تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کعبې شریفي سوځېدل او جوړېدل (۵۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 23, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۲ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اوس به د کعبې شريفي د بناء او جوړېدلو يو څه تاريخ درته بيان سي:


کعبه شريفه په ټول تاريخ او زمانه کي په يقيني ډول سره فقط څلور واره جوړه سوې ده او تر دغه څلور واره په د مخه جوړېدلو کي يې د علماء کرامو شک او اختلاف سته، خو اول وار جوړېدل يې هغه دي چي ابراهيم علیه السلام  د خپل زوى اسماعيل علیه السلام  په مرسته سره جوړه کړه چي دغه جوړېدل د الله عزوجل  د امر پر ځاى کول وه او دغه جوړېدل يې په قرآن مجيد او صحيح احاديثو سره ثابت دي، الله عزوجل  فرمايي:


(وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ).[البقره: ۱۲۷]  
يعني:اې محمّده ﷺ  هغه وخت ياد کړه چي ابراهيم علیه السلام  او اسماعيل علیه السلام د کعبې شريفي تاداوونه او بنيادونه پورته کړل او دواړو به ويل: اې زموږ ربه ته دغه کار زموږ څخه قبول کړه، بېشکه چي ته ښه اوريدونکى او ښه پوهېدونکى يې.


يعني: الْهي! ته دغه د کعبې شريفي جوړول زموږ څخه قبول کړه او ته د ټولو دعاوي اورې او د ټولو په نيتو پوهېږې، په دغه باره کي صحيح احاديث هم خورا ډېر دي چي په را نقلولو سره يې بحث اوږديږي او د دغه اولنۍ بناء په باره کي د تاريخ کتابونه او علماء کرام وايي: د ابراهيم علیه السلام  د کعبې شريفي د دېوالو لوړ والى (۹) ذراعه ؤ او اوږد والى يې (۳۰) ذراعه ؤ او د کعبې شريفي بر يا عرض (۲۲) ذراعه ؤ او بېله چته وه يعني: چت او بام يې نه درلودى. 


او د کعبې شريفي دوهم وار جوړول دغه دي چي قريشو تر بعثت او اسلام د مخه جوړه کړه او د دغه وار په جوړولو کي رسول الله ﷺ هم اشتراک کړى دى او په دې وار کي يې د کعبې شريفي د دېوالو لوړ والى (۱۸) ذراعه کړى خو د اوږد واله څخه يې (۶) ذراعه او د ذراع يو څه حصه د مال د کمبودۍ په سبب پرېښوول چي دا هغه ځاى دى چي (حِجَر) يا (حَطِيم) ورته ويل کيږي او د کعبې شريفي و شمالي طرف ته دى او د کعبې شريفي دروازه يې د مځکي څخه لوړه کړه، دا هم د دې د پاره چي بېله اجازې څخه د قریشو څوک دننه ور نه سي.   


په دغه باره کي رسول الله ﷺ د مکې مکرمې تر فتحي وروسته و حضرت عائشې رضی الله عنها  ته فرمايي: يا عائشه! که ستا قوم يعني: قريش د  جاهليت و وختو ته نژدې نه واى ما به د کعبې شريفي د نړولو امر کړى واى، خو په نوي جوړولو کي به مي هغه حصه پکښي داخله کړې واى کومه چي ځني ايستل سوې ده او د مځکي سره به مي برابره کړې واى، يعني: د کعبې شريفي دننه مځکه به مي دومره کښته کړې واى چي د مځکي سره برابره واى او يوه دروازه به مي د شرق و طرف ته ورکړې واى بله د غرب و طرف ته، نو به دغه جوړ والى هغه د ابراهيم علیه السلام پر اساس واى.


د کعبې شریفي سوځیدل
او د کعبې شریفي درېیم وار جوړېدل هغه دي: کوم وخت چي کعبه شريفه د يزيد بن معاويه په زمانه کي د ده د لښکرو د طرفه وسوځل سوه، چي د هغې واقعې خُلاصه داسي ده: د (۳۶) سنې په آخر کي د يزيد لښکرو د (حُصين ابن نُمَير السکوني) په قومنداني عبدالله ابن زُبير رضی الله عنه چي د مسلمانانو خليفه او اميرالمؤمنين ؤ د يزيد په امر په مکه مکرمه کي محاصره کړى او بيا يې کعبه شريفه په منجنيق و ويشتل، کعبه شريفه د دغه ویشتلو په سبب ونړېده، عبدالله بن زُبير رضی الله عنه د حج تر موسمه انتظار وکړی څو چي د هره ځايه څخه خلك د حج کولو د پاره راغله او عبدالله بن زُبير رضی الله عنه  مشوره ور سره وکړه ويل: اې خلكو! ما ته د کعبې شريفي په باره کي مشوره راکړی، ټوله و نړوم او بيرته يې د سره جوړه کړم؟ که يې دغه نړېدلي ځايونه ور ترميم کړم؟ 


عبدالله ابن عباس رضی الله عنه و ويل: زما نظر دا دى چي نړېدلي ځايونه يې په دغه خپلو ډبرو ور جوړ کړې او نوره کعبه شريفه پر خپل حال پرېږدې، ځکه دا هغه کعبه ده چي خلك پر دې مسلمانان سوي دي او دا هغه ډبري دي چي خلك پر هغو مسلمانان سوي دي، يعني: هر څه دي پر خپل حال پاته وي فقط نړېدلي ځايونه يې ور جوړ کړه، عبدالله بن زُبير رضی الله عنه  و ويل: که ستاسي څخه د هر چا کور نړېدلى او سوځېدلى واى تر هغو نه راضي کېدى چي کور يې بيرته د سره نه واى جوړ سوى، نو د خپل رب د کور په باره کي څنګه فکر کوى؟ عبدالله بن زُبير رضی الله عنه  و ويل: زه د خپل رب څخه درې ورځي استخاره کوم بيا پر هغه کار اقدام کوم يا هغه کار کوم چي خير پکښي و وينم، پسله درو ورځو يې د کعبې شريفي په نړولو شروع وکړه ترڅو تر مځکي يې ورسول او بيا يې شا و خوا پَردې پر را وګرځولې او د کعبې شريفي په نوې بِناء يې شروع وکړه او هغه شپږ ذراعه خالي مځکه چي د حِجَر په نامه دغسي پرېښوول سوې وه هغه يې هم پکښي داخله کړه او د کعبې شريفي د دېوالونو په لوړ واله يا جګواله کي يې تر پخوا لس ذراعه نور هم زيات کړل او دوې دروازې يې ورکړې چي پر يوه دروازه به خلك ورننوتل او پر هغه بله به وتل، خو دغه زياتوب يا تغيرات يې د هغه حديث شريف په جرئت سره وکړل کوم چي حضرتِ عائشې رضی الله عنها د رسول الله ﷺ څخه روايت کړی دی او د مخه درته بيان سوه.


ان شاءالله نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته