تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پولس که حضرت عیسی علیه السلام؟
 
  July 8, 2017
  0

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

پولس د یهودي نسل څخه یو رومي کس ؤ ، دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي د هغه او د هغه د حواریینو سخت دښمن او مخالف ؤ. (پر عیسایانو يې زیات ظلمونه کول هغوی یې د پیسو په مقابل کي نیول او رومیانو ته یې په لاس ورکول )، د موجوده عیسايي دین بنسټ ايښودونکی پولس دی، یعني د نن سبا اکثریت عیسویان په عقایدو او اعمالو کي د حضرت عیسی علیه السلام د تعلیماتو پر ځای د پولس د تعلیماتو پیروي کوي.

پولس یهودي چي وروسته عیسایت ته واوښتوی او د رواغو دعوې يې پیل کړې، په مخکنیو تعلیماتو کي یې ډير تحریفونه او تغیرات راوستل مثلاً: 


په بایبل کي راځي:

اته (۸) ورځي وروسته هغه سنت شو او د هغه نوم عیسی کښېښودل شو.(انجیل لوقا۲: ۲۱)

نو بیا خدای د ابراهیم سره د سنت وعده وکړه او چي د ابراهیم نه اسحاق پیدا شو نو هغه ئې په اتمه ورځ سنت کړو او هغه شان اسحاق د خپل ځوی یعقوب او یعقوب د خپلو زامنو.(اعمال د رسولانو۷: ۸)

هر نر هلک باید سنت شي. (پیدایښت ۱۷: ۱۰)

د اسماعیل سنتیدل په یوه ورځ وشوه.(پیدایښت ۱۷: ۲۶)

اسحاق سنت شو.(پیدایښت۲۱: ۴)

اسرائیل د دوهم ځل لپاره سنت شو.(یشوع ۵: ۲)

او داسی نور......


خو پولس بیا وايي:

سنت شوی او ناسنته دواړه هیڅ شی نه دي. (اول خط د کورنتیانو په نوم ۷: ۱۹)

هغه په سنتولو مجبوره نه کړی.(خط د ګلتیانو په نوم ۲:۳)

او د سنت کيدلو ګټه څه ده؟(خط د رومیانو په نوم ۳: ۱)


ګوری زه پولس تاسو ته وایم چي که تاسو سنت شی نو د مسیح نه به تاسو ته هیڅ ګټه نه وي. (خط د ګلتیانوپه نوم ۵: ۲)

تاسی و ګوری حضرت عیسی علیه السلام په اتمه ورځ سنت سو نو هر هغه عمل چي دی (حضرت عیسی علیه السلام) ئې کوي هغه کار باید عیسایان هم وکي، و بل لور ته پولس بیا وایي چي سنتول کومه ګټه نلري، که ګټه نلري نو حضرت عیسی علیه السلام ولي سنت کړل سو؟ 


همدا اوس ټوله عیسایي نړۍ  د پولس خبره مني د حضرت عیسی علیه السلام و خبري او فعل ته هیڅ ارزښت نه ورکوي ، یو عیسایي هم نه دی سنت. هغه بایبل چي دوی ور باندي ایمان لري په هغه باندي دوی عمل نه کوي، اوس د ملګرو ملتو له لوري یو پروګرام پیل سوی دی او هغه دا چي هغه کسان چي سنت سوي نه وي هغه د ډیرو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي نو ځکه نړۍ اوس پردې باندی په سلا شوې ده چي باید هر نر سنت سي هغه که عیسایي وي،هندو وي، بودایي وي، لادینه وي او که بل..... د روغتیا د لاسته راوړلو په موخه.


د سنتولو ګټې تاسي زما په کتاب (اسلام اونوي ساینسي څیړنې ۴ ټوک) کي لوستلای سی.

پولس له حواري برناباس سره


پولس په عیسائیت کي دا عقاید ور زیات کړل:

  • عشایي رباني
  •  حضرت عیسی علیه السلام د خدا ځوی دی
  • تثلیث (درې خدایان منل) 
  • د ختنې (سنتولو حکم) ئې ختم کړ
  • د تورات احکام ئې منسوخه کړل

او داسي نور...


په لومړي سر کي کله چي پولس وویل چي زه عیسایي سوی یم حال دا چي ډیرو حواریینو ورباندي باور نه کاوه خو برناباس ورباندي باور وکی لکه په بایبل کي چي راځي:

کله چي ساؤل (پولس) و بیت المقدس ته ورسیدی نو هغه کوښښ وکړ چي د عیسی منونکو سره یو ځای شي او په ډله کښې ئې شامل شی خو هغوی ټول د هغه څخه ویریدل ځکه چي د هغوی په دې یقین نه راتلو چي ګني هغه ایمان راوړی دی خو برنابا (برناباس)  د لاسه ونیولو رسولانو ته ئې بوتلی او د هغو سره ئې پېژندګلوي وکړه. (اعمال د رسولانو۹:۲۶،۲۷)


له دې څخه ورسته پولس د ډیر وخت لپاره د برناباس سره ؤ او د ډیري مودې لپاره پولوس او برنبا هلته پاته شول او د خدای په توکل ئې په ډاګه او په زړه ورتیا کلام واورولو.(اعمال د رسولانو۱۴:۳)


د برناباس او پولس اختلاف

او همدارنګه د پولوس او برنبا بیان په (اعمادرسولانو۱۳باب،۱۴باب،۱۵ باب) کي لوستلی سی. له دې څخه وروسته د برناباس له پولس سره اختلاف راغی هغه اختلاف پردې باندي راغی چي کله پولوس خپل نظریات بیان کړل لکه د تورات احکام منسوخول،  تثلیث، په عیسی علیه السلام کي د خدای حلول، د کفارې عقیده او داسي نور...


په بيت المقدس کي د حواريينو غونډه

په بیت المقدس کي حواریینو په دې باندي غونډه جوړه کړه چي باید د تورات په احکامو باندي عمل وسي لکه ختنه (سنتول) او داسي نور په دې غونډه کي پطرس، برناباس او یعقوب هم ګډون درلود، خو پولس ددې غونډي د پریکړي سره مخالفت وکی.

ددې غونډې بیان په ۱۵ باب کي دی، او د برناباس او پولس مخالفت هم پکښې دی.

که تاسو د موسی د شریعت په مطابق سنت نه شی نو خلاصون نه شی موندلای په دې د هغوی سره د پولس او برنبا ډیر سخت بحث وشو. (اعمال درسولانو۱۵:۱،۲)

له دې څخه وروسته پولوس او حواري برنبا سره بېل شول:

بیا د دوی (پولوس او حواري برناباس) تر منځ جګړه دومره سخته شوه چي هغوی یو د بل نه جدا شول او برناباس مرقوس د ځان سره کړو او د اوبو په جهاز کي و قبرص ته روان شو. (اعمال د رسولانو۱۵:۳۹- ۴۱)

پولس وویل:

ګوری زه پولس تاسو ته وایم چي که تاسو سنت شی نو د مسیح نه به تاسو ته هیڅ فایده نه وي. او څوک چي د مسیح عیسی سره یووالی لري د هغه نه خو سنتېدل څه معنا لري؟ (خط د ګلتیانو په نوم ۵: ۲- ۱۰)


پولس او د کشف او الهام دعوه


له دې اختلافاتو څخه وروسته پولس د (ګلتیانو په نوم د پولس رسول خط) ولیکي او دائې وویل چي:

زما وروڼو! زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زیری چي ما درته اورولی دی هغه د بنی آدم جوړ کړی نه دی ځکه چي هغه ماته د یو انسان له لوري نه دی را رسیدلی او نه چا بنی ادم و ماته ښوولی دی بلکې د کشف  په معرفت د عیسی مسیح د طرف نه شوی دی. (د ګلتیانو په نوم د پولس خط۱: ۱۱-۱۳)


دا خط ئې خپور کړ د حواریینو په خلاف باندي او وخلکو ته ئې وویل چي و ماته کشف سوی دی او زه په هرڅه پوهیږم، دا خط ئې د بیت المقدس د غونډي څخه وروسته ولیکی د پولس ټول لیکونه ددې غونډې څخه وروسته لیکل سوي دي، دا ځکه چي د عیسایي عالمانو مطابق د ګلتیانو لیک د پولس لومړی لیک دی.


د برناباس مشهور انجیل

برناباس ددې لپاره چي اصل دین له منځه ولاړ نسي نو یو انجیل ئې ولیکي دا انجیل په ۱۷ پېړۍ کي د پاپ اسکټس پنځم په کتب خانه کي و موندل سو برناباس ددې انجیل په لومړۍ پاڼه کي داسي لیکلی دي:

ای انسانانو دا سخت کفر دی چي څوک وایي چي مسیح د خدای ځوی دی،او د ختنې (سنتولو) څخه انکار کوي دا هغه حکم دی چي خدای همېشه ددې حکم کړیدی،هري نجسې غوښې جایزي ګڼي، ددې کبله پولس هم ګمراه شو زه په افسوس سره دا خبره کوم او زه له همدې کبله حق وایم. (انجیل برناباس ایاتونه ۳- ۸) خپرونکي اداره اسلامیات لاهور ۲۰۰۳)

د ختنې (سنتولو) حکم د حضرت ابراهیم علیه السلام څخه روان ؤ، په تورات کي هم ددې حکم ښکاره سته، لکه:

زما او ستا تر منځ تړون دا دی چي هر نر باید سنت شی، او که سنت نه شی نو هغه وعده پوره نکړه او هغه ایسته که. (کتاب پیدایښت ۱۷: ۱- ۱۴)

او حضرت موسی علیه السلام خطاب کوي: او په اتمه ورځ باندی باید د هلک ختنه وشی. (لاویان/احبار ۱۲: ۳)

خپله حضرت عیسی علیه السلام هم سنت شوی ؤ لکه: اته ورځی وروسته هغه سنت شو او د هغه نوم عیسی کښېښودل شو. (انجیل لوقا۲:۲۱)

او بلې خواته لکه چي موږ ذکر کړل پولس دا ټول رد کړل او حتی د حضرت عیسی علیه السلام د سنتولو څخه انکاراو مخالفت ئې ورسره وکړ همدا اوس ټوله عیسایي نړۍ د پولس خبره مني او وبل لور ته د حضرت عیسی علیه السلام خبره نه مني (چي سنتېدل دي) د پولس څخه همدارنګه پطرس او یعقوب هم جلا سول او همداسي برخلیک ئې سو لکه د برناباس.

 نو که د یوه سالم عقل خاوند وي خپله به دا فیصله وکړي چي ایا اوسنی عیسائیت د حضرت عیسی علیه السلام لارښوونې دي او که د پولس خرافات دي؟؟؟

اړوند:

په بایبل کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د راتګ وړاندویني

د عیسایت بنسټ ایښوونکی

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته