تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج د قبلیدو نښي
  تعلیم الاسلام
  September 1, 2018
  0
ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 د حج د قبلېدو نخښې په لاندي ډول دي:
 
لومړى نخښه
 
په احاديثو کي د حج د قبلېدو يو نخښه يا علامه دا راغلې ده، چي په جمراتو کي چي شيطانان په کومو ډبرو ويشتل کيږي د هغو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د چا حج چي قبليږي نو د هغه دغه ډبري پورته کيږي او کومي ډبري چي هلته پاتيږي او پرتي وي دا د هغو خلکو وي چي حج يې نه وي قبول سوئ ( رواه البيهقي) ، نو ځکه علماء کرامو دا مسئله ليکلې ده چي ددې ځاى په ډبرو رمي (ويشتل) مه کوئ، ځکه دا د هغو خلکو ډبري دي چي حج يې نه وي قبول سوی.
 
په قران مجيد کي د بيت الله په اړه الله جل جلاله داسي فرمايي:
 
فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ (۹۷)(آل عمران:٩٧ ) 
ژباړه: په هغه کي ښکاره علامې دي.
نو د حج د ښکاره نخښو څخه يو نخښه داده چي د چا حج قبول سوی وي نو د هغه ډبري پورته کيږي. 
 
دوهمه نخښه
 
د حج د قبلېدو دوهمه نخښه چي موږ د خپلو بزرګانو څخه اورېدلې ده دا ده چي د حج څخه تر راتلو وروسته د انسان په اعمالو کي ښه والى پيدا سي. 
 
د فرايضو او واجباتو په اداء کولو کي چي مخکي څومره پابندي وه، اوس دا کوښښ تر هغه زيات سوئ وي. مخکي چي به د ګناه څخه د ځان ساتولو څومره کوښښ کېدئ اوس تر پخوا دا کوښښ ډېرسوئ وي. 
 
که په چا کي تر حج وروسته دغه صفتونه پيدا سوه نو دا ددې علامه ده چي هغه قبول سوئ حج راوړى دئ.
 
دريمه نښه
 
د حج د قبلېدو يوه بله علامه هم سته، دا هم موږ د خپلو بزرګانو څخه اورېدلې ده.
 
 هغه دا چي هلته د بيا ورتللو شوق ډېر سي، نو ځکه موږ ته په کار ده چي خپل اعمال وګورو او د خپلو اعمالو څارنه وکړو چي تر حج وروسته زموږ په اعمالو کي کوم بدلون راغلى  دئ؟ د فرايضو او واجباتو په اداء کولو کي چي تر حج مخکي څومره پابندي وه ايا اوس په دې پابندي کي ښه والى راغلى دئ که څنګه؟ د حج څخه مخکي چي د ګناهونو څخه د ځان د ساتولو کوم کوښښ کېدى ايا اوس په دغه کوښښ کي يو څه ډېروالى راغلى  دئ که څنګه؟
 
 که چيري دغه بدلونونه راغلي وي نو بيا دا د قبول سوي حج علامې دي. الله تعالي دي و موږ ټولو ته داسي حج را نصيب کړي.
 
ماخذ: تر حج وروسته به ژوند څنګه تیروو؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته