تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت حسن ؓ خلافت او د معاویه ؓ سره صلحه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2019
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سیدنا حسن رضی الله عنه خلافت او له معاویه رضي الله عنه سره صلحه


حضرت علي رضي الله عنه چي د ابن ملجم لخوا زخمي شو خلګ ورته راټول شول او عرض یې وکړ: یا امیرالمؤمنين یو څوک خپل خليفه مقرر کړه ! حضرت علي رضي الله عنه وفرمایل: نه زه دا کار تاسو ته سپارم لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته سپا رلی وو ( یعني هغه خليفه نه و ټاکی) که الله تعالی جل جلاله د خير اراده درته وکړي نو پر هغه چا به مو راټول کړي چي تر ټولو غوره وي ، لکه څرنګه چي یې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت نه وروسته په ټولو نه غوره شخص باندي را ټول کړي واست. خو خلګو په هم هغه ورځ چي پر حضرت علي رضي الله عنه حمله وشوه د حضرت حسن رضي الله عنه سره بيعت وکړ. دا د څلوېښتم هجري کال د رمضان د میاشتي اولسمه نېټه د جمعې ورځ وه.


ابن کثير وایې: حضرت علي رضی الله عنه چي وفات شو او له حضرت حسن رضي الله عنه سره بیعت وشو ، قیس بن سعد بن عباده رضي الله عنهما حضرت حسن رضی الله عنه ته د دې ټينګار کاوه چي له شامیانو سره د جګړې لپاره وړاندي لاړ شي په داسي حال کي چي حضرت حسن رضی الله عنه د چا سره د جګړې نیت نه درلود، خو خلګو ډير اصرار کاوه ، او زیات شمېر کسان راټول شول، نو حضرت حسن ضي الله عنه  قیس بن سعد رضي الله عنه  له ۱۲۰۰۰ پوځيانو سره مخکي ولېږه او خپله هم له لښکر سره د شام په لور وخوځيد چي له معاویه رضی الله عنه او شامیانو سره جګړه وکړي ، خو کله چي له مداین نه لږ مخکي لاړ هلته تم شو او د لښکر مقدمه یې خپلي مخي ته ودرول. هغه وخت چي حسن رضی الله عنه د مدائن په باندینۍ برخه کي له لښکر سره موجود وو، چا په لوړ آواز غږ وکړ: قیس بن سعد بن عباده رضي الله عنه ووژل شو ! په دې سره په خلګو کي اله ګوله ګډه شوه ، یو د بل سامانونه لوټول پیل شوه ، ان تر دې چي د حسن رضی الله عنه خېمه یې هم چپه کړه، نه یوازي دا بلکي هغه فرش یې هم ترې وتښتاوه کوم چي دی ورباندي ناست وو، په همدې وخت کي خلګو یو بل سره زخمیان کړل ، او حضرت حسن رضی الله عنه هم معمولي ټپي شو. حسن رضي الله عنه په زخمي حالت کي پاڅېد او په آس سپور شو مدائن ته لاړ.


 مختار بن ابي عبيد خپل تره (کاکا) سعد بن مسعود ته چي د مدائن والي وو، ایا غواړې د دولت او عزت لاسته راوړلو لاره درته وښیم ؟ هغه ورته وویل: څه مطلب؟ مختار ورته وویل : حضرت حسن رضي الله عنه ونيسه او بندي یې کړه ، او معاویه رضی الله عنه ته یې ورولېږه . سعد بن مسعود ورته وویل: خدای جل جلاله دي خوار او رسوا کړه ، توطئه او تدبیر دي خاوري شه ، غواړې زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسي ته چل او دوکه ورکړم؟ علامه ابن کثير وروسته ليکي: عراقیانو حضرت حسن رضي الله عنه په دې انتخاب کړی وو، چي هغه به له شاميانو سره جنګ کوي ، د دوی دا غوښتنه پوره نه شوه او د دې مسؤلیت او پړه هم په خپله عراقیانو باندي ده ځکه دوی له جنګه سرونه غړول ، د خپلو مسؤلينو او قومندانانو اوامر یې نه منل او که هغوی پوهه او هوښیاري لرلای ، نو له هغه الهي نعمت نه به یې ګټه اخيستې وای، قدر او درناوی به یې کړی وای، کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسي ، سید المسلمين ، لوی صحابي، عالم او حکیم شخصیت د خلافت له امله دوی ورنه برخمن شوي وو.


حضرت حسن رضی الله عنه چي وليدل پوځ یې په بې نظمۍ او اختلاف اخته دی، نو ورنه بېزار او ناهیلی شو ، او حضرت معاویه رضی الله عنه ته چي له یوه لښکر سره تر مسکن پوري را رسېدلی وو ، یو خط ولیکه چي د صلحي وړاندیز یې پکښي کړی وو، او څو شرطونه یې درلوده ، چي که ومنل شي ، نو له خلافت څخه به لاس واخلي او په دې سره به مسلمانان له جګړو څخه وژغورل شي . خلګ له دې ليک نه خبر شوه او د حضرت معاویه رضی الله عنه په هکله د رایو اتفاق را منځته شو. 


ابن کثير رحمه الله زياتوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي وو: له ما نه وروسته به دېرش کاله خلافت وي، او حضرت حسن رضی الله عنه په ۴۱ هجري کال کي د ربیع الاول په میاشت کي د معاویه رضی الله عنه لپاره له خلافت نه تنازل وکړ، او په همدې ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت نه دېرش کاله پوره شوي وه.

 


 

د خلافت څخه تنازل او د خلګو غبرګون
د خلافت د تنازل نه وروسته حضرت حسن رضي الله عنه د حضرت معاویه رضي الله عنه په غوښتنه یوه خطبه وویل :چي له حمد او ثنا نه وروسته یې وفرمایل: اما بعد، اې خلګو الله جل جلاله تاسو ته زموږ د مشرانو په واسطه هدایت وکړ او زموږ په واسطه یې له وینو تویولو څخه وژغورلاست، او د الله تعالی له طرفه د دې کار لپاره یوه ټاکلې مده ده ، دنیا خو هسي هم د بدلون، د چا د ناکامۍ او د چا د برلاسۍ ځای دی ، په یاد ولرئ چي الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي :


 (وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ
[زه نه پوهېږم کېدای شي دا ستاسي لپاره د ازمویني سبب او د ټاکلي مُدې لپاره د ګټي او استفادې شی وي] 


حضرت معاویه رضي الله عنه دا لنډ خو ژور ، بليغ او با مفهومه تقرير واورېد او په زړه کي یې واچاوه، یو ځل یوه سړي چي نوم یې ابو عامر وو ، حضرت حسن رضي الله عنه ته داسي خطاب وکړ : «اسلام علیکم یا مذال المسلمين! » اې د مسلمانانو ذلیلونکیه ! او دا ځکه چي د شاميانو سره دي جګړې ته ادامه ورنه کړه.  په ځواب کي حضرت حسن رضي الله عنه ورته وویل: ابو عامره داسي مه وایه ، ما مسلمانان نه دي ذلیل کړي ، بلکه صرف دا مي نه دي غوښتي چي زما د حکومت لپاره د هغوی وينه توی شي. او کله چي د حضرت معاویه رضي الله عنه حکومت جوړ شو وو په هم هغه کال حضرت حسن رضي الله عنه له خپل ورور حضرت حسين رضي الله عنه او خپلي کورنۍ سره مدينې منورې ته لاړل.


 حضرت حسن رضي الله عنه به چي کله هم د خپلو پيروانو او ملګرو له سيمي نه تېرېده ، هغوی به ملامتوه او ورته ویل به یې : ولي دي معاویه رضي الله عنه ته تنازل وکړ؟ خو حضرت حسن رضي الله عنه کریم د لوړ ظرفیت او حکمت خاوند انسان وو، هغه دا فیصله د غور او دقت وروسته کړې وه ، خپل زړه کي یې له هيچا سره کیني ته ځای نه ورکاوه ، د اعتراضونو او تاکیدونو ځواب یې هم نه ورکاوه ، او نه په خپل عمل او فیصله پښېمانه وو، بلکي قانع او راضي وو، که څه هم په زرګونو خلګ ورباندي خپه او ناخوښ وه، حتی چي د کورنۍ ځیني غړي او یو شمېر مخلص پیروان هم له دې پريکړي نه راضي نه وه، د ملامتیا دغه لړۍ د هغه ورځي  نه لږ وروسته پیل شوه ، او تر نن ورځي دوام لري ، په ډيرو زړونو او اذهانو کي ځای لري ، مګر حق او حقیقت دا دی ، چي د حضرت حسن رضي الله عنه دا پرېکړه د قدر او ارزښت وړ ده او د هر هغه چا د پاره د تقليد او پیروی وړ نمونه ده چي هغه د ورته حالاتو او شرایطو سره مخ شي .


هغه اقدام د ستایني وړ وو، د ستایني وړ دی او وي به ، دا امت یې له وینو تویولو نه وژغوره لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وړاندوینه کړې وه او دا ډول عمل یې ستايلی وو. له حضرت حسن رضي الله عنه سره د محبت او وفادارۍ مدعیانو به ویل : یا عار المؤمنین ،  اې د مومنانو لپاره د ننګ او شرم باعثه ! ده به په ځواب کي ورته وویل: « العار خیر من النار» ننګ شرم له اورنه غوره دی ، یعني ستاسي دا ننګ او طعن له هغه اور نه غوره دی چي د مسلمانانو د وینو تویولو له امله انسان ورسره مخ شي. ابو داؤد الطیالسي له زهیر بن نُفیرالحضرمي نه او هغه له خپل پلار نه روایت کوي او وایي: حضرت حسن رضي الله عنه ته مي وویل : خلګ ګمان کوي چي ته خلافت غواړې؟ به ځواب کي یې راته وفرمایل: د عربانو سرونه زما په لاس کي وه، له چا سره چي مي صلحه کوله ، دوی صلحه ورسره کوله ، او که مي د چا سره جګړه کولای ، نو دوی هم جګړه ورسره کوله، خو ما حکومت او خلافت د الله تعالی جل جلاله د رضا لپاره پرېښود، نو آیا اوس بیا د حجاز په څنډوکي اور بل کړم؟ حضرت حسن رضي الله عنه یو ځلي داسي هم ویلي : زه له دې نه وېرېدم چي د قیامت په ورځ به اویا زره ، او یا اتیا زره او يا له دې نه زیات یا کم کسان راته راوستل شي او د ټولو له رګونونه ویني رواني وي او د چا چي وینه توی شوې وي الله جل جلاله ته زما شکایت وکړي .


د حضرت حسن رضي الله عنه شهادت او د خلافت مُده
حضرت حسن رضي الله عنه ته زهر ورکړل شول، چي له امله یې وفات شو ، عمير بن اسحاق وایې : زه او د قریشو یو تن حضرت حسن رضي الله عنه ته ورغلو ، هغه راته وویل: ماته څو ځله زهر راکړل شويدي ، او هر وار له تېر وار نه سخت زهر را کړل شوي ، دا هغه مهال وو چي حضرت حسن رضي الله عنه د نزعې او ځکندن په حال کي وو. حضرت حسين رضي الله عنه تشریف راوړ، او سر ته یې کښېناست او ویې ویل:ورور جانه چا زهر درکړي دي؟ حضرت حسن رضي الله عنه ورته وویل غواړې ویې وژنې ؟ هغه ځواب ورکړ : هو. حضرت حسن رضي الله عنه وویل : که زهر راکونکی هم هغه وي چي زما ګمان ورباندي راځي نو الله تعالی تر ټولو سخت او شديد انتقام اخيستونکی دی. او په یوه بل روایت کي دا وروستۍ جمله داسي راغلې ده : «الله تعالی تر ټولو زیات قوي او د عبرتناک عذاب ورکونکی دی». او که هغه شخص چی زما ګمان او شک ورباندي راځي بې ګناه وي ، نو نه غواړم بې ګناه شخص د شک او شبهې پر بنا ووژنې.


  د حضرت حسن رضي الله عنه جنازې ته دومره خلګ راغلي وه، چي په بقیع کي د پښې ايښودلو ځای نه وو، واقدي له ثعلبه بن مالک نه روایت کړيدی چي وایي: هغه ورځ زه حاضر وم په کومه چي حسن رضي الله عنه وفات شو او په بقیع کي خاورو ته وسپارل شو ، په بقیع کي مي دومره زیات خلګ وليدل چي که دي ستن له پاسه را غور ځولې وای ، نو پر ځمکه به نه بلکه د کوم سړي پر سر به لوېده. د صحیحو روایاتو پر اساس حضرت حسن رضي الله عنه د وفات پر وخت ۴۷ کلن وو ، حضرت حسن رضي الله عنه په ۴۱ هجري کال د خپل قدرمن پلار په ځای خليفه وټاکل شو، د ۴۱ هجري کال په ربيع الاول کي یې له معاویه رضی الله عنه سره صلحه وکړه ،او همدې کال ته عام الجماعه د یوالي کال هم ویل کيږي ، د حضرت حسن رضي الله عنه د خلافت مُده شپږ میاشتي وه او په همدې سره د خلافت دیرش کلنه موده تکمیل او بشپړه شوه.


  د حضرت حسن رضي الله عنه صحيح دريځ 
 حضرت حسن رضي الله عنه چي له معاویه رضي الله عنه سره صلحه وکړه او له خلافت نه ور تېر شو په حقیفت کي دا يو پر ځای پرېکړه وه ، او دا همدومره حق په جانب او په ځای فیصله وه لکه څومره چي د یزيد په مقابل کي د حضرت حسین رضي الله عنه فیصله په ځای او حق په جانب وه ، ځکه حالات او په مختلفو ځایونو او وختونو کي پېښېدونکي حوادث د ځانګړي ګرمۍ او یا یخنۍ درلودونکي وي، او انسان د وخت او حالت د غوښتنو په رڼا کي فیصله کوي او تصميم نيسي ، هر ځای او هر وخت دريځ نشي غوره کېدلای ، او نه تل یو ډول عمل په ځای مطلوب وي ، د حضرت معاويه رضي الله عنه او زوی يې يزيد ترمنځ د سيرت، اخلاقو، خوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحبت ملګرتیا او اسلامي خدماتو له پلوه ، د ځمکي او آسمان توپیر موجود وو. 


له حضرت معاویه رضي الله عنه سره جګړې ته ادامه ورکول د مسلمانانو د ویني د تویولو او نه ختمېدونکي کشمکش په معنی وو، اسلامي ټولنه هغه وخت له داخلي او بهرنیو اختلافاتو تهديدونو او خطراتو سره مخ وه ، او هره شېبه د دې احتمال وو چي د بغاوت او ګډوډۍ نوي څپې په حرکت راشي ، او حضرت حسن رضي الله عنه د عراقیانو په روحیاتو له نورو نه ښه پوهېده او دا یې د سر په سترګو ليدلي وه، چي دا خلګ د ميدان ميړونه نه دي ، که څه هم په ښکاره د ملګرتیا ، پیروۍ او وفادارۍ ادعا کوي، خو د عمل په ډګر کي یې څو ځله حضرت علي رضي الله عنه یوازي پريښی ، له امر نه یې سر غړونه کړې، د جنګ او مقابلې په ځای یې د تېښتي او چل لاره غوره کړې، حضرت علي رضي الله عنه چي له دې خلګو نه څومره جفا، بې همتي او دوکه بازي ليدلې په خپلو خطبو، لیکونو او خبرو کي یې یادونه کړې وه ، هغه ټولي تجريبې د حضرت حسن رضي الله عنه مخ ته پرتې وې.

 

ماخذ: المرتضی، علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ــــــــــــــــــــــــــــــ

لومړنۍ برخه: د حضرت حسن رضی الله عنه ژوند او مناقب

 

سرته