تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم اسباب: دکلیسا لخوا تحریف ظلم او خرافات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2019
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱- په غرب کي د علمانيت د ظهور اسباب
په غرب کي د علمانيت خپروای د هغه ځای د تاريخي، ديني، اجتماعي، سياسي، علمي او اقتصادي ظروفو له امله وو، چي مخکي ئې يادونه سوې ده. ترټولو ښکاره او مهم ظروف او اسباب چي به غرب کي ئې د علمانيت یا سیکولرزم خپرولو منفوري تجربي ته لار هواره کړه، په لاندي ډول يادولای سو:

 

۱-۱: د کليساوالو طغيان او سرکښي
په منځنيو پېړيو کي اروپا د کليسا د مذهبي مشرانو د ظلم، استبداد او طغيان لاندي کېده، د دوی فاسد احوال، د خپلو خواهشاتو د تر سره کولو او شهواتو د سړولو لپاره د ديني سلطې څخه استفاده او بې پايانه ظلم په اروپا کي د دين څخه بې زاري زياته کړه، د کليسا دا بې لاري تر دين پوري يوازي تعلق نه درلود، په دين کي له هر ډول تحريف سره سره اقتصادي، سياسي او ټولنيزو بې لاريو ته ئې هم لاره هواره کړه، په دين کي د تثليث د عقيدې ايجاد او د لومړی ميلادي پېړۍ راهيسي د يهودو د دسيسيو او د هغو لاسو وهنو له امله چي د عيسويت په داخل کي ئې کړي ول اروپايي ټولنه نوره هم د سيکولريزم عقايدو ته ورننوتل.


کليسا ځان ته د لوړي مقدسي مرجع مقام ځان ته ورکړی وو، تر دې چي ځان ئې د الوهيت تر مقام لوړ باله، حل او حرمت او په دين کي زياتوب او کمونه ئې د ځان مسلَم حق ګاڼه، هيچا ورباندي د اعتراض کولو نه حق او نه هم حتی په دې اړه د نظر څرګندولو توان درلود، هغه که به د هري مرتبې څښتن وو، که به چا په دې اړه څه ويلي وای، نو دا به ورته د ځان د کافرولو(!) او لعنت منلو په قيمت تمامېده...

 

سنتي کول واجب وه، د دوی لخوا حرامه وګرځول سول، ميتة (د مردار سوي حیوان غوښه) حرامه وه، هغه مباح وګرځول سوه، بتان او تماثيل شرک او بت پرستي وه، خو دوی د تقوی تر ټولو ښه تعبير همدغه باله، د ديني اشخاصو لپاره نکاح حلاله وه، خو دوی دا کار منع کړ.


د تثليث او نور منحرف عقايد او نظريات د کليسا لخوا همدې دين ته داخل کړل سول، د صليب تقديس او له ځانه سره لېږدول لازمي وګرځول سول، صکوک الغفران (خلکو ته د بخښني ټکټ او سند ورکول) او په کليسا کي د قسيسانو په مخ کي د ګنهاګاره شخص څخه د ګناهونو اعتراف اخيستل ئې د دين اجزاء وګرځول، تر دې چي کله به دا شخص د کليسا والو په مخ کي پر خپلو ګناهونو اعتراف وکړ، د قسيس لخوا به هغه ورته بخښل کېدله!! (۹: ص:۲۵۵)

 

شيخ عبدالرحمن عبدالخالق ويلي دي، چي د اروپا کليسا د کفر، زنديقيت او الحاد د نشرولو لپاره کله کله مستقيم او کله کله غير مستقيم سبب بلل کېږي، ځکه چي ددې دين پيروانو (قسيسان او راهبان) په خپل دين کي زيات خرافات او... ګډ کړل او هغه ئې ديني عقايد وبلل. (۱۹: ج:۱ ص :۱۲۷)

 

 کليسا د مځکو تر ټولو د لوی ملکيت خاوندان ګرځېدلي وه... کليسا به د زراعتي مځکو پراخي ساحې کليسا ته د وقف په ډول په خپل ملکيت کي راوستلې... (۲۶: ج: ۱، ص: ۲۸)

 

(ويکلف) وايي: په انګليستان کي پراخي مځکي کليسا په خپل ملکيت کي راوستلې، او له پاته کسانو څخه به ئې درودند باج اخيسته، هغوی ددې اوقافو د لغوه کولو غوښتنه کول او کليساوال ئې په دې سره متهمول، چي دوی د قيصرانو تابع دي، د الله تابع نه دي...)

