تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماضي او مضارع صيغې
 
  December 17, 2011
  0

مُضَارِع

د مُضَارِع په صيغه ايجاب او قبول نه صحيح کيږي ، ځکه مُضَارِع د حال او اسْتِقْبَال تر منځ مشترکه او ګډه صيغه ده ، د مُضَارِع صيغه که په ايجاب او قبول کي استعمال سي ، د هغه څخه نه معلوميږي چي دوى همدا اوس ګړى تړون کوي او که په راتلونکې زمانه کي د تړون کولو وعده کوي . همدا ډول د امر صيغې هم د اسْتِقْبَال په معنا دي  په هغو هم ايجاب او قبول نه صحيح کيږي . نو د ايجاب او قبول د پاره يوازي يوه صيغه د ماضي پاتيږي ، چي په هغه بېله نيت او نښي څخه د هر تړون ايجاب او قبول صحيح کيږي . خو که د مُضَارِع صيغه د حال په نيت په ايجاب يا قبول کي استعمال سي يا پر مُضَارِع د حال ځانګړي توري داخل سي يا بله قرينه او نښه وجود ولري ، چي د هغه څخه معلوميږي چي مُضَارِع د حال په معنا کارول کيږي هلته بيا د مُضَارِع په صيغه هم ايجاب او  قبول صحيح کيږي .

ماضي
ماضي تيري زماني ته وايي ، يو کار چي په تېر وخت کي سوى وي هغه ته د ماضي صيغه راځي ، د ماضي صيغې  که څه هم د اِخبار د پاره دي ، خو په ايجاب او قبول کي د انشاء معنا ورکوي .
د مثال په ډول : بِعْتُ او اِشْتَرَيْتُ دواړي د  ماضي صيغې دي ، که چا په تېر وخت کي يو شى خرڅ کړى وي يا يې رانيولى وي ، د همدې سودا په هکله خبر د ماضي په صيغو ورکوي ، داسي وايي : بِعْتُ ، ما خرڅ کړى .
اِشْتَرَيْتُ ، ما رانيوى . و دغه ته د ماضي د اخبار معنا وايي . که رانيونکي او خرڅونکي مخکي سودا نه وي کړې ، بلکي همدا اوس سودا کوي ، د سودا د اِنعِقَاد د پاره بِعْتُ او اِشْتَرَيْتُ استعمال کړي ، نو دلته د همدې صيغو څخه د ماضي معنا نه اخيستل کيږي ، ځکه د دوى تر منځ مخکي سودا نه  ده سوې ، بلکي همدا اوس په همدې صيغو سودا کوي ، دغه ته د ماضي د صيغو د انشاء معنا وايي . مطلب دا چي د بيع ، نکاح او داسي نورو معاملاتو په ايجاب او قبول کي چي د ماضي صيغې استعماليږي د هغو څخه مراد انشاء اخيستل کيږي .

مُضَارِع
د بيع ايجاب او قبول د مُضَارِع په صيغو نه صحيح کيږي ، ځکه چي مُضَارِع د حال او اسْتِقْبَال دواړو د پاره راځي ، که په ايجاب او قبول کي د مُضَارِع صيغه استعمال سي د هغه څخه نه معلوميږي ، چي دوى دم ګړى سودا  کوي او که يو و بل ته په راتلونکې زمانه کي د سودا وعده ورکوي .
يادونه : د پښتو د صرفو په عامو کتابونو کي د حال او اسْتِقْبَال د پاره ځانګړي ځانګړي صيغې ليکل سوي دي .
موږ هم د تَمْهِيْدُ الصَرفِ په خاتمه کي د حال او اسْتِقْبَال د پاره بېل بېل  ګردانونه ليکلي دي ، خو که څوک په دقت متوجه سي ، هغه صيغې چي د پښتو ژب پوهان يې د حال په نامه يادوي هغه  کټ مټ د عربي د مُضَارِع د صيغو په شان دي هم د حال د پاره او هم د اسْتِقْبَال د پاره استعمال کيږي .
مثلاً : رانيسم  ، رانيسې ، رانيسي  په پښتو کي د حال د صيغو په نامه ياديږي ، په داسي حال کي چي دا صيغې د اسْتِقْبَال د پاره هم استعماليږي .
په دې ډول :
زه اوس کتاب رانيسم .
زه سبا کتاب رانيسم .

په دې جملو کي د رانيسم صيغه هم د حال د پاره
 او هم د اسْتِقْبَال د پاره استعمال سوې ده او استعمال يې هم پر ځاى او صحيح دى .
د پښتو د حال صيغه - رانيسم - د عربي د مُضَارِع د صيغې - اَشْتَرِيْ - په شان ده ، هم د حال او هم د اسْتِقْبَال د پاره استعماليږي لکه :
 اَشْتَرِيْ الْکِتَابَ الْانَ .         (حال)
اَشْتَرِيْ الْکِتَابَ غَدًا .         (اسْتِقْبَال)

د پښتو حال که د عربي د مُضَارِع په شان د حال او اسْتِقْبَال ترمنځ مشترک نه واى ، نو بيا يې د اسْتِقْبَال په معنا استعمالول داسي غلط وو لکه په ماضي کي يې استعمالول مثلاً :
زه پرون کتاب رانيسم ، غلطه جمله ده ، ځکه پرون تېره ورځ ده ، د حال صيغه د ماضي د پاره نه استعماليږي .
د دې مثالونو څخه ښکاره سوه چي د پښتو په اصطلاح کي چي کومي صيغې د حال په نامه ياديږي ، هغه کټ مټ د عربي د مُضَارِع په شان ، د حال او اسْتِقْبَال تر منځ مشترکي صيغې دي .
ځکه نو د پښتو د حال په صيغو د بيع ، نکاح او داسي نورو معاملاتو ايجاب او قبول هغه وخت صحيح کيږي چي د حال په نيت استعمال سي ، يا بله داسي نښه وجود ولري چي په هغه وفهمول سي ، چي د همدې صيغې څخه حال مراد دى .
ځکه دا صيغې که څه هم د حال د صيغو په نامه ياديږي خو عمومًا د حال او اسْتِقْبَال تر منځ په مشترک ډول استعمال لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک، معاملات

سرته