تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د بېوسو او بېوزلو د مرستي ښه فرصت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 30, 2019
  0

ليکنه :  محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بيوزله، بېوسه او نيستمن خلک د دې وړ دي چي مرسته ورسره وسي، ځکه يو خوا د الله جل جلاله حکم دئ او بل خوا مو ټولنيز تکافل ، د خپلو وروڼو سره ناسته پاسته ، د هغوى سره اوسېدل او د هغوى سره هستوګنه دا اجازه نه راکوي او دا له ايمان او انسانيت څه هم ډېره لري خبره ده چي موږ دي په ډېر خوراک ټنډ سو خو زموږ همسايه (ګاونډى)، خپل او دوست دي دونه بېوزله او بې برخي وي چي له ډېري لوږي دي ئې خيټي وچي سوي وي او له لوږي دې (دي ئې) اولادونه ناري وهي، د اه او فرياد ږغ دې آسمان ته پورته کېږي.

په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( هغه څوک له موږ څخه نه دئ چي دى موړ او ګاونډى ئې ترڅنګ وږى وي ) . 


 رسول الله صلى الله عليه وسلم  له غريبانو، بېوسو ، فقيرانو او بېوزلانو سره مرسته کونکي په خلکو کي غوره او بهتر ګڼلي دي، چي خلکو ته ګټه ورسوي او غريبان ئې له آزار او کړاو څخه په امان وي . د هغه فقير سره چي کارنه سي کولاى يا دا چي کار کولاى سي خو کار ورته نه پيدا کېږي او يا دا چي کار کوي خو مزدوري او اجوره ئې د ده اړتياوي نه سي پوره کولاى او يا دا چي اړتياوي ئې پوره کولاى سي خوله داسي پېښو سره مخامخ سوى وي چي نوروته ئې اړ کړى وي نو په همدې علت بايد مرسته ورسره وسي ، لاس نيوى يې وسي تر څو اړتياوي ئې پوره سي. 


د شتمن زکات د شتمن د ديني ورور چي هغه فقير وي، غريب وي ، خوار او مسکين وي  حق دئ ځکه د اسلام سپېڅلي دين ټولنه د يوې واحدي کورنۍ په توګه ګڼلې ده، چي ځيني افراد به له نورو سره مرسته کوي، د هغوى لاس نيوى به کوي ، هغوى ته به خوراک، جامې او نور د اړتيا وړ سامان ورکوي ترڅو د ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه سي او له دې څخه وژغورل سي، چي بل ته ئې لاس نيولى وي او له هغه څه په ټيټ سر او مړژوانده څېره څه غواړي.  


 نن ورځ ښه فرصت دئ چي دا کار وکړو، د خپل ورور لاس ونيسو، د خپل ورور غم و خورو، د خپل ورور مشکل حل کړو، د خپل ورور په مشکل ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو، ځکه روژه د برکتونو میاشت ده، موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کي ثوابونه خپل کړو، په دې میاشت کي بېوزلو، محتاجو او اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکو، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د لله تعالی د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي، په حدیث شریف کي راځي چي: خیرات کول د الله غضب سړوي. 


 په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي:

" والصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار" ( ترمذي )
یعني خیرات کول ګناهونه داسي محوه کوي لکه اوبه چي اور مړ کوي.


روژه د خير و برکت مياشت، د بېوزلو او دوستانو سره د مرستي مياشت، د ګاونډيو او نورو غريبانو د حال د خبرېدو مياشت ده، چي هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه د خپلو بېوزلو دوستانو، خپلوانو، قريبانو، ګاونډيانو او د نور اړو کسانو سره مرسته وکي، ځکه الله جل جلاله پر خپلو هغو بندګانو چي د الله جل جلاله په لاره کي د الله جل جلاله له پاره څه ورکوي زيات مهربان دئ او په خاصه توګه پر هغه چا زياته مهرباني کوي چي د الله جل جلاله پر بېوزلو، غريبو او فقيرو بندګانو زړه سوى او ترحم و لري.


د ژوندانه په چارو کي هر انسان کوښښ کوي چي خپلو موخو ته ځان د هري ممکني لاري چي وي ورسوي تر څو غوراوی ترلاسه کړي، چي په دې لار کي د حالاتو او فرصتونو انتظار کوي تر څو يو ښه موقع په لاس ورسي. بزګران د بارانونو په انتظار، بزازان او خیاطان د اخترونو په انتظار، د يخي جوړونکي (کارخانه والا)  د ګرمۍ او دوبي په انتظار ورځي او شپې سبا کوي، چي د موسم په راتګ سره خپله ټوله توانایي په کار واچوي ترڅو د دغه موسم څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل هدف ته ځان ورسوي . ياد کسان ځکه يادو موسمونو ته انتظار باسي ترڅو خپلو موخو ته ځانونه ورسوي ښه ګټه وکړي ، ښه فصل تر لاسه کړي... الله جل جلاله مسلمانانو ته د ثوابونو د ترلاسه کولو له پاره د رمضان ( روژې ) مبارکه میاشت رالېږلې، چي د ده د ابدي ژوند له پاره پکارېږي، هغه چي هلته د خپل نېک عمل څه پرته بل هيڅ نه پکارېږي او هر شخص له بل څخه د بې زارۍ اعلان کوي، ورور له ورور څخه، زوی له مور او پلار څه، خاوند له  مېرمنې څه، پلار له زامنو  او نور خپل خپلوان  یو له بل څخه تښتي او هریو د خپل ځان په غم کي وي.


که د دنیا له پاره شپه او ورځ زیار او زحمت با سو نو ولي د اخرت له پاره بې تفاوته پاتېږو؟ ایا په دې نه یو خبر چي د اخرت له پاره یوغوره او په زړه پوري موسم لرو چي په لږ کار سره ډېر اجر تر لاسه کولاى سو. هو ! د روژې مبارکه میاشت هغه موسم دئ چي دلته يو نېک کار د نورو ورځو په نسبت د اویا برابره اجر او ثواب لري. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چي دا د غمخوارۍ مياشت ده يعني د غريبانو او مسکينانو سره مرسته کوئ نو څوک چي د خپل روژه مات له پاره څو ډوله خواړه برابروي په هغو کي دي يو يا دوه ډوله خواړه و مسکينانو ته ورکوي ترڅو - څو چنده ثوابونه لاس ته راوړي، د اړو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي ، هغو ته څه ورکونکي او د هغو سره مرسته کونکي خلک داسي دي، لکه د الله په لار کي مجاهد چي د الله جل جلاله له پاره شپه او ورځ جهاد کوي او يا هغه کسان چي د ورځي روژه او د شپې عبادت کوي. 


يو سړى د سهار د سپېدو څخه تر لمر لوېدو وږى تږى، وچي  شونډي او وچ حلق تکليف ګالي روژه نيسي خو ته د هغه د ثواب په شان ثواب په يوه دانه خرما تر لاسه کوې، دا دونه ثواب چاته  ورکول کيږي؟ دا ثواب و هغه چاته ورکول کېږي، چي روژاتي ته د روژه مات له پاره لږ نرۍ شيدې يا يوه دانه خرما يا يو غوړپ ساده اوبه ورکړي. دا عجبه بې زيانه تجارت دئ، چي په نه تکليف ډېره ګټه سړى لاس ته راوړلاى سي يوه خرما ورکړه د يوې روژې ثواب لاس ته راوړه. 


تر ټولو ښه وخت همدا نن دئ که موږ نن ورځ خير او صدقه کوو نو اجر او ثواب به مو څو چنده سوى وي او  د دې تر څنګ خپل انساني مسئوليت تر سره کړې وي، خپل مسلمان ورور د غربت او مسکنت څخه ژغورلى وي، الله جل جلاله به مو راضي کړى وي او د الله د رحمت مستحق به ګرځېدلي يو خو که بيا هم په دې مبارکه مياشت کي موږ خپل لاسونه تر شا تړلي وي، نه د وږي، نه د روژه دار، نه د مسافر، نه د يتم او نه د کونډې غم را سره وي او په ټولنيزو خيريه کارونو کي له برخي اخېستني څه بې پروا يو، نو بيا به د الله تعالی له مغفرت او مهربانۍ څه بې برخي يو. 

 

سرته