تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ژوندلیک
  تعلیم الاسلام
  November 23, 2017
  0

د حکیم الامت علامه محمد اشرف علی تهانوي رحمة الله علیه ژوند ته لنډه کتنه

 

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نوم او القاب یې:
نوم یې ” اشرف علي“ دی، دا نوم د دغې زماني یو مقبول او مشهور، بزرګ حضرت حافظ غلام مرتضیٰ صاحب پاني پتي رحمة الله علیه ، دده لپاره خوښ او کیښودلی وو.


القاب ئې : حکیم الامت او محي السنة.

 

شرف نسب:
 د پلار نوم ئې عبدالحق دی او د پلار له طرفه ئې د نسب سلسله حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) ته رسېږي او د مور مبارکې له طرفه ئې نسب علوي دي.

 

پیدایښت:
حکیم الامت په  ۱۲۸۰ هـ ق کال د ربيع الثاني پر پنځمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هند د مظفرنګر په ضلع کې د تهانه بهون د کلي په يوه شتمنه او درنه کورنۍ کې دنيا ته سترګې غړولي دي.


 زده کړه :
 حکيم الامت رحمهالله خپلي لومړنۍ زده کړي له قرآن کريم څخه پيل کړې، لومړی ئې له حافظ حسين علي رحمه الله  څخه قرآن کريم حفظ کړ، وروسته ئې متوسط فارسي او عربي کتابونه په تهانه بهون کې له مولانا فتح محمد صاحب څخه وويل کوم چې د خپل وخت يو ستر او متقي عالم وو.


په ذوالقعدہ ۱۲۹۵ھ کې دی دارالعلوم دیوبند ته د نورو زدکړو لپاره راغلی او پنځه ۵ کاله دلته د علم په حصول کې مشغول پاتې شوی دی، په دارالعلوم دیوبند کې یې د دلاندې علماو څخه زده کړي وکړې:


 مولانا محمدقاسم نانوتوي (رحمه الله)
مولانا محمد يعقوب نانوتوي (رحمه الله)
شيخ الهند محمود الحسن ديوبندي (رحمه الله)
مولانا سيد احمد دهلوي (رحمه الله)
قاري محمد عبدالله مهاجر مکي (رحمه الله) او داسې نور...

 

 او د دارالعلوم دیوبند څخه  په ۱۳۰۱ هـ  په یو شانداره جلسه کې د فراغت پټکۍ ور و تړل شوه، په دغه وخت کې دده عمر نيژدې ۱۹ کاله برابریده.

 

 له زده کړو څخه تر فراغت وروسته څوارلس کاله په کانپور کې صدر مدرس وو او په همدې وخت کې ئې د بيت الله شريف حج هم ادا کړ او له سید الطایفه حضرت حاجي امدادالله تهانوي مهاجر مکي (رحمه الله) څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.


 او له حضرت مولانا رشيداحمد صاحب څخه ئې د افتاء په فن کې زدکړې  وکړې.

 

د حضرت تھانوي رحمة الله علیه څو مشهور خلفاء


 ۱: حضرت مولانا مفتي محمد شفیع صاحب دیوبندي رحمة الله علیه،
 ۲: حضرت ډاکټر عبدالحي صاحب عارفي رحمة الله علیه،
۳: حضرت مولانا فقیر محمد صاحب رحمة الله علیه
۴: حضرت مولانا مسیح الله خان صاحب رحمة الله علیه
۵: مولانا ولي محمد صاحب بټالوي رحمة الله علیه
 ۶: مولانا ابرارالحق صاحب حقي رحمة الله علیه
۷: حضرت مولانا رسول خان صاحب رحمة الله علیه
۸: حضرت مولانا کفایت الله شاہ جهان پوري رحمة الله علیه
۹: حضرت مولانا شیر محمد صاحب مهاجر مدني رحمة الله علیه
۱۰: حضرت مولانا شاہ وصي الله رحمة الله علیه
 ۱۱: حضرت مولانا قاري محمد طیب صاحب رحمة الله علیه
۱۲: حضرت مولانا علامه سید سلیمان ندوي رحمة الله علیه
۱۳: حضرت مولانا عبدالغنی پھول پوري رحمة الله علیه،  
۱۴: حضرت مولانا محمد انوار الحسن صاحب کاکوروي رحمة الله علیه
۱۵: حضرت مولانا محمد موسیٰ سرحدي رحمة الله علیه
۱۶: حضرت مولانا سید مرتضیٰ حسن صاحب چاندپوري رحمة الله علیه
۱۶: حضرت مولانا مفتي محمد حسن صاحب کیمبل پوري رحمة الله علیه
۱۷: حضرت مولانا عبدالرحمن کان پوري رحمة الله علیه 
۱۹: حضرت مولانا عبدالکریم  رحمة الله علیه
۲۰: حضرت مولانا عبدالباري ندوي رحمة الله علیه
۲۱: حضرت خواجه عزیز الحسن صاحب مجذوب رحمة الله علیه او داسې نور...

 


 

څو مشهور کتابونه ئې دا دي:
حکيم الامت (رحمه الله)  په فقه، تفسير، حديث، تصوف، تجويد، عقايد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره په معاشرتي، تمدني، سياسي او تجارتي موضوعاتو باندې تحقیقي او څیړنیز کتابونه ليکلي چې لوی او واړه کتابونه (تصنيفونه) ئې تقريباً اته سوو (۸۰۰) ته رسېږي، بلکي ځيني کسان خو ئې تر دې هم د تصانيفو شمېر زيات په ګوته کوي:


۱  الاکسیر فی ترجمة التنویر
۲  التادیب لمن لیس له فی العلم و الادب نصیب،
۳  تحذیر الاخوان عن تذویر الشیطان
۴  القول البدیع فی اشتراط المصر للتجمیع
۵  القول الفاصل بین الحق و الباطل،
۶   تنشیط الطبع فی اجراء القراء ت السبع
۷   بیان القرآن فی ترجمة والتفسیر.  ۳۰ پاری


۸   التکشف عن مھمات التصوف
۹  تربیة السالک و تحیة الھالک،
۱۰  حیات المسلمین
۱۱  تعلیم الدین،
۱۲  البوادر و النوادر
۱۳  اصلاح الرسوم،
۱۴  مجامع کثیرۃ لمجالسه و کلامه و لمواضعه 
۱۵  جمال القران 
۱۶  بهشتي زیور
۱۷  قراني علاج
۱۸ قصد السبیل
۱۹  معارف القران
۲۰  احکام القران ۱۶جلده
۲۱   فواید عثماني

۲۲   انوار الوجود فی اطوار الشھود 

۲۳  التجلی العظیم فی احسن تقویم
۲۴  سبق الغایات فی نسق الآیات 
۲۵  امداد الفتاوی
۲۶  اصلاح انقلاب امت
۲۷  احکام قرباني
۲۸  اسلام اور عقلانیت 
۲۹  اسلام میں پردے کی حقیقت 
۳۰  اشرف الجواب 
۳۱  اشرف الطائف
۳۲ احکام اسلام عقل کی نظر می
۳۳  اعمال قرآني 
۳۴  اغلاط العوام 


۳۵  التبلیغ ۔۵ جلد 
۳۶  الحیلة الناجزہ 
۳۷  العلم والعلماء
۳۸  المصالح العقلیه
۳۹  آداب القرآن 
۴۰   آداب المساجد 
۴۱   آداب المعاشرت
۴۲   آداب زندگی  
۴۳   بصائر حکیم الامت 
۴۴   پر سکون گھر 
۴۵   تربیت السالک ۔۳ جلده
۴۶   تسهیل المواعظ ۔۲ جلد  
۴۷   تقدیر کیا ہے؟
۴۸   جزاء الاعمال 
۴۹   حفظ الایمان 
۵۰    حقوق الاسلام 
۵۱   حکایات اولیاء  
۵۲   خطبات الاحکام 
۵۳   خطبات حکیم الامت ۔ ۱۶ جلده
۵۴   دنیا و آخرت 
۵۵   دین کی باتیں 
۵۶   زاد السعید 
۵۷   شریعت و طریقت 
۵۸   شوق آخرت 
۵۹   شوق وطن 
۶۰   صفائی معاملات 
۶۱   فروع الایمان 
۶۲   فقه حنفی کے اصول و ضوابط 
۶۳   قصص الاولیاء ۲ جلده
۶۴   مآثر حکیم الامت 
۶۵   محاسن اسلام 
۶۶   ملفوظات حکیم الامت ۳۲ جلده
۶۷   مناجات مقبول


۶۸   نشر الطیب 
او د حدیثو مشهور کتاب اعلاء السنن چې دده په مشوره لیکل شوی دی په دې کتاب کي د حنفي مذهب ټول مسائل په احادیثو ثابت کړل سوي دي.  او داسې نور...

 

حوصله او ایثار ئې:


نوموړی يوه ورځ په ډهلي کې جوړې شوې جلسې ته د تقرير لپاره ور وبلل شو.


کله چې اشرف علي رحمه ﷲ تقرير پيل کړ، د وينا کولو پر مهال ورته د کاغذ په يوه ټوټه ليک (چيټ) راغی ، چې په کې ليکل شوي وو:


١ ته دوبي ، جولا او د بيکاره نسب څېښتن يې .
٢ ته جاهل يې .
٣ د تقرير په طريقه هم نه پوهېږې ګډې وډې وايې .
۴ او بل داچې ته کافر يې . 


حکیم الامت مولانا اشرف علي رحمه ﷲ د ټولو خلکو په وړاندې ليک ولوست بيا يې وويل زه ددې ليک رالېږوونکي ته ځواب وايم:


١ زه که دوبي ، کلال او د کمزوري نسب سره تعلق لرم دا زما له اختياره وتلې خبر ده ، دا اختيار صرف د ﷲ جل جلاله سر دی چې د چا چېرته او په کومه کورنۍ کې زوکړه کوي .


او بل دا چې زه خو دې سيمي ته يوازې د وينا کولو لپاره راغلی يم، له هيچا سره د خېښۍ اراده نه لرم.


٢ دی وايې چې ته جاهل يې زه جاهل نه بلکې اجهل يم فقط دومره کوم ،چې کتابو کې څه وينم او لولم هغه نقلوم که کومه خبره خطا او ناسمه وي هغه مه منئ.


٣ وايې ته ګډې وډې وايې، د تقرير په طرز او طريقه نه پوهيږې


هو! زه خو واعظ نه يم بلکې يو مدرس يم او بلنه هم ستاسو له خوا راغلې وه خو بيا هم که تا ما ته په پټه طريقه ويلي وای نو مابه هيڅکله دې جلسه کې تقرير نه وای کړی .


۴ بل دا چې وايي ته کافر يې ، زما په زړه کې د ايمان ډېوه لا روښانه ده الحمدلله خو زه بيا هم ستا پر وړاندې د شهادت کلمه وايم ترڅو ستا يقين زما په ايمان راشي نو پر منبر يې ښه په زوره وويل: (اشهد ان لا اله الا ﷲ واشهد ان محمد عبده ورسوله)

 

حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د خپلو تالیفاتو په رڼا کي ډیر زیات دیني مسائل څیړلي دي چي هر عام او خاص لره پکار ده چي استفاده ور څخه وکړي.

 


وفات یې:
 حکيم الامت (رحمه الله)  په ۱۳٦۲هـ ق کې د رجب المرجب د مياشتي پر شپاړسمه نېټه د ورپېښي ناروغۍ له کبله د اتياوو (۸۰) کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټي کړې او د تهانه بهون د عشقبازات په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

رحمه الله تعالی علیه رحمة واسعه

 

د حکیم الامت رحمه الله د بیان ځای

 

 

د حکیم الامت رحمه الله د کور ساحه

 

د سنت طریقې مطابق د حکیم الامت رحمه الله قبر

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته