د هغه د ژوند ژغورل الله تعالی د ټولو انسانانو د ژوند د ژغورلو سره مشابه کړی دی. که نور هيڅ هم و نه وايو، همدا خبره کفايت کوي، چي الله جل جلاله هغه ډاکټر ته، چي د خپل مسئوليت په نظر کي نيولو سره خپله دنده تر سره کوي، داسي ستر مقام ورکړ، چي نور ورڅخه محروم دي. آيا دا کوچنی مقام او منزلت دی؟!


که غواړو، چي په ټولنه کي ښه او وړ ډاکټران ولرو نو په کار ده، چي د طب اړوند دولتي او شخصي ادارې خپل مسئوليت ته ښه متوجه سي او په خپل مسلک پوه او متعهد کسان ټولني ته تقديم کړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۵ ګڼه

سرته