تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آندونه او تعبیرونه
 
  July 12, 2017
  0

 د ټولنیزو پاڼو څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت محمد خرم
 
مُسکا د ځان عادت وګرځوئ.
سره له دې، چي زړه ته نږدې بي بي ئې د سترګو په وړاندي وفات سوه.
سره له دې، چي ټول اولاد ئې دده په ژوند وفات سو بغیر له یوې لور.
سره له دې، چي له مور او پلاره یتیم پاته وو.
سره له دې، چي قریبان ئې په ژوند شهيدان سول؛ حمزه ، جعفر او ابوطالب  رضی الله عنهم.
سره له دې، چي تل به د مسلمانانو او فقیرانو په احوال اخیستلو مشغول وو.
سره له دې، چي تل د کفارو سره په معرکه اخته وو.
سره له دې، چي د مرګ او آخرت په ټولو عذابونو خبر وو.
سره له دې ټولو به ئې پر مبارکه خوله مُسکا خپره وه!! ( اللهم صل وسلم علی سیدنا و حبیبنا محمد. )

غلام عمر  "عبدالله"
 
سيکولرانو ته لنډ جواب !
سړى د يو شېخ اوعالم د درس حلقې ته ورغلى، چي طالبانو ته ئې د صحيح بخاري او مسلم شرح کوله، سړي ويل: غرب سپوږمۍ ته ورسېدى تاسو لا همدلته ياست؟!
شېخ ويل: "په دې کي د تعجب خبره څه ده صرف يو مخلوق له بل مخلوق سره يو ځاى سو، خو! موږ غواړو، چي مخلوق له خالق سره يو ځاى کړو".

محمد حسن "هڅاند"
 
مسلمانه!
مسلمانه! ته د دغه کایناتو د وجود هدف يې، ستا  دپاره الله جل جلاله دغه کاینات پیدا کړي دي او وجود ته يې را څرګند کړي دي، ته هغه په نخښه سوی هدف يې، چي په لاره کي ئې حیران کسان لا حیران سوي دي، خو ته خپل شان او شخصیت هېروې او خپل ارزښت سپک ګڼې.

ګلبهار "پکتياوال"
 
د یو مسلمان په زړه کي باید څلور ډوله ښځي واوسیږي.
۱- مــــور، ۲-مېرمن، ۳-خـــور، ۴-لور،
د مور په خوشالۍ کي د الله تعالی خوشحالي نغښتې ده، د مېرمني عزت او د هغې اکرام کول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  له خوا وصیت دی، د خور سره ښېګڼه او د هغې سره خورولي پالل د خیر او برکت ذریعه ده، لورته ښه تربیت ورکول او په علم سمبالول جنت ته د تللو ذریعه ده.

نور الله "افغان"
 
اذا أتتک مذمتي من ناقص
فــَــهِيَ الشهادة بانّي کامـــل
 يعني: که د يوه ناقص انسان له طرفه زما بد درته و وويل سوه، دا پر دې شاهدي ده چي زه کامل يم.

اسدالله حلیم

پلار!!! 
هغه چي نوم ئې دمجسم نعمت زېری دی.
هغه چي شتون ئې دالله جل جلاله دجاري رحمت مشهود حقیقت دی.
پلار هغه خواخوږی مربي دی، چي خپل په روحي او جسمي مشکل کي یوازي ستا راحت پرته له بدلې لټوي. دالله جل جلاله د لطف، احسان او کرم یوه ژوندۍ او محسوسه نمونه دنیا ته الله جل جلاله د پلار په صورت او سیرت کي وړاندي کړې ده.
یاربه! موږ ته دوالدینو هغه خدمت او ور سره احسان نصیب کړې کوم چي نتیجه ئې یوازي ستا واحد ذات جل جلاله خالصه رضاء کیږي.

رب ارحمهما کما ربياني صغیرا.
اللهم اجعلني براً لهما و لا تجعلني جباراً شقیا.

قدرت الله "صابر"
 
د یوه ډم څخه پوښتنه وسوه چي ستا او د ډاکتر تر مينځ توپیر څه دئ؟

هغه وویل: دواړه سپیني چپني اغوندو، د دوکان خلاصېدو اجازه لرو، دواړه د جارحه وسلو څخه کار اخيستلای سو او دواړه د سلو څخه زیات فیس اخلو! خو زه بېچاره!خو هغه بېچاره!! 

هو خو زه بېچاره د مشتري د وژلو حق نه لرم او هغه ئې لري!

قاري هاشمي
 
نیم راحت :
په دې کي دی، چي ته د نورو بې مسؤولیته پلټنه ونه کړې...!
نیم ادب دا دی ، چي په هغو خبرو کي مداخله ونه کړې چي  تاته ګټه نه رسوي...!!
او نیمه پوهه په چوپوالي کي ده....!!!

ډاکټر مطيع الله "عطاف"
 
د نېکبختۍ څخه مي وپوښتل : زړه ته سکون کله راځي؟! 
وې ویل: کله چي په زړه کي درې صفات پیداسي، نو په هغه کي سکون او اطمينان پیدا کیږي:
۱- پر تېر باندي غم نه کول.
۲- په اوسني حالت باندي قناعت کول.
۳-د اسمانو درب په تقسیماتو خوښي څرګندول.

ډاکټر نثاراحمد صمد"واصفي"
 
د صبر یوه بېلګه!
که دي د دنیا په محکمه کي عدالت پیدا نه کړ، نو خپله دوسیه د آخرت و محکمې ته پرېږده؛ ځکه چي هلته شاهدان پرښتې (ملايکي) دي او ستا دعوه ئې ساتلې ده او قاضي هم رب العالمین دی!

محمد ایاز "ترنک"
 
پیشو د کوچني له مخه غوښه وځغلوله، غوجلي ته ننوتله، د کوچني پلار له سوټي سره ورپسي ورغلی، په اخور کي ئې د پیشو ځلېدونکي سترګي ولیدې، وار ئې پرې وکړ. پیشو د سړي تر پښو ووتله او په دروازه کي ودرېده، ناره ئې کړه: زما د پخې غوښي په خوړلو مرګ روا سو او تاسو چي د یو بل خامي غوښي خوری او تر خولو مو ویني څاڅي هیڅ خبره نه ده.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته