تازه سرليکونه
د انتخاب صفات
 
  December 4, 2011
  0

د انتخاب صفات

رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايلي دي : ښځه د څلورو صفاتو لکبله په نکاح کيږي  د مال لکبله ، د کورنۍ لکبله ، د ښايست لکبله او د ديانت لکبله ، خو ته په دينداري ښځي ځان کامياب کړه ، لاسونه دي سپېره مه سه . په عام ډول خلک د ښځي شتمني ، کورنۍ او ښايست تر ديانت دمخه کوي ، خو د الله رسول  صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د ښځي ديانت بايد تر بل هر صفت دمخه په پام کي ونيول سي . ځکه ښځه چي څومره دينداره وي په هغه اندازه د خپل ميړه اطاعت کوي او د اولادونو صحيح تربيه او پالنه کوي .

ماخذ: فقه المبتدي- نکاح

----------
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَلِجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاكَ ( متفق عليه )

 

 

سرته