تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشارق الانوار کتاب او صاحبِ کتاب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2018
  0

 

پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مشارق الانوار هغه کتاب دی چې یوه اوږده موده په هندوستان او نورو ښارونو کې د احادیثو د واحدې سرمایې په حیث د تعلیمي نصاب حصه وه او په پخوانو او نوو ټولو تذکرو کې ددې کتاب یادونه شوې، لیکن اوس هم ډیر لږ خلک د دغه کتاب یا صاحبِ کتاب په هکله ضروري معلومات لري. خو ډیر بیا هم او خصوصاً د احادیثو د کتابونو سره تعلق لرونکو طلباؤ او علماؤ دغه خپله قدیمه سرمایه د حدیثو نظر انداز کړې نده .

 

ددې کتاب پوره نوم  ”مشارق الانوار النبویة من صحاح الأخبار المصطفویة “ دی. 


مصنف یي:  امام رضي الدین حسن بن محمد بن حسن بن حیدر العدوی الصغاني الحنفي (وفات ۶۵۰ھـ) دی.


مشارق الانوار د صحیحو احادیثو مجموعه ده ، د احادیثو تعداد یي د شارح مشارق الانوار  سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ۷۵۸ھ) د وینا مطابق دوه زره، دوسوه او شپږ څلویښت (۲۲۴۶) دی ، د کازروني د شرحې نوم ”المطالع المصطفویة “ دی، ده  د هر باب یا د نوعې په آخر کې د احادیثو تعداد هم  لیکلی، د مصنف په وینا ددې کتاب په تالیف کې د خلیفه المستنصر بن الظاهر بن الناصر بن المستضي مالي کومک هم شامل وو، د کتاب آغاز پدې  خطبه باندې شوی :


الحمد للّٰه محی الرمیم ومجری القلم …الخ

ژباړه : ټول تعریفونه الله سبحانه وتعالی ته دي، چې د ورستوو ( خرابو شوو ) او خاورو شو اندامونو ژوندی کونکی دی او هغه ذات چې قلم ته یئ د لیکلو قوت ورکړی دی... الخ

 

پدې کتاب کې دولس ۱۲ بابونه دي او په هر باب کې څو فصلونه دي.  وروستی باب یې ”جوامع الأدعیة“ دی.


ددې کتاب شروحات
د دغه کتاب بې شماره شرحې او حواشي د لوی لوی علماو په قلم لیکل شوي. دا په نړۍ کې له هغه کتابو څخه دی چې پدې د پوهیدلو لپاره علماو ډیر کوششونه کړي او دغه کتاب يوه اوږده موده په اسلامي نړۍ کې د تعلیمي نصاب په حیث پاتې شوی. د څو مشهورو شرحو نومونه یي دادي :


۱_تحفة الابرار فی شرح مشارق الانوار د علامه اکمل الدین بابرتي (مړ۷۸۶ھ)
۲_شوارق الاسرار العلیة فی شرح مشارق الانوار النبویة د محمد بن یعقوب الفیروزآبادي الشیرازي (مړ ۸۷۱ھ)
۳_المطالع المصطفویة د سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ ۷۵۸ھ)
۴_ د قائق الآثار فی مختصر مشارق الانوار د محمد بن محمد الأسدي القدسي (مړ۸۰۸ھ)
۵_ حاشیة علی المشارق د شیخ قاسم بن قطلوبغا الحنفي (مړ ۸۷۹ھ)
 او داسي نور... (کشف الظنون جلد ۱ صـــ ۶۳۵) .

 

د مصنف ژوند
د کتاب مصنف شیخ رضي الدین الصغاني د ماوراء النهر ښار د ” صغان “ سره تعلق لرونکی ؤ. او په ۵۷۷ھ کال په لاهور کې زیږیدلی دی ، نسباً فاروقي دی ، ابتدایي زدکړې یې د خپل پلار څخه حاصل کړې او له دې وروسته یې بغداد ته سفر وکړ، د یو څه وخت لپاره په مکې معظمې کې هم پاتې شوی. 

په مکه معظمه، عدن، غزني، عراق، یمن او هندوستان کې یې د احادیثو د بې شماره مشائخو څخه د علم حدیث زده کړې وکړې.


مشهور استادان یې:


۱- لومړی استاد یي خپل پلار محمد بن الحسن الصغاني.
۲- أبو حفص عمر بن علي بن أبي بكر بن عبد الجليل, الفرغاني، المرغيناني.
۳- أبو منصور سعيد بن محمد بن عمر.
۴- الإمام الحافظ، المفيد، شيخ القراء، برهان الدين أبى الفتوح نصر بن أبي الفرج محمد بن علي البغدادي.
۵- أبو عبد الله محمد بن أحمد بن سليمان بن بطال.
۶- القاضي إبراهيم بن أحمد بن سالم القريظي .
۷- القاضي سعد الدين بن خلف بن محمد الكردري ثم الحسن آبادي 


او داسې نور…


د علماؤ له نظره


له یادو او نورو استادانو څخه د علم د حصول نه وروسته ترې د زماني ستر محدث ، فقیه او ادیب جوړ شو، کله چې علماو دده دغه مقام او علمیت ولید نو ژبې یې دده د ستاینې څخه بندې نه شولې او دده په اړوند یي داسې ویناوې وکړلې:


الحافظ الدمياطي وایي: 

کان شيخا صالحا, صدوقا, صموتا عن فضول الكلام, إماما في الفقه والحديث واللغة.


ابن الفوطي وایي: 
كان شيخ وقته و مقدم أهل زمانه في علم اللغة وفن الأدب, مع معرفته بعلم الحديث, والفقه على مذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله و كان عابدا زاهدا كثير الصمت.


جمال الدين الأتابكي وایي: محدث فقيه حنفي, إمام, صاحب التصانيف, و كان إليه المنتهى في علم العربية واللغة.
ابن قطلوبغا وایي: کان إماما في كل فن.


الإمام الذهبي وایي: كان إليه المنتهى في اللسان العربي.


العلامة ابن الملك الشارح وایي: كان إماما دينا و عالما متقنا.


الإمام السيوطي وایي: 
كان إليه المنتهى في اللغة, و كان يقول لأصحابه "إحفظوا غريب أبي عبيد, فمن حفظه ملك ألف دينار فإني حفظتها فملكتها, وأشرت على بعض أصحابي بحفظه فحفظه, و ملكها".


طاش كبرى زاده وایي: هو حامل لواء اللغة في زمانه.


الشيخ الكفوي وایي: 
الشيخ الإمام العالم الرباني, والعارف بالأحكام والمعاني, كان فقيها, محدثا, وله مشاركة في غير العلوم.


ابن العماد الحنبلي وایي: 
كان إليه المنتهى في معرفة اللغة, و له مصنفات كبار في ذلك, وله بصر في الفقه مع الدين والأمانة.


الشيخ عبد الحي اللكنوي وایي: 
كان شيخا صالحا, صموتا عن فضول الكلام, فقيها, محدثا, لغويا, ذا مشاركة تامة في العلوم.


مولوي خرم علي وایي: كان عالما لا نظير له في الحديث واللغة.


مشهور شاګردان یې:


امام صغاني رحمه الله د اسلامي نړۍ مختلفو ښارونو ته سفرونه کړې چې دده څخه په دغه ښارونو کې خلکو ډیره استفاده کړې او ده هم د نورو څخه ډیره فایده اخیستې او په دغه سفرونو کې یې علم د هند په لوی ښارونو، عدن او عراق کې نشر کړ . شاګردان یې ډیر دي او د هغوی له جملې څخه یې لاندي ډیر مشهور دي:


۱- ستر شاګرد يي حافظ الدمياطي دی او دا ځکه چې علامه صغاني په خپلو شاګردانو کې په ده هم فخر کاوه، بل دا چې علامه الدمیاطي د امام حافظ شمس الدین الذهبي استاد هم دی.


۲- العالم البارع المفنن المحدث كمال الدين أبو الفضائل عبد الرزاق بن أحمد ابن الفوطي.


۳- عز الدين أبو الفضل محمد بن الوزير مؤيد الدين محمد بن العلقمي.


۴- ځوي یي محمد بن الحسن بن محمد بن حيدر بن إسماعيل أبو السعادات, بن أبي الفضل, القرشي, العمري.


۵- محمد بن عمر بن محمد بن أبي بكر بن عبد الواسع بن علي بن أبي القاسم الهروي العجمي أبو عبد الله الصالحي, چې په "محمود الأعسر" باندې هم مشهور دی، (مړ  ۷۱۴هـ) .


۶- صالح بن عبد الله بن علي بن صالح "ابن الصباغ" الأسدى, الكوفي الحنفي, النحوي چې په محى الدين هم ستایل کیده (مړ ۷۲۷هـ )  .


۷- أبو الربيع سليمان بن الفقيه بطال محمد بن أحمد بن محمد بن سليمان بن بطال الركبي.


۸- محمد بن حسن بن علي التميمي, الفارسي (مړ ۶۷۶هـ)   .


۹- الأديب موفق الدين عبد القاهر بن محمد بن على بن عبد الله بن عبد العزيز, الفوطى البغدادي (مړ ۶۵۶هـ)   .


۱۰- برهان الدين محمود بن أسعد البلخي.


تصنیفات یې:
نوموړي ډیر مهم او مفید کتابونه هم لیکلي دي، په احاديثو کې لیکلي کتابونه :

۱-مصباح الدجى من صحاح حديث.
۲-الشمس المنيرة من الصحاح المأثورة
۳-كشف الحجاب عن أحاديث الشهاب
۴-كتاب في علم الحديث.
۵-ضوء الشهاب
۶-الدر الملتقط في تبيين الغلط
۷-مشارق الأنوار النبوية في صحاح الأخبار المصطفوية.
۸-ترتيب أحاديث المشارق
۹-الأحاديث الموضوعة
۱۰-رسالة في الحديث الموضوع
۱۱-رسالة في الأحاديث الواردة في صدر التفسير في فضائل القرآن و غيرها
۱۲-شرح الجامع الصحيح للبخاري
۱۳-أسامي شيوخ البخاري
۱۴-كتاب الضعفاء والمتروكين من رواة الحديث.
۱۵-مجمع البحرين في الحديث.


په فقه کې لیکلي کتابونه:

۱۶-كتاب الفرائض.
۱۷-كتاب الأحكام، فقه الحنفية
۱۸-مناسك الحج 


په علوم القرآن کې:
۱۹-نظم عدد آي القرآن.
۲۰-كتاب التجويد وجمل الصغاني.


دغه رنګه نور کتابونه یي:

۲۱-در السحابة في بيان مواضيع وفيات الصحابة
۲۲-شرح در السحابة في بيان مواضع وفيات الصحابة.
۲۳-كتاب الوفيات.
۲۴-مختصر الوفيات.


متفرقه کتابونه:
۲۵-كتاب الاصغاد.
۲۶-درجات العلم والعلماء.
۲۷-كتاب السالكين.
۲۸-تفويف النسج في شرح النهج.


په علم اللغة کې :
۲۹-العباب الزاخر واللباب الفاخر
۳۰-التكملة والذيل والصلة. 
۳۱-حاشية ذيل الصحاح في اللغة
۳۲-مجمع البحرين في اللغة 
۳۳-الشوارد في اللغة
۳۴-كتاب الإنفعال
۳۵-نقعة الصديان فيما جاء على وزن فعلان
۳۶-كتاب يفعول
۳۷-كتاب الإفتعال
۳۸-كتاب فعال
۳۹-وريقات من تأليف الصغانى
۴۰-أسماء الأسد  
۴۱-كتاب أسامي الذئب و كناه 
۴۲-كتاب العادة في اسماء الغادة
۴۳-كتاب الأضداد .


وفات یې:
بلاخر علامه صغاني په ۶۵۰ھ کال په بغداد کې وفات شو او حسبِ وصیت یې جسد مبارک مکې معظمې ته یوړل شو، پدې سره دده هغه امید هم پوره شو کوم چې ده د مشارق الانوار په آغاز کي په مکې معظمې کې د دفن کولو د خواهش متعلق لیکلی دی، الله پاک دده دعا قبوله کړه او د حرم الٰہی په خوا کې یې نصیب وشو. "  فرحمه الله  " (ابجد العلوم للقنوجي جلد۳ صــ ۲۱۶)


یادونه : 
د مشارق الانوار  په نوم یو بل کتاب هم شته ، چې په بازار کې موندل کیږي، البته ددې پوره نوم ”مشارق الانوار علیٰ صحاح الآثار “ دی، ددې کتاب مصنف د اسلامي نړۍ ستر عالم، قاضی ابو الفضل عیاض بن موسیٰ الیحصبي المالکي (مړ ۵۴۴ھ) دی ، دا د علامه صغاني څخه مخکې تیر شوی. پدې کتاب کې په ښکلي معیار او په خالص ادب قلم استعمال شوی.

ددې کتاب موضوع د مؤطا امام مالک ، صحیح بخاري او د صحیح مسلم په مشکلو او اجنبي الفاظو تشریح او تحقیق ده ، د موضوع په لحاظ کتاب ډیر مفید دی ، د " المکتبة العتیقة و دارالتراث "  څخه دوه جلدو کې چاپ شوی.


د تعجب ځای دی چې د " مکتبة الشامله " والاو دا کتاب په خپل فهرست کې شامل کړی، مګر د علامه صغاني  ”مشارق الانوار “ ته یي ځای ندی ورکړی.

سرته