تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي د مخ پټولو حکم
  تعلیم الاسلام
  July 9, 2017
  0

 اختصار او لنډیز: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د مخ پټول بلکل په ستر کي راځي، په دې اړه هم ایت او هم احادیث راغلي دي، مخ د ښځي د ښایست مرکز دی نو څنګه به مخ نه پټوي؟! لڅ مخ ګرځیدل حجاب نه بلکي یو ډول فیشن دی، دې ته حجاب نه وايي چي د حسن اصلي مرکز یې لڅ کړی وي او خلګ په فتنه کي اچوي!

د مخ پټولو حکم په قراني ایتونو او احادیثو کي راغلی دی،

الله جل جلاله ښځو ته داسي فرمايي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا....( سورة النور: ۳۰)
ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګي کښته واچوئ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي مګر هغه چي ددغه څخه (د کور د کار په وخت کي) ښکاره کیږي.

له کښته کتلو څخه مطلب دا دی چي د پردیو ښځو مخونو ته دي نه ګوري ځکه مخونه د حسن، ښایست او تازه ګي مجموعه او فهرست دی. 

نو ځکه د کتلو له امله يي هغو ( ښځو) ته شوق پیدا کیږي چي بیا لویه فتنه ترې جوړیږي، لاندي مفسرینو اقوالو مطالعه کړی،

 تفسیر محقق بیضاوي:
چي تفسیر يي ( تفسیر البیضاوي) ستایلو ته اړ نه دی د (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) په تفسیر کي داسي فرمايي:
والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها . ( تفسیر بیضاوي مکمل، مصري چاپ جلد ۴، مخ ۷۸)
ژباړه: د مخ ښکاره کول په کتلو کي نه بلکي په لمانځه کي پروا نه کوي ځکه د آزادي ښځي ( حوري) ټول بدن عورت دی،

بل ایت شریف کی الله تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ (الاية)

مشهور مفسر صحابي حضرت ابن عباس رضي الله عنه ددې ایت په تفسیر کي فرمایلي دي:
أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب " .

ژباړه : د مسلمانانو ښځي په دې امر سوي دي چي له یوې سترګي  پرته خپل سرونه او مخونه په لوی څادرنو (چادري) پټ کړي .

تفسیر مدارک نسفي :
فأمرن أن يخالفن بزيهن عن زي الإماء بلبس الملاحف وستر الرؤوس والوجوه فلا يطمع فيهن طامع. (تفسیر مدارک جلد ۳ ،ص ۳۱۳،  طبع دارالکتب ایوبي بیروت )
ژباړه : د مسلمانانو ښځي په دې ماموري سوي دي چي د مینځیانو له جامو څخه ډډه وکړي ملاحف واغوندي ، سرونه او مخونه پټ کړي ترڅو څوک بده طمع ورته ونه کړي.

په دې اړه د ۲۴ مشهورو تفاسیرو تفصیل هم سته چي د مخ پټولو په اړه یې همدغه قراني ایتونه ذکر کړي دي.

نبوي احادیث
 د حضرت ابوبکر رضي الله عنه لور حضرت اسماء رضي الله عنها فرمايلي دي: كُنَّا نُغَطِّيَ وُجُوهَنَا مِنَ الرِّجَالِ. (مستدرک للحاکم، صحیح ابن خزیمة)

ژباړه: موږ به د خلګو څخه مخان پټول.

بل ځای حضرت اسماء رضي الله عنها فرمایي: كنا نغطي وجوهنا من الرجال في الاحرام. (رواه الحاکم وابن خزیمه)

ژباړه: موږ په احرام کي لا هم د نارینه وو څخه مخ پټوی.

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ. (ابوداود، بیهقي، احمد)

ژباړه: حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په احرام کي وو کله چي به سپاره خلګ زموږ طرف ته تیریدل نو په موږ کي به یوې د چادري ټوکر د سر څخه پر مخ را ایله کړی مخ به یې پټ کړی کله چي به دغه خلګ تیر سول نو بیا به مو مخان لڅ کړل (ځکه په احرام کي مخ نه پټیږي خو په يوه طریقه سره به مخ حتماً پټوي).

نو لنډه دا چي په قران او حدیث سره ثابته ده چي ښځه به حتماً مخ پټوي او د مذاهبو هم دا فیصله ده.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته