تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت حسن رضی الله عنه ژوند او مناقب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 4, 2019
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بسم الله الرحمن الرحيم


د حضرت حسن رضی الله عنه د ژوند څو اړخونه له معاويه رضی الله عنه سره صلحه او شهادت يې ، د کربلا غمیزه، د صالح دنیوي حکومت د جوړولو هڅې، د حالاتو بدلون او د هغو هڅو افادیت او ارزښت . 

 

حسن بن علی بن ابي طالب رضي الله عنهما
حضرت حسن رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور بي بي فاطمې رضي الله عنها مشر زوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زړه ټکور وو چي  د الله تعالی په بندګانو کي له ټولو نه زيات خپل کريم بابا حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورته او مشابه وو. د صحیحو روایاتو مطابق په دریم هجري کال کي زیږیدلی، زیاتره روایتونه دا ښيې چي د شعبان په نیمایې کي او ځیني نور وایي چي د شعبان په وروستيو کي له رمضان نه یوه دوې ورځي مخکي پیدا شویدی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډیر ګران وو، مینه یې ورسره درلوده ، چي ماشوم وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم به يې کله مخ، غومبوري او شونډي مچولې، او کله به یې د هغه ژبه پخپله خوله کي نيول او زبيښل به یې، کله به يې په غیږ کي اخیست ، کله به يې پر مبارکه سینه او نس کښیناوه، ځیني وخت به داسي هم کېدل چۍ رسول الله صلی الله علیه وسلم به په سجده پروت وو او هغه به راغلی او پر مبارکه شا به يې کښېناستی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې له امله سجده اوږدوله او کله به یې له ځان سره منبر ته هم پورته کاوه.  


زهري له حضرت انس رضی الله عنه نه روایت کوي  چي حسن بن علي رضی الله عنهما  له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډير ورته والی او مشابهت درلود. حضرت حسن رضی الله عنه د خپل پلار حضرت علي رضی الله عنه په زړه کي هم خاص مقام درلود، هغه ډیر د قدر په سترګه ورته کتل او هغه هم د احترام او درناوي معامله ورسره کوله. یوه ورځ علي رضی الله عنه ورته وویل: کله تقریر او خبري وکړه چي زه یې هم واورم. حسن رضی الله عنه ورته په ځواب کي وويل: زه شرمېږم چي ستا په وړاندي خبري وکړم، نو بله ورځ حضرت علي رضی الله عنه په دا سي ځای کي کښېناست چي حضرت حسن رضی الله عنه نه ليده حضرت حسن رضی الله عنه پاڅيد خلګو ته يې ښه تقرير او بیان وکړ. حضرت علي رضی الله عنه غوږ ورته نیولی وو، کله چي یې خبري پای ته ورسولې، نو علي رضی الله عنه دغه ایت تلاوت کړی:


 (ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ)
[دا یو نسل دی چي ځیني یې د نورو اولاده ده او الله جل جلاله اورېدونکی اوعليم دی] 


خوی او خواص
حضرت حسن رضي الله عنه به ډيري کمي خبري کولې، اکثره وخت به یې چي خبري کولې ، نو چا به یې په وړاندي سونګ نه شوی وهلی، يعني ژبه به یې نه شوی خوځولی، په دعوتونو او بلنو کي یې ډير ګډون نه کاوه، په جګړه او جنجال کي یې ځان نه اچوه، د چا په کارونو کي یې مداخله نه کول، او چي مراجعه به ورته وشوه، نوپه دلیل سره به یې خبره کوله او خلګو ته به یې قناعت ورکاوه. درې ځلي یې د الله جل جلاله په لار کي مال او شتمني لګولې ، دوه ځله خو یې ټول مال د الله جل جلاله د رضا لپاره خیرات کړ، او د ځان لپاره یې هیڅ نه وو پرېښي، پنځه ويشت ځلي پياده (پلي) حج ته تللی او هر ځل به یې د قربانۍ څاروي مخکي مخکي روان وو.


د حضرت حسن رضی الله عنه په اړه نبوي زیري
 له حضرت حسن او حضرت حسین رضی الله عنهما نه به چي کوم یو په آس سپور وو ، حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما به راغی د آس رکاب او او واګۍ به یې ونیوی، دا یې د ځان لپاره ویاړ او شرف باله، کله به چي د دوی دواړو نه یوه طواف کاوه ، نو خلګ به د سلام او مصافحې لپاره داسي ورباندي راټولېدل لکه بوراګان په شمع، او د ددې وېره به وه چي هسي نه څه تکليف ور ونه رسیږي. له حضرت حذیفه رضي الله عنه نه په مرفوع روایت را نقل شوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :


 الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ. (رواه الترمذي) 
[یعني حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران دي]


د دې حدیث نور سندونه هم شته ، همدارنګه پدې باب له حضرت علي رضی الله عنه ،جابر، بریده او ابوسعید رضي الله عنهم نه هم روايتونه را نقل شويدي. په بخاري شریف کی له حضرت ابوبکر رضي الله عنه نه روایت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مي د منبر د پاسه پداسي حال کي ولید چي حضرت حسن رضي الله عنه هم ور سره ناست وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به یو ځل خلګو ته کتل او یو ځل يې حسن رضی الله عنه ته ،  بیا یې وفرمایل زما دا زوی سردار دی، هیله لرم چي الله تعالی به یې د مسلمانانو د دوو ډلو ترمنځ د صلحي او مصالحې سبب وګرځوي. امام احمد بن حنبل رحمه الله وایې چي هاشم بن قاسم راته وویل : مبارک بن فضاله راته ویلی چي موږ ته حسن بن ابي الحسن ويلي چي ابوبکر رضي الله عنه ویلي: یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه امامت کاوه چي سجدې ته لاړ، نو حسن بن علي رضي الله عنهما يې پر مبا رکه شا  ور کېناست ، څو ځله دا ډول حالت تکرار شو ، او خلګو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ ، چي موږ وینو څومره مینه چي له حسن رضي الله عنه سره کوې له بل چا سره هومره مينه نه کوې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل :زما دا زوی سردار دی ، الله تعالی جل جلاله به د ده په واسطه د دوو مسلمانانو ډلو تر منځ صلحه کوې ، په یوه بل روایت کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسن رضي الله عنه  په باره کي فرمايي ، چي زما دا زوی سردار دی، الله تعالی جل جلاله به د ده په واسطه د مسلمانانو دوې لوي ډلي سره یو ځای کوي.


 په بل حدیث کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : زما دا زوی سردار دی هيله کوم چي الله جل جلاله به یې تر هغي ژوندی وساتي تر څو چي د دوو لویو اسلامي  ډلو ترمنځ صلحه راولي. دا حدیث د اصحابو رضي الله عنهم یوې ټولګی روايت کړيدی. له حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چي یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت حسن رضي الله عنه په خپله مبارکه شا کښېنولی وو او روان وو، یو کس ولید او ویې  ویل:  نعم المرکب رکبت یا غلام : اې هلکه ! په ډیر غوره سورلي سپور شوی یې » نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرما یل ، «ونعم الراکب. او سور (راکب) هم بهترين او غوره دی. 


نعیم وایې : ابو هریرة رضي الله عنه راته وویل: کله چي حضرت حسن رضی الله عنه وينم له سترګو مي اوښکي رواني سي ، دا ځکه چي یوه ورځ په منډه راغلی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه غيږ کي کېناست حضرت ابوهریرة رضي الله عنه خپله ږیره په لاس کي کلکه ونیوله او ويې ښودله ، چی حضرت حسن رضي الله عنه هم دا شان د رسول الله صلی الله علیه وسلم ږیره مبارکه کلکه راونیول  او رسول الله  صلی الله علیه وسلم و فرمایل: اللهم إنى أحبه فأحبه. [یا الله ! زه محبت ورسره لرم ته هم محبت ورسره وکړه ] او دا خبره یې درې ځله تکرار کړه.

 


 

ابن عساکر ویلي : د حضرت حسن رضي الله عنه قصه ده چي یو ځل په مدینه منوره کي د یو څلور دېوالي تر څنګ تېرېده، ویې لېدل چي یو تنکی حبشي ځوان ناست دی، په لاس کي یې ډوډی ده مخي ته یې یو سپی هم ولاړ دی، هغه ځوان به یوه مړۍ خپله خوړله او یوه به یې سپي ته ور اچول ، په دې ترتیب سره یې ډوډۍ خلاصه کړه ، نیمه یې خپله وخوړه او نیمه یې سپي ته ور واچوله، حضرت حسن رضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه چي خپله برخه ډوډۍ دي ولي سپي ته ورکړه؟ او ځان ته دي زيا ته وانه خیستل؟ هغه حبشي ځوان ورته وویل: سترګي مي د دې سپي له سترګو نه  شرمېدلې، چي د ځان لپاره زياته واخلم، حضرت حسن رضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه د چا غلام یې ؟ هغه ورته وویل : زه د ابان بن عثمان رضي الله عنه غلام یم ، حسن رضي الله عنه ورته وويل :

دا باغ د چا دی ؟ هغه ځوان ورته وويل دا هم د ابان دی ، حضرت حسن رضی الله عنه ورته وویل : قسم در کوم تر څو چي زه نه یم راغلی ته به له دې ځایه نه خوځېږې، بیا حسن رضی الله عنه هغه باغ او غلام د خپل مالک نه رانیول، بیرته هغه غلام ته راغی او ورته ویې ويل : ماته رانیولې ، غلام پاڅېد او ویې ويل :د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د احکامو څخه وروسته به ستا اوامر منم. حضرت حسن رضی الله عنه ورته وويل : ته زما لخوا ازاد یې ، او دا باغ مي هم درته هبه کړ.


