تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (ص) تګ لاره
 
  December 18, 2011
  0

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځني اوصاف

رالېږونکی: خیر الله شېرزاد

مقد س نور سره دي دا فضا رنګینه ښكاري
ستا رڼا ګاني له اسمانه تر زمینه ښکاري

د مخلوقاتو لوی خالق کړلې عجبه پیدا
شغلې د مخ دی له فاریسه بیا تر چینه ښكاري

فلاح به مومي پیروان ستا پر دنیا او عقبا
کلام الله کښي دا خبره تر لمر سپینه ښکاري

ادم هوا دي والدین زما او ستا حبیبه
زما په رګو کښي دا ستا وینه له قدیمه ښکاري

مال او کمال بل جمال دري د محبت شرطونه
واړه په تا کی محمد رسول امینه ښکاري

ستا د وزر د رحمت سیوری لر او بر ته تللی
دهر مومن په زړه کي ستا سپیڅلې مینه ښکاري

د فراق تیزو سرو لمبو زه سوځولی یمه
د یارهجران دی چه شیرزاد همېش غمګینه ښكاري

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته