تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کعبې شریفي بناء او حجر الاسود (۵۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۰ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بالآخره قریشو کعبه شريفه د سم تعمیرولو په نیت ونړول، مګر د کعبې شريفي د هغه وخت بِناء او تعمير داسي نه ؤ لکه دغه اوسنۍ بِناء، د دغه څخه يې فرق درلودى، هغه دا چي دغه (حِجرِ اسماعيل) دغه ګول او ګردئ ځاى چي د کعبې شريفي و بغل ته دېوال پر را ګرځېدلى دى او (حَطِيم) هم ورته ويل کيږي، دا هم په کعبه شريفه کي داخل ؤ، ټوله يوه خونه وه او بل کعبې شريفي دوې دروازې درلو دې چي يوه يې دغه اوسنۍ دروازه وه او يوه بله دروازه يې د دغې دروازې پر برابري په هغه مقابل طرف کي درلودل او دواړي دروازې يې کښته پر مځکه وې او خلاصي به وې خلك به د يوه طرفه ور ننوتل او د هغه بله طرفه څخه به وتل، لکه څرنګه چي په بخاري شريف کي حديث دى چي رسول الله ﷺ  د مکې مکرمې تر فتحه کولو وروسته و حضرتِ عائشې رضی الله عنها  ته فرمايي: يا عائشه! که چيري ستا قوم يعني: قريش د کفر  و وخت ته نژدې نه واى ما به کعبه نړولې واى او د ابراهيم علیه السلام  پر اساس به مي جوړه کړې واى او دغه حِجر به مي پکښي داخل کړى واى او دوې دروازې به مي ورکړي واى چي د يوې څخه خلك ور ننوزي او پر هغه بله وزي، دا په صحيح البخاري کي د کعبې شريفي د پخوانۍ بِناء کومه چي ابراهیم علیه السلام  جوړه کړې وه صفت او بيان دى. 


اوس چي قريشو د کعبې شريفي په بِناء شروع وکړه هغه مال چي دوى را ټول کړى ؤ د کعبې شريفي د پوره جوړولو د پاره لږ ؤ، قريشو و ويل: دومره به جوړه کړو چي په دغه را ټولو سوو پيسو جوړيدلاى سي، ځکه اوس د دوى د پاره دوې لاري وې چي د هغو څخه به يوه اختياروي، هغه دا چي: يا به نوري پيسې ټولوي پر حلالو او حرامو به يې نه کيږي يا به کعبه شريفه د پيسو د نېستي والي په سبب کمه او ناقصه جوړوي، قريشو دغه دوهمه لار خوښه کړه، که څه هم دوى کولاى سواى چي نوري پيسې ټولي کړي مګر هغه پيسې به د ظلم، ربا، يا داسي نور حرام مال څخه واى، نو يې دا ښه او بهتره وبلل چي کعبه شريفه به دومره جوړه کړو څومره چي په حلال مال جوړيږي، خو نجس او حرام مال به نه په ګډه ؤ، پسله دغه فيصلې يې د ډبرو په ايسته کولو شروع وکړه، دغه د دېواله ډبري ايسته کوي يوه طرف ته يې ايږدي. 


کوم وخت چي د دېوالو د نړېدلو څخه فارغه سوه غواړي چي اساس او تاداو يې هم وکِني او د هغه تاداو څخه يې نوې جوړه کړي، نو يې تر دېواله لاندي حصه دننه په مځکه کي هم وکندل، کوم وخت چي مځکه يو څه کښته سوه، وې ليدل چي په مځکه کي زرغونې ډبري دي او دغه ډبري د اوښانو د بوکو پر اندازه دي، يوه ډبره د بلي و څنګ ته اوډل سوي پرتې دي، دوى ډير په تعجب کي سوه نو د دوى څخه يوه نفر دا إراده وکړه چي دغه ډبري هم را وکاږي، کوم وخت چي يې کُلنګ تر يوه ډبره لاندي کړی او ډبره يې لږ را پورته کړه د ډبري د کښته يا لاندي څخه يو شديد نُور او روښنايي را ښکاره سوه، دومره قوي رڼا وه چي قريبه وه دغه سړئ د دغه رڼا په سبب ړوند سي، کُلنګ يې د لاسه څخه ولوېدى او ډبره بيرته پر هغه خپل ځاي ولوېدل، قريشو چي دا حالت وليدى ويل: په زرغونو ډبرو کار مه لرى پر دغو ډبرو دېوال پورته کړی، نو يې شا وخوا ټول دېوال تر دغه زرغونو ډبرو پوري ايسته کړی او د دغه زرغونو ډبرو څخه يې نوې بِناء شروع کړه، دېوال پورته سو ترڅو چي د حجر اسود و اندازې ته و رسېدى.

 


 

د کعبې شريفي په نوې بناء کي د حجر اسود ايښوول
اوس د کعبې شریفي په بِناء کي حجر اسود ايښوول کيږي او بيا نور دېوال پر پورته کيږي، دلته د قريشو هر مشر غواړي چي حجراسود دئ پر دغه خپل ځاى کښيږدي او حجر اسود خو در معلوم دى چي هغه مشرفه او مبارکه ډبره ده چي د کعبې شريفي په بِناء کي کار سوې ده، بلکه د مځکي پر مخ هغه ډيره مشرفه ډبره ده او د هغې په باره کي زموږ عقيده دا ده چي دا يوه ډبره ده چي نه ضرر رسوي او نه فايده، لکه څرنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي کوم وخت چي حضرتِ عمرِ فاروق رضی الله عنه راغلى او غوښتل يې چي حجر اسود مچ کړي نو يې په داسي لوړ آواز چي خلك يې واوري و ويل: والله زه پوهېږم چي ته ډبره يې نه فايده رسولاى سې نه تاوان، که ما رسول الله ﷺ  نه واى ليدلى چي ته يې مچولې ما به نه واى مچ کړې، نو اوس هم موږ دغه ډبره مچوو، نه په دې سبب چي چا ته نفعه يا ضرر رسوي او نه په دغه ډبره کي د اُلوهيت او خدايي يو شئ سته بلکه صرف د رسول الله ﷺ  متابعت دى که هغه ﷺ  نه واى مچ کړې موږ به هم نه مچولاى، زموږ د پاره د حجراسود مچول سنت دي او رسول الله ﷺ  ولي حجراسود مچ کړى؟ ځکه دا د جنت د ډبرو څخه يوه ډبره ده، دا خو مو مخ کي په تفصیل سره و ويل: چي حجر اسود د ابراهیم علیه السلام  او د کعبې شریفي د پاره د جنته څخه را وړل سو او دغه ډبره د مځکي د ډبرو څخه نه ده. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته