تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ویټامین B7 يا H بيوتين Biotin
 
  August 12, 2017
  0

 ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بيوتين Anti egg white injury factor په نوم هم ياديږي د لمړي ځل لپاره په ١٩٢٩ کال کې يوې ميرمنې Boas دغه Anti egg white Injury Factor په صحرايې موږک کې چې د Dermatitis د ويښتانو تويېدلو ، د عضلي حرکاتو د بې نظمۍ اعراض په کې شامل وه، مشاهده کړي وه .

ځيګر ، yest او نورو غذايې مواد داسې يوه ماده لري چې کولى شي صحرايې موږک د Egg white injury په مقابل کې وساتى مګر په ١٩٤٠ م کال کې Gyorgy  او vigneaud وښودل چې بيوتين او Anti egg white injury فکتورونه دواړه سره يو شي دي .

بيوتين بې رنگه اوږده د ستنې په شان کرستلونه دي په اوبو کې په کمه اندازه منحل او د حرارت په مقابل کې مقاوم Heat stable او يومونو کاربوکسيلک اسيد جوړوي.

ددې ویټامین د کمي زیانونه
 
 د بيوتين په کموالى سره انسانانو ته د پوستکې تحريش ، د اشتها کموالى، ضعيفي او نور عوارض پيداکېږي ددې ويټامين کموالى د هگيو د زياتو سپينو په خوړلو سره رامنځ ته کېږي ، ځکه چي د هگى سپين يو مخصوص پروتين لري چې د (Avidine) په نوم ياديږي .دا پروتين بيوتين د ځان سره نښلوي او جذب څخه  مخنیوى کوي دا ويټامين په بدن کې د کاربوهايدريت او شحمي غذايې موادو د ميتابوليزم په عمل کې خپله لارا اجرا کوي او په B کمپلکس گروپ کې شامل دي. دا ويټامين  د ويني گلسرين زياتوي او که چېرې په بدن کې کم شي نو جلدي امراض پيدا کوي . د بيوتين کميدل د پانقراس په عصاره کې د Biotinidase انزايم د کمبود او په Malabsorption synd کې هم پيداکېږي، منځ ته راځي.
 

د بيوتين د فقدان او اعراض:
 
د خولې د اطرافو د ګزک (التهات ) (Perioral dermatitis ) د ويښتانو تويېدل (Alopecia ) د تګ بي توازني (Conjunctivihi satxia ) په ماشومانو کې د نمو يا ودي وروسته پاتي والي عصبي يا نيورولوژيک نقصان ليدل کېږي .

د ويټامين B7 يا بيوتين غوره او عمده منابع: 

دا ويټامين په حيواني او نباتي خوړو کې پيداکېږي ددې ويټامين اړتيا کمه ده ځکه چې په وړوکولمو کې د بکتريا په واسطه جوړيږي اما که چېرې سلفايد زيات مقدار درمل استعمال شي په هغه صورت کې دا بکتريا له منځه ځي او پاي کې بيوتين کموالى منځ ته راځي.
ويټامين B7 په توري ، غوښه ، څارويو زړه ، پښتورگي ، خميرمايه ،پسته ، د هگيو زيړ، شيدو ، سبزيجات ، ميوجات او نورو کې پيدا کېږي . 

نور ویټامینونه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته