تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه په اسلام او ساینس کي (۱)
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 20, 2018
  0

لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الحمدلله ثم الحمد لله!! چي د روژې مبارکه میاشت په خیر راورسېده، ځکه چي دا د عبادت میاشت ده، د رحمت میاشت ده، د مغفرت میاشت ده، د لذت میاشت ده، د عفت میاشت ده، د زړه د پاکوالي میاشت ده، جنت ته د دخول میاشت ده، له جهنم څخه د خروج میاشت ده، د خوا خوږۍ میاشت ده، د صبر او ترحم میاشت ده، د مسکینانو، فقیرانو او بې وزلو سره د همدردۍ میاشت ده، د نفس د کنترول میاشت ده او ددې ټولو ښېګڼو سره، سره روژه د پوره روغتیا او صحت ضمانت هم کوي، روژه فشار کنترولوي، شکره برابروي، کولسترول له منځه وړي، د بدن عصبي نظام برابر او ترمیموي، دوینې سره کُرویات زیات ا و برابروي، د معدې د ټولو ناخوالو لپاره یوه ښه اغیزمنه درملنه ده،  د سترګو دید زیاتوي، د انسان د روح غذا او د خوښۍ سبب ګرځي، روژه علاوه له بدني او ظاهري ګټو څخه،  د انسان د روح مکمله درملنه هم کوي او ټولي روحي ناروغۍ له منځه وړي.


الله جل جلاله چي کوم احکام او تعلیمات د انسانانو لپاره رالیږلي دي، په هغو ټولو کي، له اُخروي ګټو څخه علاوه، دُنیوي او ظاهري ګټي هم لري، اوس د ساینس له برکته هر څه برملا او ښکاره دي، صرف پر سجدې باندي مکمل یو کتاب لیکل سوی دی، دا چي د اسلام په ټولو اوامرو کي ضرور ګټي نغښتي دي، نو له همدې کبله اوس ساینس پوهان که هغه مذهبي کسان دي او که غیر مذهبي، خو د اسلام پر هر فعل ا و قول باندي څیړنې کوي، دا ځکه دوی پوهیږي چي ګټې ضرور پکښې دي خو دا ګټې یې باید جوتې کړو، پر لمانځه، روژې، اوداسه، حج او نورو....  باندي د نړیوالو ساینس پوهانو له لورې، په وار وار سره، تفصیلي څیړنې سوي دي؛ له دې څخه علاوه هغه څه چي اسلام حرام ګرځولي دي، پرهغو باندي یې هم څیړنې کړي دي، دا ځکه ساینس پوهان په دې ګروه دي، چي اسلام کوم شی حرام ګرځولی دی، هغه ضرور نقصانونه لري لکه: شراب، زنا، قمار، وینه خوړل، د خنزیر غوښه او داسي نور...


د کائناتو د پنځونکي په هر حکم او نهي کي زښته اُخروي او دُنیاوې ښې ګڼې او نیکمرغیانې نغښي دي، په واقعیت کي په یوه سُنت نبوي صلی الله علیه وسلم باندي څېړنه او لیکنه کول د یوه انسان په ټول عمر کي ناشونې ده، او د یوه بشر له وس او توان څخه یو وتلی کار او ناشونی تصور دئ، پاته دي نه وي چي که دا لیکنه ډېره نه اوږدېدلای نو ما د قرآنکریم او حدیث نبوي صلی الله علیه وسلم په هر حکم باندي ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلي وای او معلومات به مي راټول کړي وای ، اوس ددې لیکنو او څېړنو لیوالتیا دومره ډېره او په لوړ ګراف کي ده چي د فکر څخه لوړه ده؛ زښته ډېرې د اسلام د دین شغلې مخ په وړاندي ځي او د قرآنکریم د هدایت نور د ځمکې د کُرې و هرې زاویې، لوړو او ژورو ته رسېدلي دي.
دا یو منلی نړیوال حقیقت دئ چي د اسلام مبارک دین د پوره ښې ګڼو او د ژواک (ژوند) د ښکلو ملغلرو څخه ډک دئ، تاریخ ګواه دئ چي اسلام بشریت د ټولو ظاهري او باطني بدبختیو د چرخاب څخه د سوکالۍ او مینې و ساحل ته سوق کوي؛ په هر وخت کي ئې د ټوله انسانیت د هیلو غوټۍ ورغوړولې دي، د تور تم او جهل د کرغېړنو تاریکیو څخه یې ژغورلی دی او را ایستلی یې دی او د هدایت او لارښونې څرک ئې وربخښلی دی.


انسان د تل په شان د بدبختیو او د کړاوونو ښکار دئ، د اسلام په (۱۴۰۰) کلن زرین تاریخ کي اسلام یواځنی دین او د هر انسان د ژوند تګلاره ده، چي نسلونه، ملتونه او قومونه ئې په بې مثله نور سره روښانه کړیدي؛ او تل پاتې خوښۍ ئې ورپه برخه کړېدي، او اوس دا یو نړیوال او کوټلی واقعیت دئ چي اسلام د ځمکې پر مخ یواځنی رېښتنی او منلی الهي دین دئ؛ و بل لور ته د فلسفې او حکمت څښتنان بیا دا اعتراف کوي چي اسلام ځکه یو الهی دین دئ چي په هر نهي او امر کي ئې داسي ښېګڼې نغښتي دي چي د انسان تر پوهې او فلسفې فکر او تصور څخه ډېرې اوچتي دي، او په اسلام کي د څېړنو او مطالعې په پایلو کي په میلیونونو خلک مسلمانان سویدي. 


د روژې روغتیايي ګټي


د لویدیځ پوهان دا مني چي روژه د شکرې (Sugar) د ناروغۍ لپاره، د وینې د لوړ فشار(Hypertension)، د (Depression) ژورخفګان، د بدن د مدافعې د قوت (Immunity) د قوې کېدو، د اعضای رئیسه (Vital Organs) د ښه ودې په خاطر او داسي نورو په زرهاوو ناروغیو لپاره روژه غوره طبعي درملنه ده، چي په راتلونکي کي به ورباندي رڼا واچول سي.
مخکي په اسلامي احکامو باندي یواځي د امت مسلمه مسلمانو پوهانو، ډاکټرانو او طبیبانو څېړنې کولې او کتابونه ئې ورباندي لیکل، خو برعکس اوس د لویدیځ غیر مسلمان پوهان، فلیسوفان، روڼ اندي، مفکرین، پروفیسران او ډاکټران په ډېره مینه سره لومړی لیکنې ورباندي کوي، کتابونه چاپوي او په دوهم ځل کي د اسلام مبارک دین قبلوي؛ او که هغه کسان چي اسلام قبول نه کړي نو د اسلام د حقیقت څخه سترګې نسي پټولای او واقعیت یې بیانوي.

 

روژه په قرآنکریم کي:
شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ وَلِتُكۡمِلُواْ ٱلۡعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ. (البقره ۱۸۵)
ژباړه: د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرآنکریم پکښې نازل سوی دی، چي د خلکو لپاره هدایت دی او د هدایت لپاره روښانه دلائل او(د حق او باطل) تر مینځ بېلوونکي دی، نو ستاسي څخه هر څوک چي میاشت وویني نو روژه دي ونیسي او که څوک ناروغ یا مسافر وي (او روژه ئې خوړلې وې) نو له ورپسې ورځو څخه دي د خوړل شویو ورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پر تاسې د اسانۍ اراده لري او پر تاسې د سختۍ اراده نه لري او ددې لپاره چي د روژې شمېر پوره کړئ او له دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی (نو) هغه په لویۍ سره یاد کړئ ښایي چي شکر اوباسئ.    


بل ځای په قرآنکریم کي راځي:
أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِۖ ثُمَّ أَتِمُّواْ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيۡلِ... (البقره ۱۸۷)
ژباړه: د روژې په شپو کښې ستاسې لپاره ستاسې د ښځو سره (جنسي) یوځای والی حلال سوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې او تاسې د دوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلو ځانونو خیانت کوئ خو ستاسې توبه ئې قبوله کړه او تاسي ئې و بخښلاست نو اوس د دوی سره (جنسي) یوځای والی کولای سئ، او هغه څه چي الله ستاسې لپاره مقرر کړیدی وئې غواړئ، او خورئ ئې او څښئ څو چي ستاسې لپاره سپین تار (سپېدې، صبح صادق) له تور تاره (شپې) څخه ښکاره سي بیا خپله روژه تر شپې پوری پوره کړئ...


روژې ته ولي (رمضان) ویل کیږي؟
د روژې و میاشتې ته (رمضان) په قرآنکریم کي استعمال سوی دی، او دا توری په قرآن عزیز کي یو ځلي د سورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سر کي (شهر رمضان...) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولي د کائناتو پنځونکي لوی الله جل جلاله و دې میاشتې ته د رمضان میاشت وویل؟


رمضان:
 د (رمض) له توري څخه اخیستل سوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یا (رمض) و هغو شګوته ویل کیږي چي داسي ګرمې او تودې وې چي پښې سوځوي چي دا د عربي ژبې د ټولو لغت پوهانو په نظر اتفاقي ده، د عربي ژبې په یوه کتاب المنجد کي ددې توري وضاحت داسي سویدی:


رمض النهار (ورځې ډېر ګرمېدل)
رمض الشمس (په شګو او نورو څېزونو لمر پرېوتل)
رمض رجلهُ ( په ګرمه ځمکه باندي د پښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېر ګرم ځای کي څرول)
رمض اللامر (د غصې او قهر نه د اور لمبه کېدل)


اوس به درته جوته سوې وې چي د روژې و میاشتې ته په دې رمضان وایي چي دا ګناهونه سوځوي او دا توری د جاهلیت په وخت کي هم ورته استعمالېدی.


د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې و میاشتې ته ځکه (رمضان) وایي چي دا ګناهونه سوځوي او ختموې ئې. (تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهري)


د همدې حدیث شریف په تائید باندي شیخ بن حسن طبري او شیخ عبدالقادر جیلاني رحمة الله علیهما وایي چي د روژې و میاشتې ته ځکه رمضان وایي چي په دې میاشت کي د مسلمانو او شریفانو ګناهونه سوځې او له مینځه ځي. (تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقرآن)


و روژې نیولو ته ولي صوم وايي؟
و روژې نیولوته په قرآن عزیز کي (صوم) راغلی دی دا توری په قرآنکریم کي په مختلفو صیغو سره (۱۳) ځلي راغلی دی چي (صوم) د عربي ژبې د لغت پوهانو (د منجد ، لسان العرب، بحر الوسیط او نورو...) لیکوالانو په آند چي و امساک، منع او بندېدو ته وایي او د شرعي په اصطلاح کي (صوم)  د سپېدو څخه تر لمر لوېدو پوري د خوراک، څښاک، جماع او نورو هغو لارو څخه چي د انسان و بدن ته شی داخلیږي، ددې ټولو څخه ځان منع کولو او امساک ته (صوم) وایي.

 

روژه کله فرض سوه؟
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان (برات) په مياشت کي فرض سوه،  چي ایات شریف ئې پورته ذکر سو، او روژه د هجري سپوږمیز کال نهمه میاشت ده.


روژه تر اسلام مخکي هم په مختلفو دورو او مختلفو بڼو سره فرض وه، د بېلګې په ډول سره پر ځینو امتونو د هرې میاشتې ایام البیض یا د روښانو شپو (دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژې فرض وې، یهودو او نصاراوو د محرم د لسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول او د قرآن عزیز په دې حکم سره چي روژه د رمضان په میاشت کي فرض ده، مخکني ټول حکمونه ختم سول، فرضیت ئې ولاړئ او د هغو روژو نیولو حکم پر سُنتیت باندي پاته سو؛ دا ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د محرم او روښانه شپو روژې نېولې.


نور بیا...

سرته