تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د ابرهه او اریاط خپلمنځي جنګ
  تعلیم الاسلام راډیو
  April 16, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۸ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ابرهه او اریاط خپلمنځي جنګ!

 

قيصر چي متعصب نصراني ؤ په دغه کار ډير خواشينى او ناراضه سو او ډير قهر ورغلى مګر يمن ډير ليري دى، نو يې ذو ثعلبه ته و ويل: يمن زموږ څخه ډير ليري دى خو زه به يو بل حل در پيدا کم، هغه دا چي زه به د حبشې پر پاچا نجاشي لیک درکم او نفر به در سره ولېږم چي هغه دي مرسته وکي ځکه يو خو حبشه و يمن ته نژدې ده او بل نجاشي هم نصراني دى، د ذو ثعلبه هم خوښه سوه، نو قيصر د ذو ثعلبه په ملګرتيا خط او نفر و نجاشي ته ولېږل چي د ذو ثعلبه مرسته وکه، خط و نجاشي ته ورسېدى، نجاشي هم ډير په قهر سو چي ذونواس د ده د دين خلك وژلي دي. 

 


نجاشي ډير لوى لښکر چي شمېر يې و (۷۰) زرو نفرو ته رسېدى جوړ کړى چي په هغه وختو کي جزيرة العرب په دغه اندازه لښکر هیڅ نه ؤ ليدلى، د دې لښکر عمومي مشر او آمر (ارياط) نومېدى خو په لښکر کي يو بل نفر هم سته چي د يوې فرقې مشر دى او نوم يې (اَبرَهَه) دى، لښکر تيار سو او د کښتيو په واسطه په بحر احمر کي تير سوه څو يمن ته ورسېدل، هلته د اهل يمن او د حبشې د لښکر په منځ کي ډير لوى جنګ شروع سو.

 

د يمن د لښکر مشر ذونواس دى او د حبشې د لښکر مشر ارياط دى، د جنګ په آخر کي د يمن پاچا ماته وخوړل مګر تسليم نه سو او وتښتېدى، خو حبشيان په پسې وه نه يې پرېږدي، ذونواس د يوې کښتۍ په واسطه درياب ته داخل سو خو حبشيان يې هلته هم نه پسي پرېږدي څو ذونواس په خپله ځان و وژى او ويل نه غواړم چي د دښمنانو په لاس و وژل سم، اوس نو حبشيان پر يمن مسلط سوه او د يمن حاکم ارياط دى چي و نجاشي ته تابع دى او د هغه نائب بلل کيږي، ارياط ډير ظالم سړﺉ ؤ، يواځي دا نه چي پر اهل يمن یې ظلم کاوه بلکه پر هغو حبشيانو یې هم ظلم کاوه چي د ده ملګري وه ، تر څو خلک د ده د ظلمه څخه ډير په تنګ او ناراضه سوه.

 

ابرهه چي د ارياط په لښکر کي يو فرقه مشر ؤ په دې ظلم او ستم نه ؤ راضي، نو يې دننه په لښکر کي د ارياط مخالف نفر پيدا کړل او په اتفاق سره يې د ارياط پر ضد د جنګ اعلان وکړى، اوس د حبشې لښکر پر دوو حصو تقسيم سو، د ارياط او ابرهه لښکرو د جنګ دپاره ځانونه تيارکړه او دوه لښکره مخ په مخ د جنګ دپاره تيار او آماده ولاړ دي، په دغه وخت کي ابرهه و ارياط ته نفر ور ولېږى او ويل راسه چي اول زه او ته خبري سره وکړو يو وار به دواړه بيله اسلحې سره کښېنو او بحث به سره وکو ښايي بېله جنګه بله د حل لار پيدا کو، ارياط هم دغه بلنه قبوله کړه، دوى دواړه د خبرو دپاره بېله اسلحې سره کښېنستل، ابرهه ورته و ويل: زموږ لښکر ټول حبشيان دي که دغه خپل لښکر سره و جنګوو حبش مړه کيږي او د يمن حکم بيرته د يمن خلكو ته پاته کيږي او دا جنګ د حبشې په ضرر تماميږي. 

 

ارياط و ويل: مقصد دي څه دى؟ أبرهه و ويل: فقط زه او ته به جنګ سره وکړو هر يو چي غالبه سو حکم د هغه دى او هغه د يمن حاکم پاته کيږي، ارياط و ويل: خوښه مي ده، نو د لښکرو پرځاى دوى دوو يو په يو جنګ سره شروع کړى، اوله حمله يا د توري وارى ارياط وکړى هغه خطا سو خو فقط د ابرهه پر پزه توره و مښتل او د ابرهـه پزه يې ور پرې کړه نو ځکه ابرهـه ته (ابرهۀِ أشرم) ويل کيږي، ځکه په عربي کي (أشرَم) و هغه چا ته ويل کيږي چي پزه يې پرې سوې وي، خو دوهمه حمله يا د توري وارى ابرهه وکړى ارياط يې په توره و واهه او ويې وژى، نو د يمن حاکميت و ابرهه ته ور پاته سو او ابرهه د يمن پاچا سو، دا خبر د حبشې پاچا نجاشي ته ورسېدى، نجاشي ډير په قهر او غضب سو او ويل: حبشيان څنګه په خپل منځ کي سره جنګيږي او ابرهه څنګه دا جرئت کاوه چي ارياط و وژني؟ نجاشي قسم ياد کړى چي د خپله لښکره سره به يمن ته ځم او د يمن خاوره به تر پښو لاندي کوم او د ابرهه سر به ور خروم.

 


[په هغه وختو کي د سر خرول د ذِلّت علامه وه نو ځکه به مريانو همېشه سرونه خرول] دا خبر و ابرهه ته ورسېدى چي نجاشي په قهر سوى دى او زما د ذِلّت دپاره يې قسم ياد کړى دى، څرنګه چي د ابرهه د نجاشي سره هيڅ په وسه نه وه پوره نو يې خپل سر په خپله وخراوه او د يمن يو څه خاوره يې په يوه کڅوړه کي واچول، دغه خاوره او خپل ورېښتان يې د يوه ليک سره د نفر په لاس و نجاشي ته ولېږل، په ليک کي يې و نجاشي ته ليکلي وه: زه ستا تابع او ستا خادم يم ما چي ارياط و وژى د هغه سبب دا ؤ چي هغه ظالم ؤ ډير ظلم يې کاوه او خلک يې ستا څخه متنفره یا بېزاره کول، ستا د قسم دپاره ما خپل سر وخراوه دغه زما ورېښتان دي او دغه هم د يمن خاوره ده د دې دپاره یې تر پښو لاندي که چي ستا قسم  آداء سي، نجاشي هم راضي سو او ويل: څرنګه چي دئ زما تابع دى او زما د امره څخه مخالفت نه کوي نو جنګ ولي ور سره کوم، د نجاشي سره خبره پاى ته ورسېدل. 

 

نور بیا...

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

سرته