 

 کليسا پر خپلو اتباعو مختلفي ججې لازمي کړې وې، کومي مځکي چي به د کليسا په ملکيت کي نه وې، د هغوی له خاوندانو څخه به ئې د مځکي د حاصلاتو پر سره په زوره زياته اندازه باج اخيسته. په همدې توګه که به د چا په وسع وه، يا نه وه، دغه د ظلم او طغيان چپه مېچني ورباندي څرخېدلي او د علمانيت، سيکولريزم او له دينه څخه د بې زارۍ روحيه ئې پياوړې کړل. د کليسا همدا بې سرحده واکمني دې ته لاره هواره کړل، چي خلک په مطلقه توګه له دينه مخ واړوي...

 

۱-۲: د کليسا او علم ترمنځ شخړه
د کليسا او علم تر منځ شخړه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د عقلي نظرياتو د خپراوي بازار تود سو او د طبيعي او ساينسي علومو پوهانو د کليسا د منحرف دين د تقليد څنځيرونه سره وشلول، له همدې امله کليسا د دوی پرضد قيام وکړ او د دوی ويني او مالونه ئې مباح وګرځول او سختي – سختي سزاګاني ئې ورته وټاکلې. 

 

۱- قسيس (کوبرينق) کليسا په دې تور ونيوی، چي د بطليموس د هغې نظريې په اړه ئې خپل نظر ښکاره کړی وو، چي مځکه ئې د کائناتو مرکز باله او ويلي ئې وه، چي ټول سماوي اجرام د مځکی چاپېر راګرځي.

 

ده په خپل کتاب (حرکات الاجرام السماوية) کي خپل مخالف نظر ښکاره کړی وو، له همدې امله کليسا همدا کتاب او د هغه خپرول بند کړل، او دی د تفتيش د محکمې لخوا ونيول سو. کليسا وويل، چي په دې کي شيطاني وسوسې سته، چي د انجيل د روح سره مغاير دي...

 

۲- مشهور طبيعی پوه (جيوردانو برونو) هم د کليسا لخوا د ده د هغو نظريې له امله تعذیب کړل سو، چي د عالمونو د تعدد په اړه ئې ښکاره کړې وه، او د کوبرنيق نظريه ئې هم منلې وه، نو د تفتيش محکمې لخوا بندي سو او په بند کي ئې شپږ کاله تعذيب کړ، کله چي ئې پر خپلو نظريتو اسرار وکړ، د محکمې لخوا ورباندي په داسي طريقه د وژلو حکم وسو، چي وينه به نه پکښي ځني بهېږې.... له همدې امله ئې په (۱۶۰۰) ميلادي کال کي ژوند وسوځاوه.

 

۳- ګاليله چي تیلیسکوپ ئې جوړ کړ هم د داسي کړنو سره مخ سو، هغه په تیلیسکوپ کي د خپلو مشاهداتو پر بنسټ د (کوبرنيق) نظريه تائېد کړه او د مځکي د دوران نظريه ئې ورکړه، کليسا بندي کړ او درې کاله ئې مسلسل هره هفته اوه ځلي د پښېمانۍ د تورو په ويلو مجبور کړ، کله چي ګاليله د برونو انجام ته متوجه سو، وبېرېدی او د محکمې د رئېس مخ ته پر ګوڼدو سو او له دې نظريې څخه ئې انصراف وکړ او توبه ئې وکښل!!! 

 

د کليسا او علم تر منځ همدا شخړه ددې سبب سوه، چي اروپایان د کليسا او دين پر خلاف په ټينګه ودرېږي او له دين سره هر قسم اړيکه پرې کړي. 

 

ماخذ: علمانیت یا سیکولرزم

سرته