تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړۍ ښایسته مخلوق؛ ماشومان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2019
  0

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ماشومان، د الله جل شانه خورا ښایسته، ساده، نرم او زړه راښکونکی مخلوق دئ. موږ له ده او دی له موږ سره مینه کوي. تاسي راسئ، د ماشوم د جوړښت په اړه لږ معلومات ولولو. 


ماشومان د زېږون په وخت کي د زنګانه کوړۍ نه لري، له دوه کلنۍ څخه بیا تر شپږ کلنۍ پوري د زنګانه کوړۍ پیدا کوي. 
د ماشوم سر د هغه د جګوالي څلورمه برخه جوړوي او د ځوانۍ په وخت کي د هغه د جګوالي اتمه برخه جوړوي ‎. 
یو نوی زیږیدلی ماشوم تر ۲۶ بیلیونه زیاتي هجري لري. 

 


 

ماشومان له ۳۰۰ هډوکو سره زیږي، و ځوانۍ ته په رسېدو سره ئې هډوکي ۲۰۶ کېږي. 
ماشومان د زیږیدو په وخت کي رنګونه نه ویني، هرڅه تور او سپین ورته ښکاري. 
ماشومان په اوسط ډول سره د ورځي ۲۰۰ متره پر سینه څکیږي. 
ماشومان و ۲ کلنۍ ته تر رسېدو پوري ۹۳ میله حرکت کړی وي. 
ماشومان تر زېږیدو مخکي خوب لیدل شروع کوي. 
ماشومان د مور په نس کي د اوازونو پېژندل شروع کوي.
په هرو ۱۰۰۰ زېږېدونکو ماشومانو کي یو ئې د غاښ سره پیدا کیږي.


نوي زېږېدونکي ماشومان د لومړیو درو څخه تر شپږو هفتو پوري بې اوښکو ژاړي. (یعني کله چي ژاړي نو اوښکي ئې تر سترګو نه راځي). په اوسط ډول د نوو پیدا سوو ماشومانو ماغزه په اوله میاشت کي د ۵۰ ټریلونو څخه بیا تر ۱۰۰۰ ټریلونو پوري ارتباطات پیدا کوي. په لومړیو شپږو هفتو کي د مور په ګېډه کي د ماشوم د نر او ښځي توپیر نه معلومیږي. د مور په ګېډه کي د ماشوم د رامنځته کېدو څخه بیا تر زېږون پوري ۲۷۰ ورځي وخت نیسي.


یوه ښځه د خپل ژوند په اوږدو کي ۳۵ ماشومان زيږولای سي. 


اومیندواري میندي په خوب کي چونګښي، چنجیان او نباتات ویني.

سرته