تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مباحثه: د ښځي د میراث ونډه
  تعلیم الاسلام
  January 14, 2018
  0

ژباړه او زیاتونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ښځه: ولي په میراث کي د ښځي برخه لږ او د نارینه دا زیاته ده؟


عالم: مثلاً پلار وفات سو، یو زوی او یوه لور پاته سوه، درې لکه افغانۍ يې میراث پاته سوې.


دوه لکه افغانۍ زوی ته او یو لک افغانۍ لور ته رسیږي.


ایا پوهیږې ددې حکمت څه دی چي زوی ته زیاته برخه او لور ته لږ رسیږي؟


ددې حکمت دا دی چي هغه خالق جل جلاله چي زوی ته یې دوې او لور ته یې یوه برخه ټاکلې ده، دا حکم یې هم کړی دی چي د ښځي د پاره به مهر وي!


کله چي دغه لور نکاح وکړي، نو دوه لکه په مهر کي ور رسیږي. دلته همدغي لور ته د الله تعالی د حکم په برکت درې لکه افغانۍ ورسیدې او هغه زوی ته دوه لکه...!


کله چي ته نکاح وکړې نو ښه په عزت ارامه ناسته يې، نه د لباس، نه د نفقې او نه د بل مصرف غم درسره سته، ستا ټول مصارف پر نارینه وو دي، ستا ورور خپلي دوه لکه افغانۍ ستا په نکاح او یا پخپله نکاح کي مصرفوي، نو تا ته د میراث او د مهر ترڅنګ سره زر، قیمتي کالي او نور قیمتي اسباب هم د خپلي کورنۍ او خاوند د کورنۍ لخوا در کول کیږي، دا څومره زیاته برخه ده؟!

 


 

کله چي ستا ورور خپلي پیسې ستا په نکاح کي یا پخپله نکاح کي مصرف کړی نو هغه ته څه شي ور پاته سوه؟!


ښځه: هغه ته هیڅ هم نه پاتیږي! 


عالم: او تا ته څه شي در پاته سوه؟


تا ته هم میراث پاته سو، هم د مهر پیسې، هم سره زر او هم ګران قیمته کالي در پاته سوه. 


ښځه: که یوې ښځي نکاح نه کول؟


عالم: دا د هغې خپل غلط انتخاب دی، په لوی لاس د نکاح د پرېمانه برکتو څخه ځان محروموي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته