تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوی د اند خدايان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 6, 2018
  0

ليکنه: اَنفال


د ۲۰۱۷/۱۰/۲۴ نېټې کيسه ده. له ټولګۍ را ووتو. يو هندو ټولګيوال راسره ملګری سو. نوم ئې کارتيکې او په ډلهي کي اوسېږي. زما سره په جامعة ملية اسلامية پوهنتون کي يو ځای محصل دئ. د درس اړوند ئې پوښتنه وکړه، چي ور سره بلد سوی يم، که نه.


و مي ويل: د هندومت اړوند معلومات نه لرم، نو ځکه په هندي ادبياتو کي ستونزه لرم.


و ئې ويل: زه مرسته درسره کولای سم.


و مي ويل: مننه. زه بايد د هندومت اړوند څه ناڅه مطالعه وکړم. آيا غير هندو ستاسي د هندومت ديني کتابونه لوستلای سي؟ په يهوديت کي غيري يهودي ته اجازه نسته، چي د هغوی ديني کتاب تلمود ولولي. ستاسي په دين کي خو داسي نه ده؟


و ئې ويل: هو، کولای سي و ئې لولي. هيڅ ستونزه نسته.


و مي ويل: زموږ د دين تر ټولو لوی او مهم کتاب قران کريم دئ، چي د الله جل جلاله له خوا پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نازل سوی دئ. ستاسي په دين کي هم داسي یو کتاب سته، چي هغه تر ټولو معتبره او مهم وي؟ نوم ئې راته وليکه. غواړم و ئې لولم.


په چورت کي سو. قاطع ئې نه سوای راته ويلای، نه پوهېده، چي کوم کتاب را وښوي.


ورته و مي ويل: خپل ديني کتابونه نه دي درمعلوم؟


خجالت سو و ئې ويل: يه، را معلوم دي، خو د هندوايزم (هندومت/ هندو دين) مشکل دا دئ، چي...


په خوله کي ور ولوېدم. و مي ويل: مشکل؟!


خبره ئې را وګرځول. و ئې ويل: نه، خو سيکولران ئې مشکل بولي. سيکولر هنديان د ملحد او سيکولريزم د الحاد په معنا نه کاروي. دوی سيکولر کليمه هغه چا ته استعمالوي، چي د دين پيرو وي، خو پابنده ئې نه وي.


ور ته و مي ويل: زه يو مذهبي کس يم او له يو مذهبي چا مي پوښتنه کړې ده. داسي ځواب مه راکوه، چي شک را ته پيدا کړي. 


زما د خبري سره ئې فکر وکړ، چي خپله خبره جوړه کړي. خو نه وسوه. و ئې ويل: خير و به وايو، چي "مشکل". پوه سوم، چي خبره نه سي جوړولای. 


پرې مي ښووی. خپله خبره ئې داسي پوره کړه: د هندوايزم مشکل دا دئ، چي دوه ويشت زره خدايان لري. د هر چا چي هر خدای خوښ وي، د هم هغه عبادت کوي، نو ځکه ئې کتابونه هم ډېر دي او يو داسي معلوم کتاب نه لري لکه قرآن او نه ټول هندواڼ په خپلو ټولو کتابو خبر دي. هندوايزم داسي دين نه دئ، لکه اسلام او عيسايت، چي يو خدای لري او د هم هغه يوه خدای عبادت کوي. 


په ذهن کي مي راغله، چي په دې هم پوهېږي، چي په دين کي ئې مشکل سته، خو بيا هم ورته معتقد دئ!! او ورسره مي دغه آيت شريف هم فکر ته راغی:


(خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ.) (سورة البقرة، ۷ آيت)
ژباړه: الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دئ او د هغوی پر سترګو ئې پرده غوړولې ده او دوی ته لوی عذاب ټاکل سوی دئ.


و مي ويل: مهابهارت څه شي دئ؟
و ئې ويل: هو، مهابهارت او راماين د هندوايزم مشهور کتابونه دي او هر هندو ئې پېژني.
و مي ويل: دا څه شي دي؟
و ئې ويل: حماسې دي.
و مي ويل: د احکامو کتاب مو کوم يو دئ؟
و ئې ويل: بَګْوَتْهـ ګيتا.


ور ته و مي ويل درې سره را ته وليکه او د چا انګرېزي ترجمه واخلم؟ د هغه نوم هم راته وليکه.


د کتابو نومان ئې را ته وليکل. د اختياري مضمون صنفونه مو بېل وه. مخه ښه مو سره وکړه.


زړه نا زړه وم. دا فکر راسره وو، چي و ئې لولم که نه؟ د خپل دين له مخي ئې اجازه لرم او که نه؟ له ځينو ملګرو سره مي خبره شريکه کړه. ټولو ئې له لوستلو منع کړم. (علماء وايي چي یوازي متبحر دیني عالم ته اجازه سته چي پوره عالم او د ادیانو مختصص وي ترڅو ددغو کتابونو بطلان او رد وکړي ).


ورځي تېري سوې. درس منظم روان وو، خو د ټولګيوالو تر منځ مو مذهبي بحث نه وو سوی، خو په فارغه وخت کي مي د هندومت اړوند څه ناڅه مطالعه کول. يوه ورځ (۲۰۱۸/۲/۱۳) له درس وروسته د کانتين مخ ته د يوې ټولګيوالي سره مخامخ سوم. په خوشحالي ئې و ويل: سبا (۲۰۱۸/۲/۱۴) رخصت يو. مهاشيو راتهري ده.


و مي پوښتل: په دې ورځ څه سوي دي؟


و ئې ويل: شيوجي پيدا سوی دئ.


د پوهېدو په دود مي سر ورته و ښوروی. ولاړم کارتيکي مي پيدا کړ. دوه نور ملګري هم ور سره وه. د اختياري مضمون پوښتنه مي ورڅه وکړه. درس ئې نه درلود. د مجلس غوښتنه مي ورڅه وکړه. خوښه ئې کړه. ورته و مي ويل: دوی ويل سبا رخصت يو. ستاسي د مذهب کومه خاص ورځ ده. ويل ئې شيوجي پيدا سوی دئ. شيوجي څوک دئ؟


و ئې ويل: له شيوجي څخه ئې مطلب شيوا دئ. "شيو" يعني "شيوا" او "جي" د احترام په خاطر ور پوري تړي. پوه سوم. شيوا د هندواڼو په عقيده د دوی يو خدای دئ. او ور پسي زياته ئې کړه: "شيوراتهري" هم د ده نامه ته منسوبه کليمه ده. له "مها شيو" څخه ئې مطلب "شيوا" او "راتهري" يا "راتهـ" شپې ته وايي. معنا د شيوا شپه.

 

ومي پوښتل: په دې شپه څه کوئ؟


وئې ويل: د شيوجي او د هغه د دوو زامنو ګڼېش او کارتيکې عبادت کوو. 


اصلاً په هندوايزم کي دوې شيوراتهري سته. يوه هغه شپه ده، چي دی پکښي زېږېدلی او بله هغه شپه ده، چي واده ئې کړی دئ.


و مي ويل: تا يو ورځ وويل، چي په هندوايزم کي دوه ويشت زره خدايان دي...


ده راسره تائید او ملګری ئې په خوله کي را ولوېدئ. و ئې ويل: دودېرش زره خدايان. بل ملګري ئې چي له ده سره ئې سم خبره پيل کړې وه، و ويل: دوه سوه خدايان.


و مي ويل: دوه ويشت زره، دودېرش زره او دوه سوه خدايان! په هر صورت، زه چي تر کومه ځايه مطالعه لرم، د هندوايزم اړوند کتابونه د خدايانو دقيق شمېر نه ليکي. يوازي داسي ليکي، چي په هندو ايزم کي ډېر خدايان سته. درو سرو تائيد کړه. و مي پوښتل: آيا د هر خدای له پاره مو د عبادت يوه ورځ خاص کړې ده؟ که مو خاص کړې ده، نو بيا مو د کال ۳۶۵ ورځي بسيږي؟


و ئې ويل: يه، د هر خدای له پاره خاص ورځ نه لرو. موږ يوازي شل خدايان پېژنو. نور بيخي نه پېژنو.
ذهن ته مي راغله دا نو هغه ځای دئ، چي قرآن کريم ئې داسي راته ښيي:

 (أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ) (سورة الاعراف، ۱۷۹ آيت)


پسي زياته ئې کړه: په هندوايزم کي دوې فريقې دي. يوه د شیوا عبادت کوي او بله د ويشنو عبادت کوي.


و مي ويل: د هندوايزم اړوند لیکونو کي راځي چي د هندواڼو په عقيده درې لوی خدايان ښوول سوي دي، چي لومړی برهما، دوهم ويشنو، درېيم شوا دئ. برهما د هندواڼو په عقيده د خلقت خدای دئ، ويشنو د شيانو د ساتني او کنټرول خدای دئ او شيوا د شيانو د له منځ وړلو خدای دئ. خو ته وايې، چي هندواڼ د ويشنو او يا شيوا عبادت کوي. يعني د برهما عبادت نه کوي؟


و ئې ويل: هو، برهما لومړی خدای دئ، چي خلقت کوي، خو خاص ورځ نه ده ورته انتخاب سوې او نه ئې عبادت کيږي. که کيږي هم، ډېر لږ کيږي.


و مي پوښتل: ولي ئې عبادت نه کيږي؟


و ئې ويل: پر برهما لعنت ويل سوی دئ، ځکه ئې عبادت نه کيږي.


حيران سوم. له ډېره تعجبه مي سواليه "اَه" تر خوله را ووت. ومي پوښتل: څنګه لعنت پر ويل سوی دئ؟


و ئې ويل: شيوا لعنت پر ووايه، او ورته و ئې ويل، چي ستا عبادت دي نه کېږي.


په تلوسه مي و پوښتل: ولي ئې لعنت پر و وايه؟


و ئې ويل: برهما خدای شيوا خدای ته درواغ ويلي وه، ځکه شيوا خدای لعنت پر ووايه.


حيرانتیا اخيستی وم. له ځان سره مي ويل: د هغه دين به خپلو پيروانو ته څه توصيه وي، چي خدای ئې درواغ وايي!! او پر هغو به څنګه رحم وسي، چي پر خدای ئې لعنت سوی وي.


بحث مو روان وو. د خپلو خبرو په جيريان کي ئې وويل: انسان اووه ژونده لري. خو موږ نه پوهېږو، چي دا زموږ څوهم ژوند دئ.


و مي پوښتل: څوک پوهېږي؟


يوه د شيوا عبادت کاوه، و ئې ويل: شيوا پوهېږي. دوو نورو ملګرو ئې، چي د ويشنو عبادت ئې کاوه، وويل: ويشنو پوهېږي.


و مي ويل: ستاسي په عقيده ويشنو او د ده په عقيده شيوا پوهېږي. آيا داسي يو دليل سته، چي ستاسي په ديني کتاب کي راغلی وي، چي وښيي څوک پوهېږي؟


و ئې ويل: يه، دا زموږ نظر دئ.


و مي پوښتل: نو بيا څنګه واياست، چي شيوا نه پوهېږي، ويشنو پوهېږي او بل واياست چي ويشنو نه پوهېږي، شيوا پوهېږي؟


په خپل منځ کي ئې دلايل شروع کړه او بلاخره خبره جنجال ته ورسېده. دوی مي سره کرار کړه. او له ځان سره مي دا مبارک کلام تکرار کړ:


( لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) (سورة الانبياء، ۲۲ آيت) 
یعني: که په اسمان او مځکه کي له يوه الله څخه پرته نور خدايان هم وای، نو دواړه (اسمان او مځکه) به وران سوی وای. نو د عرش هستوونکی پالونکی الله له هغو خبرو پاک دئ، چي دوی ئې جوړوي.


۱۳/تله/۱۳۹۷
۱۵/۱۰/۲۰۱۸
جامعة، نوی ډلهي

 

سرته