تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د لومړنیو وحیو نزول (۵۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 18, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۵ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وحيو نازلېدل
کوم وخت چي د رسول الله ﷺ  د عمر څلويښت کاله پوره سوه د رسول الله ﷺ  د ژوند په آفاقو کي د نبوت آثار او علامې ښکاره سوې، چي د هغو علامو څخه يو هم رشتيا خوب ؤ، رسول الله ﷺ  به هيڅ خوب نه  ليدى مګر هغه کار به عيناً په هغه شکل سره وسو چي په خوب کي به يې ليدلى ؤ، امام المحدثين امام بخاري رحمة الله علیه  د اُم المؤمنين حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي فرمايي: 


اول هغه شئ چي په هغه سره و رسول الله ﷺ  ته وحي شروع سوې هغه الرؤيا الصّالحه الصّادقه وه، يعني:  صالحه او صادقه خوب ؤ، هيڅ خوب به يې نه ليدى مګر هغه به داسي پيښ او واقع سو لکه روښانه سهار، نو رشتيا خوب د نبوت د علامو او حصو څخه دى، څو پر دغه کيفيت شپږ مياشتي تيري سوې.


د رسول الله ﷺ عمر او د وحیو راتګ
تاسي ته معلومه ده چي د نبوت ټوله موده او زمانه درويشت کاله ده، نو دغه صادقه خوب د نبوت شپُږڅلويښتم جز دى او اللهﷻ يې و هغه چا ته ورکوي چي د دهﷻ خوښه وي، کوم وخت چي په غار حراء کي د رسول الله ﷺ  د خلوت او تنهائى درېیم کال او د رمضان المبارک مياشت وه د اللهﷻ دا خوښه او إراده سوه چي د مځکي پر خلكو خپل رحمت نازل کړي او رسول الله ﷺ  په نبوت او رسالت سره مکرم کړي، څو هغه معينه ورځ راغله چي د بشر تاريخ ته، د مسلمانانو تاريخ ته بلکه د مځکي د مخ و تاريخ ته يې تغير  ورکړى، که موږ و دغه ورځي ته فکر او حساب وکړو په دلائلو او قرائنو سره دا ممکنه ده چي دغه مبارکه ورځ معلومه او معينه کړو،  دغه ورځ د دوشنبې ورځ او د روژې د مياشتي يو ويشتم تاريخ ؤ چي دا د (۶۱۰) ميلادي کال د اګست د مياشتي لسمه ورځ وه او د رسول الله ﷺ  عمر په دغه وخت کي په قمري حساب سره پوره څلوېښت کاله شپږ مياشتي او دوولس ورځي ؤ او په شمسي حساب سره نه ديرش کاله درې مياشتي او دوه ويشت ورځي  ؤ، دغه د دوشنبې ورځ د بعثت او رسالت اوله ورځ ده، رسول الله ﷺ  فرمايي: زه په غار حراء کي ناست وم چي ناڅاپه (دفعتاً) يو سړئ را ته راغلى. 

 


 

دغه سړئ جبريل علیه السلام  ؤ او د يوه انسان په شکل او قيافه ورته راغلى نه د ملائکې په شکل، نو رسول الله ﷺ  فرمايي: ناڅاپه يو سړئ راغلى چي سپين کالي يې اغوستي وه او د ده سره د دېباج يو لوښۍ يا ټُکر ؤ (دېباج ورېښمين ټُکر دى) او په هغه کي يو کتاب ؤ، څرنګه چي دا نفر دفعتاً را ښکاره سو ويې بېرولم (بې ږغه بې خبره په نيمه شپه توره تاريکه او په غره کي ناڅاپه او يو دم سړئ پيدا سو) سړﺉ را نژدې سو کتاب يې را ته ونيوى او ويل: يا محمّد! إقرَأ، اې محمّده! و وايه، رسول الله ﷺ د بيري په حالت کي ورته و ويل: زه ويونکى نه يم (يعني: ليک او لوست مي نه دي زده) نه شئ ويلاى سم او نه يې ليکلاى سم. 


