تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د روژې اخرو ورځوکي ګټه
  تعلیم الاسلام
  June 9, 2018
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

د رمضان له وروستیو لسو شپو څخه څنګه ګټه واخلو؟

 
د/ عبد المحسن بن محمد القاسم/ ژباړه: جمشید حقیار
۲۱/ ۹/ ۱۴۳۸ هـ/ 2017-06-20
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
إنَّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرورِ أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا. أما بعد:
 
د الله تعالی بندګانو! له الله سبحانه وتعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په ښکاره او پټ حالت کي هغه یاد ساتئ.
 
اې مسلمانانو!
 
الله سبحانه وتعالی په خپلو بندګانو بې شمېره نعمتونه او ښېګڼي لورولي دي، د هغه نعمتونه او ورکړي هیڅ حد او پای نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
 ( د الله عز وجل بلا کیفه لاس د رزق او روزۍ څخه ډک دی، بندګانو ته چي یې هر څومره ورکوي، د هغه رزق نه لږېږي، هغه شپه او ورځ خپلو بندګانو ته رزق او روزي رسوي) متفق علیه. 
 
الله تعالی پر خپلو ټولو مخلوقاتو خپل نعمتونه، ورکړي، ښېګڼي او رحمتونه لوروي، ټولو ته رزق او روزي رسوي، هغه خپلو بندګانو ته تر سوال او غوښتني مخکي روزي ورکوي، هغوی ته تر هیلي او امید زیات نعمتونه ورکوي، او په آسمانونو او مځکه کي هیڅوک د هغه له نعمتونو، سخاوت او ښېګڼو بې برخي نه دی.
 
د الله سبحانه وتعالی له لوري د نعمتونو او روزي په مقابل کي بندګان باید د هغه حمد او ذکر وکړي، محبت او عبادت هغه ته ځانګړی او خاص کړي، دا ورکړي نعمتونه یوازي د هغه له لوري وبولي، او د هغه په اطاعت او فرمانبردارۍ کي یې وکاروي.
 
د الله سبحانه وتعالی یو ستر نعمت دا دی، چي هغه خپلو بندګانو ته بخښنه او عفو کوي، هغه فرمايي:
 
(إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ) [الحج: ۶۰] 
ژباړه: الله سبحانه وتعالی ډېر زیات عفو کونکۍ او بخښونکۍ دی.
 
الله عز وجل همېشه د خپلو بندګانو ګناهونه بخښي، او هغوی ته یې سزا او عذاب نه ورکوي، هغه فرمايي:
 
 (وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) [الشورى: ۳۰]
 ژباړه: الله تعالی د ډېرو (ګناهونو) عفوه او بخښنه کوي.
 
الله جل جلاله ډېر بخښونکۍ دی، بخښنه خوښوي، او د خپلو بندګانو هغه کارونه او کوښښونه خوښوي، کوم چي د هغه د عفوي او بخښني سبب ګرځي، لکه: استغفار ویل، توبه ایستل، الله تعالی ته رجوع کول، او نور ښه عملونه.
 
خو د رمضان په میاشت کي د الله جل جلاله نعمتونه او بخښنه ډېره زیاته وي، په دې میاشت کي د هر ښه عمل په مقابل کي څو برابره اجر ورکوي، ګناهونه او تېروتني بخښي، دا میاشت د روژې، قرآن، نېکۍ او احسان میاشت ده، په دې میاشت کي له الله عز وجل سره د تجارت او معاملې ګټه څو چنده او ډېره زیاته ده.
 
ابن الجوزي رحمه الله وايي:
 
« د ښه عمل ثواب او اجر په ډېرو شیانو سره زیاتېږي، چي له هغو څخه یو دا دی، چي په غوره او افضل وخت کي وسي، او بل دا چي د زړه په حضور او اخلاص سره وسي».
 
په رمضان کي د شپېني لمانځه او تراویحو بېل مقام او ثواب دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 
 
(څوک چي د ایمان په حالت کي په اخلاص سره د رمضان په میاشت کي د شپې لمونځونه او تراویح وکړي، نو ټول پخواني ګناهونه به یې وبخښل سي) متفق علیه.
 
د ښپېني لمانځه او تهجدو پابندي کول جنت ته د تللو سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 
 
( اې خلګو! مسلمانانو ته ډېر سلام کوئ، خوراک ورکوئ، دوستي او قرابت پالنه کوئ، د شپې د خلګو د خوب په حالت کي لمونځ وکړئ، جنت ته به په سلامتۍ سره ننوزی)، مسند احمد.
 
صدقه او خیرات د مسلمان د ایمان نښه او دلیل دی، د قیامت په ورځ به هر بنده د خپلو خیراتونو تر سایې لاندي وي، او د خیرات ورکونکي بنده سره د کامیابۍ او بخښني وعده سوې ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
(وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ) [البقرة: ۲۷۰] 
ژباړه: او تاسي چي کوم خیراتونه او صدقې کوی، یا کوم نذر نیسی، الله سبحانه وتعالی په هغه ښه خبر دی.
 
خو په غوره او افضله ورځو کي د خیراتونو ثواب ډېر زیات وي:
 
 (رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلګو سخي او جواد ؤ، خو په رمضان کي تر نورو وختونو هم زیات سخي او خیرات ورکونکۍ ؤ). متفق علیه.
 
په رمضان کي د عمرې اجر او ثواب ډېر لوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
 ( په رمضان کي عمره له حج سره برابره ده)، متفق علیه.
 
دعاء واقعي عبادت او د عبادت مغز دی، دعاء د پراخۍ د راتللو او د بلاء او مصیبت د دفع کولو سبب ګرځي، او د روژاتي دعاء نه ردېږي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
 (د درو بندګانو دعاء نه ردېږي: یو روژاتي دی، تر څو پوري چي روژه ماتوي، بل عادل حاکم او باچا دی، او بل مظلوم، د دوی دعاګانو ته الله سبحانه وتعالی د آسمان دروازې خلاصوي، او ورته فرمايي: زما په عزت او غلبې قسم، چي زه به ستا مرسته کوم، که څه هم یو څه وروسته وي)، ترمذي.
 
د قرانکریم سره اړیکي
 
قرآنکریم د بنده دلیل، شفاعت کونکۍ، هدایت کونکۍ، او شفاء ده، الله جل جلاله د قرآنکریم د تلاوت کونکۍ سره د ښه ثواب او زیاتي مهربانۍ ژمنه کړې ده، الله تعالی فرمايي:
 
(إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ (29) لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ) ... [فاطر: ۲۹، ۳۰] 
 
ژباړه: یقینا هغه څوک چي د الله تعالی کتاب تلاوتوي، لمونځونه په ښه ډول اداء کوي، او په ښکاره او پټه زموږ له ورکړي روزۍ څخه انفاق او خیرات کوي، د داسي تجارت په هیله او امید دي، چي هیڅکله به تاوان او نقصان ونه ویني، تر څو الله تعالی د دوی اجرونه او ثوابونه پوره ورکړي او خپله مهرباني پر دوی زیاته کړي.
 
الله سبحانه وتعالی قرآنکریم د تدبر او فکر کولو لپاره نازل کړی، او په دې کتاب کي ډېر نصیحتونه او عبرتونه پراته دي.
 
ابو بکر صدیق رضي الله عنه چي خلګو ته د جماعت لمونځ ورکاوه، د الله تعالی د وېري او خوف څخه به یې آواز ډېر کرار ؤ، تر دې چي د شا خلګو به یې آواز سم نه اورېدی.
 
د روژې اخري لس شپې
 
د رمضان میاشت په ښو عملونو کي د مسابقه کونکو لپاره ښه فرصت دی، رمضان د نېکیو، احساناتو او صله رحمۍ میاشت دی، په دې میاشت کي زړونه پاکېږي، د اخلاقو روزنه او تربیه کېږي، خلګ د نورو وختونو په پرتله په دې میاشت کي ډېر سره نژدې وي، او په خپل منځ کي نرمي او بخښنه سره کوي.
 
رمضان مبارک او ښکلی موسم دی، ورځي یې د خلاصېدو په حال کي دي، خو عاقل انسان هغه دی، چي دغه پاته لس ورځي او شپې غنیمت وګڼي، په طاعتونو او عبادتونو یې آبادي کړي، د ورځي یې ځان له ګناهونو وساتي، او ښپې یې په عبادت رڼې کړي.
 
(رسول الله صلی الله علیه وسلم به په آخرو لسو شپو کي د نورو شپو په پرتله په عبادت کي ډېر کوښښ کوی)، مسلم.
 
(کله چي به د روژې آخري لس ورځي داخلي سوې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ټوله شپه روڼول، خپل اهل به یې را ویښول، په عبادت کي به یې ډېر کوښښ کوی، او خپل لنګ به یې تړی) متفق علیه.
 
په دې پاته مبارکو شپو کي د الله سبحانه وتعالی ډېر ذکر کول او قرآنکریم تلاوتول مستحب او غوره عمل دی.
 
ابن رجب رحمه الله وايي:
 
«په غوره او افضله وختونو کي، لکه: رمضان، بیا په خاص ډول د رمضان هغه شپې، چي په هغو کي د قدر د شپې امید زیات دی، باید قرآنکریم ډېر تلاوت کړل سي، د دې لپاره چي د دې غوره وخت څخه ګټه واخیستل سي».
 
مسلمان باید په دې شپو کي تر ټولو ګټوره او جامع دعاء وکړي، عائشې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! که چېري ما ته د قدر د شپې توفیق راکول سي، نو څه پکښي ووایم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
 
داسي ووایه: « اللهمَّ إنَّك عفُوٌّ تُحبُّ العفوَ فاعفُ عنِّي»
 ژباړه: اې الله! ته زیات بخښونکۍ یې، بخښنه خوښوې، نو موږ ته بخښنه وکړه. (مسند احمد.)
 
اعتکاف کول
 
اعتكاف د ګناهونو د رژولو او د درجو د لوړولو لپاره يو غوره او نېک عمل دی، (رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په آخرو لسو شپو کي اعتکاف کاوه، تر څو چي وفات سو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د هغه مېرمنو اعتکاف کاوه)، متفق علیه.
 
امام زهري رحمه الله وايي:
 
«مسلمانانو ته حیران یم، چي دوی اعتکاف ولي پرېښودی؟!، حال دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کله مدینې ته راغلی، له هغه وخته بیا تر وفات پوري یې اعتکاف نه دی پرې ایښی».
 
معتکف او اعتکاف کونکي ته پکار ده، چي ځان عبادت ته فارغ کړي، او په خپل لوی مقصود او هدف ځان مشغول کړي، معتکف باید له بې ځایه مجلسونو، خبرو او خوبو ځان وساتي، او له مسجد څخه دي یوازي د سختي اړتیا او حاجت په وخت کي ووځي.
 
ابن القیم رحمه الله لیکلي دي: «د اعتکاف مقصود او روح دا دی، چي بنده خپل زړه په پوره ډول الله تعالی ته متوجه کړي، هغه ته ځان ور فارغ کړي، له هغه سره خلوت او یواځي والۍ اختیار کړي، خپل ځان د خلګو سره له اخته کېدو را ټول کړي، او یوازي له زړه څخه د الله تعالی په ذکر، یادولو، محبت او عبادت ځان مشغول کړي».
 
د قدر د شپې لټون
 
همدارنګه په آخرو لسو شپو کي مسلمانان د قدر د شپې د عبادت د ثواب د لاسته راوړلو کوښښ کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 
 
(د قدر شپه د رمضان په لسو آخرو شپو کي ولټوئ)، متفق علیه.
 
د قدر شپه ستره او غوره شپه ده، الله جل جلاله د دې شپې د تعظیم، تشریف او لویوالي په خاطر یو سورت نازل کړی دی، هغه فرمايي:
 
( وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ) [القدر: ۲] 
ژباړه: او ته څه پوهېږې، چي د قدر شپه څه شي ده؟!
 
الله تعالی دا شپه د خیر او برکت شپه ګرځولې ده، هغه فرمايي:
 
 (إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ) [الدخان: ۳] 
ژباړه: یقینا موږ دا قرآنکریم په مبارکه شپه کي نازل کړی دی.
 
د دې شپې یو برکت دا دی، چي قرآنکریم پکښي نازل سوی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)  [القدر: ۱] 
ژباړه: یقینا موږ دا قرآنکریم د قدر په شپه کي نازل کړی دی.
 
په دې شپه کي ملائکي مځکي ته را کښته کېږي، الله تعالی فرمايي: 
 
( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ ) [القدر: ۴]
 ژباړه: په دې شپه کي ملائکي او جبریل علیه السلام د خپل رب په اجازه او امر (مځکي ته د الله تعالی) ټول امرونه راوړي.
 
ابن کثیر رحمه الله د دې آیت په تفسیر کي لیکلي دي:
 
«په دې شپه کي ملائکي مځکي ته ځکه ډېري را کښته کېږي، چي برکتونه یې زیات دي، او ملائکي تل د برکتونو او رحمتونو د را کښته کېدو سره را کښته کېږي، لکه د قرآنکریم د تلاوت او د ذکر او نصیحت د حلقو په وخت کي هم راکښته کېږي، همدا راز د طالب العلم د احترام لپاره د هغه په لاره خپل وزرونه هم غوړوي».
 
دا شپه د سولي، امن او اطمئنان شپه ده، الله تعالی فرمايي:
 
 (سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ) [القدر: ۵] 
ژباړه: دا شپه (د لمر لوېدلو څخه) د فجر او سپېدو تر چاودلو پوري (له هر شر او آفت څخه) سالمه او پاکه وي.
 
دا شپه په عبادت کي روڼول او سبا کول ستره ګټه او لویه کامیابي ده، الله جل وعلی فرمايي: 
 
( لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) [القدر: ۳] 
ژباړه: د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده.
 
په همدې شپه د بندګانو د ټول کال تقدیرونه ټاکل کېږي، الله جل جلاله فرمايي:
 
(فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ (4) أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا) [الدخان: ۴، ۵]
ژباړه: د قدر په شپه کي زموږ لخوا (د بندګانو د رزق، اجلونو او نورو اړوند) ټول ثابت، پاخه او نه بدلېدونکي امرونه صادرېږي.
 
اې مسلمانانو!
 
ټول عملونه په خاتمو پوري اړه لري، د عملونو لپاره دا اړینه ده، چي پای او آخر یې سم او پوره وي، دې ته دي څوک نه ګوري، چي په شروع او ابتداء کي یې کوتاهي او غفلت کړی وي، بلکي آخر او پای دي سم کړي، نو چا چي پخوا ګناهونه کړي وي، هغه دي په خپل پاته ژوند کي توبه وباسي؛ ځکه د توبې او د الله تعالی د مهربانۍ دروازه هر وخت خلاصه او پرانیستې ده.
 
أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم: 
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ) [الأنفال: ۲۹] 
 
ژباړه: اې مؤمنانو! که چېري تاسي له الله سبحانه وتعالی څخه (د هغه د امرونو په پر ځای کولو او د منع سویو کارونو څخه په ځان ساتلو سره) و وېرېږئ، نو تاسي ته به (د ښه او بد، حق او باطل تر منځ) د توپیر کولو او پېژندلو (پوهه او توانمندي) درکړي، ګناهونه به مو در ورژوي، او پرده به پر واچوي، یقینا الله تعالی د لويي مهربانۍ خاوند دی.
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له هري ګناه څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ للهِ على إحسانِه، والشكرُ له على توفيقِهِ وامتِنانِه، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحده لا شريكَ له تعظِيمًا لشأنِه، وأشهدُ أنَّ نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آلهِ وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا مزيدًا.
 
اې مسلمانانو!
 
دنیا یو څو لحظې او ورځي ده، همدا دنیا د انسان د عمر پاڼي دي، چي د ده عملونه پکښي لیکل کېږي، خوشبخت او کامیاب انسان هغه څوک دی، چي تل خپل وختونه په ښو عملونو کي تېروي، خپل د ژوند هره لحظه په خیر او غوره کارونو سره ډکوي، او د خپل ژوند په هیڅ وخت کي کوتاهي او غفلت نه کوي، خو هغه څوک زیانمن او محروم دی، څوک چي خپل وختونه په غفلت کي تېروي، زړه یې بې پروا او د خپلو خواهشاتو پسي روان وي، په ځانګړي ډول په رمضان کي له خیرونو او برکتونو څخه برخي پاته وي، او د خپل ژوند له غوره او افضله وختونو څخه ګټه نه اخلي.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (هغه انسان محروم او بې برخي دی، چي د رمضان میاشت پر راسي، او بېرته ووزي، خو د ده ګناهونه نه وي بخښل سوي)، ترمذي.
 
او پوه سئ، چي الله تعالي تاسو امر كړي یاست، چي د هغه په نبي صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، الله تعالی د خپل کتاب په محکمو آیاتونو کي فرمايي:
 
(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الأحزاب: ۵۶]
 ژباړه: یقینا الله تعالی او د هغه ملائکي پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وايي، نو اې مومنانو! تاسو هم پر هغه درود او ډېر سلامونه ووایاست.
 
     اې الله! په خپل نبي صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!
 
اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان کمزوري کړه، د دين دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، ډاډ او پراخۍ څخه ډک کړه! 
 
اې الله! زموږ روژه او د شپې لمونځونه قبول کړه، او په خپلي مهربانۍ سره مو له اور څخه خلاص کړه، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! ټولو مسلمانانو او اعتکاف کونکو نارینه او ښځو ته بخښنه وکړي، موږ او دوی ټولو ته د خیر او عبادت کولو توفیق راکړه. 
 
(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.
 
اې الله! په خپل عزت او قوت سره په هر ځای کي د مسلمانانو حالت سم او برابر کړه، اې الله! یا قوي یا عزیز! د دوی ټاټوبي له امن، سولي، ایمان او پراخۍ څخه ډک کړه.
 
اې الله! زموږ امام او رهبر ته لارښوونه وکړه! کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، اې لوی او مهربانه ربه!  د ټولو مسلمانانو امیرانو ته د دې توفیق ورکړه، تر څو ستا په کتاب عمل وکړي، او ستا په شریعت حکمونه او پرېکړي وکړي.
 
د الله بندګانو!
 
(إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) [النحل: ۹۰] 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
    تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور هم درکړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 

سرته