تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړۍ اته سرمایه داران
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2018
  0

ژباړه: م. سليمان قرين / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


آيا پوهېدلاست؟

اته ۸ سرمایه داران د دنیا نيمه شتمني په اختيار کي لري.

آیا پوهېدلاست اتو سرمایه درانو د دنيا نيم ثروت (شتمني) انحصار کړی دئ؟ 


اکسفام مؤسسه په خپل نوي راپور کي اشاره کوي، چي په نړۍ کي اته کسان د ټولي دنيا په نيمه اندازه شتمني په خپل اختيار کي لري. دا نهاد (ټولنه)  وايي: چي د نړۍ  د ۳.۶ ميليارډو  فقيرو کسانو شتمني د ۶ امريکايي، يو اسپانیاوي او یو مکسکي سوداګرو له شتمني سره برابره ده. 


د نړۍ د ډېرو شتمنو او ډېرو غريبو خلګو تر منځ فاصله په داسي حد کي ده، چي تر اوسه د بشر تاریخ په خپل ځان کي تجربه کړې نه ده. د اکسفام له مديرانو څخه يو (ميتي سپېنسر) د سرمایه دارۍ نظام و خامۍ ته په اشاره سره وايي: 
دا نظام په پلان سوي شکل د نړۍ د ۹۹ سلنه خلګو پر ځای یوازي د هغو يوې سلني ته ګټه رسوي. نو همدا دليل دئ چي اتو کسانو د نړۍ نيمه شتمني تر خپل انحصار لاندي راوستلې ده.


د سرمايه دارۍ نظام نه یوازي په اقتصادي برخه کي بحران زېږوونکی دئ، بلکي  په اجتماعي او سياسي برخو کي ئې له انسان څخه انسانيت سلب او له منځه وړی دئ. سرمايه داران د خپلو ګټو د تأمينولو له پاره لکه ماران هري خوا ته سر اوږدوي او خوله خلاصوي، د خلکو داراياني (شتمنۍ) تېروي او انسانان د مال غصب، ظلم، اشغالولو او د يو بل ويني تويلو ته تشويقوي.


د سرمايه دارۍ د نظام د رامنځته کېدو له وخته  فقر، زړه بوږوونکي جنګونو او زرګونو نورو مصيبتونه د بشر لمن نيولې ده. که د اسلام و ځلانده تاريخ ته یو نظر واچوو، مومو چي په اسلامي قلمرو کي د فقير او شتمن تر منځ فاصله هيڅکله په دغه اندازه نه وه، ځکه اسلام نه پرېږدي چي شتمني د څو محدودو کسانو په لاس کي پورته او کښته سي.

 


 

په همدې خاطر د اسلام د اقتصاد نظام مکلف دئ، تر څو په ټولنه کي د شتمنۍ د توضيع ميزان په داسي ډول وساتي، چي هر فرد مادي امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړي او ټول امکانات او کاري فرصتونه د خپلو اتباعو له پاره برابر کړي. مګر برعکس د سرمایه دارۍ نظام لټه کوي، چي د انسان ځای ماشين ونيسي. 


اسلام د زکات د حکم په تطبيق سره د پيسو او شتمنۍ د احتکار مخه نيولې ده او سرمايه داران (شتمن خلک) هڅوي چي د محتاجو سره مرسته وکړي او احتکار کوونکي تر قانوني چلند لاندي نيسي. په اسلام کي د ميراث قانون داسي دئ، چي شتمني په دقيق ډول د کورنۍ د غړو ترمنځ تقسمېږي او و محدودو خلکو ته ئې د ميراث د انتقال څخه مخنیوی کړی دئ.


اسلام د بازار (مارکيټ) د انحصار مخالف دئ او هغه شرکتونه چي د بازار د انحصار په سر کي قرار لري، د قانوني کړني مورد ئې ګرځوي او بله مهمه موضوع دا چي اسلام سود (ربا) حرام ګرځولی، چي بدبختانه په سرمایه داري نظام کي سود د دغه نظام اصلي جز ګڼل کېږي.


مسلمانانو د ۱۳ پېړيو له پاره په خپلو ټولنو کي د فقير او شتمن تر منځ داسي اوږده فاصله هیڅکله تجربه کړې نه وه او دا د برلاسي اسلام تطبيق وو، چي دغه لويه طبقاتي فاصله ئې له بېخه وئېستله.

 

سرته