د حسن رضي الله عنه په هکله د رسول الله ﷺ د وړاندویني ارزښت او نفسياتي اغېزې يې
د سیدنا حسن رضي الله عنه په باره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وړاندوینه چي الله تعالی جل جلاله به د ده په واسطه د دوو مسلمانانو ډلو ترمنځ مصالحه راولي ، یوازي اطلاع او د نورو خبرونو په څېر خبر نه وو چي حسن رضي الله عنه او نورو مسلمانانو به اورېده او تصدیق به يې کاوه ، بلکه دا پېشګويې د حضرت حسن رضي الله عنه لپاره د یوې لار ښودونکي اشارې او داسي تلقین حيثيت درلود چي په ټول ژوند کي یې د هغه لپاره مسير وټاکه ، د هغه تمايلات او اعمال یې په یوه خاص قالب کي واچول ، او همدا يې د ژوند معیار وګرځېد، په یقین سره ویل کېدی شي چي دا جمله به د حضرت حسن رضي الله عنه د زړه تل ته کوزه شوې وي ، په دماغ کي به یې ځای نيولی وي ، په وينه او رګونو کي به یې ګډه شوې وي  او د رسوالله صلی الله علیه وسلم د وصيت په توګه به یې منلې وي.


دا هم ضروري ده چی کله حضرت حسن رضي الله عنه له خپل عظیم بابا حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دا خبره او رېدلې وي ، نو دا احساس به یې کړی وي چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفقت او محبت نښه ده. شاید هغه وخت به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک مخ کي د خوشحالۍ نښي او په مبارکو سترګو کی د امید وړانګي ليدلي وي ، او له همدې امله یې دا اطلاع یا جمله د خپل ژوند ستر هدف ، لوړي نمونې او د خپل راتلونکي د لارښود او اصل په توګه منلې او قبوله کړې وه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وړاندویني اغېز د حسن رضي الله عنه له حرکاتو او سکناتو نه څرګندېدله ، آن تر دې چي هغه خپل ماجد او کریم پلار ، هغه پلار چي د شفقت او مهربانۍ نمونه وو، الله جل جلاله په فطري توګه لوړ کمالات او فضایل ورکړي وه، هو همداسي جليل حکیم او عظیم پلارته همدا حق پېژندونکی او نېکبخته زوی د عثمان رضی الله عنه له شهادت نه وروسته داسي وړانديز کوي او ورته وایې : 


پلاره ! لاړشه ، چېرته پټ شه ، هر چېرته چي ځې لاړشه ، تر څو د عربو دماغ صحیح کار وکړي،  په سد راشي ، عقل یې بيرته فعال شي ، او کله چي د هغوی عقل سرته راشي نوته که په کوم غار کي پټ شې ، لټوي به دي ، او دېته به ضرورت نه وي چي ته ځان وروښیې ، خلګ به په خپله درځي او غوښتني به درنه کوي چي بیعت قبول کړې . او بل ځای هغه وخت چي حضرت علي رضي الله عنه له شامیانو سره د جنګ اراده وکړه، تیاری یې ونيوی او د روانېدو په حال کي وو تر څو د خپلو حريفانو سره مقابله وکړي، په دې وخت کي حضرت حسن رضی الله عنه ورته وویل: « يا أبتي دع هذا » پلاره ! دا  اراده دي بدله کړه ، ځکه په دې کي به د مسلمانانو ډیري ويني توی شي، او له امله به یې د مسلمانانو ترمنځ نه ختمېدونکي اختلافات او مقابلې رامنځته شي. 


ښکاره ده چي داسي زوی خپل قدرمن پلار ته دا سي خبري کوي ، حتماً به د هغه په زړه، دماغ او ضمیر کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندویني او دعاګانو اثر وي . حضرت علي رضي الله عنه د خپل زوی دغه وړاندیز ونه مانه ، ځکه هغه نه خوښول خلګ د شک او اشتباه په حالت کي همداسي پرېږدي ، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر غوښتني ، د خلافت تقاضا او حقدارو ته د حق سپارلو مسؤلیت د دې ايجاب کاوه چي همداسي یو اقدام وشي ، دا د هغه رایه وه او قرآنکریم فرمایې: 


« وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا »
[د هر چا لپاره یو لوری دی چي مخ ور اړوي] 


ان شاءالله نور بیا...

 

ماخذ: المرتضی، علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورپسې لیکنه: د سیدنا حسن رضی الله عنه خلافت او له معاویه رضي الله عنه سره صلحه

سرته