تاسي ته معلومه ده چي رسول الله ﷺ  اُمّي ؤ، ويل او ليکل يې نه وه زده، که چيري د ده  ﷺ  ويل او نوشته کول زده واى کفارو به دا تهمت پر ويلاى چي دا قرآن تا جوړ کړى او ليکلى دى، خو اوس د ده ﷺ  قوم او ټولو قریشو ته دا معلومه وه چي محمّد  ﷺ  اُمّي دى. 


نو رسول الله ﷺ  فرمايي: دغه سړي زه په غېږکي ونيولم او کښې يې کښم، قريبه وه چي د دغه کښېکښلو سره مي روح وتلى واى، د رسول الله ﷺ  بېره نوره هم زياته سوه او دغه نفر بيا را ته و ويل: يا محمّد! إقرَأ، رسول الله ﷺ  بيا ورته و ويل: زه ويونکى نه يم، وايي: بيا يې زه په غېږ کي ونيولم او کښې يې کښم او وې ويل: يا محمّد! إقرَأ، د درېیم وار د پاره محمّد ﷺ  و ويل: زه ويونکى نه يم، فرمايي: درېیم وار يې بيا دومره په قوت سره کښېکښم قريبه وه چي نفس مي وخېژي او بيا يې و ويل: يا محمّد! و وايه، رسول الله ﷺ  ورته و ويل: څه شي و وايم؟ جبريل علیه السلام  و ويل:


(اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) (سورة العلق)


فقط د سورة العلق دغه اولني پنځه آياته يې ور ته تلاوت کړه، دغه پنځه آياته هغه اولني آياتونه دي چي د آسمان څخه په ليلة القدر کي نازل سوي دي الله عزوجل  فرمايي:

(إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)
يعني: موږ دغه قرآن مجيد په ليلة القدر کي نازل کړى دى. 


او د روژې په مياشت کي نازل سوى دی، ځکه بيا هم اللهﷻ  فرمايي: 
(
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) [بقره: ۱۸۵] 
د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغه کي قرآن مجيد نازل کړه سوى دى. 


رسول الله ﷺ  فرمايي: کوم وخت چي مي دغه آياتونه و ويل، دغه سړئ غائب سو او ولاړى، رسول الله ﷺ  ډير زيات په بېره کي ؤ چي دا څه کيفيت او حالت دى؟ په دغه وخت کي د رسول الله ﷺ  صادقه او مخلصه زوجه حضرتِ خديجه رضی الله عنها  چي هلته په کور کي وه، په زړه کي يې ور و ګرځېدل: چي محمّد ﷺ  ته يو څه ور پېښه سوې ده، نو يې خپل يو مريئ و غار حراء ته ولېږى چي ولاړ سه  وګوره چي محمّد  ﷺ ته څه پېښه ده؟ ځکه دې ته معلومه وه چي رسول الله ﷺ  هلته دى، دلته بيا رسول الله ﷺ  د غار حراء څخه را وتلى دى او په ډير تلوار دکور و طرف ته رهي دى، د ډيري بيري په سبب د ځغستا پر قِسم په تلوار او چابکي سره د کور پر طرف رهي دی، مريئ چي غار ته راغلى وې ليدل چي رسول الله ﷺ  نسته نو مريئ دې خوا ها خوا ته د رسول الله ﷺ  په پلټنه او پيدا کولو مشغول سو او رسول الله ﷺ  د مکې مکرمې پر طرف په تلوار رهي دى، رسول الله ﷺ د بيري او خوف په حالت کي خپل کور ته ولاړ، خديجې رضی الله عنها  چي دئ ﷺ  وليدى پوه سوه چي رسول الله ﷺ  ډير بېرېدلى دى او اوس هم د بيري په حالت کي دى او د ډيره خوفه څخه ريږدي او وايي: زَمـّلُونِي زَمِّـلُونِي، يعني: پټ مي کړی، پټ مي کړی، لکه د چا چي يخ کيږي ريږدي، خديجې رضی الله عنها  هم په يوه کالي پټ کړى ترڅو چي بېره ځني ولاړه او آرام سو.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته