تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په کفري قانون کې د ښځې مقام
  تعلیم الاسلام
  September 2, 2017
  0
ترتیب کوونکي: جلات خان مؤمن او عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱: د فرانسې په هغه قانون کي چې له نړيوالي جګړي څخه وروسته وضع شوی دی او د انسان د ازادي لپاره د عبادت او نورو مشقتو څخه د خلاصون لپاره اعلان په کې شوی وو ، خو خپله یې دا ماده کې لیکلي ده چې ښځه ددې اهلیت نه لري چې فروخت او فروش دي وکړي.
 
۲: په منځنیو پیړیو کې د ښځې حالت دا وو ، چې ښځه دوهمه مرتبه مخلوق بلل کیده.
 
۳: په همدغو پیړیو کې یې د ښځې خوله د جنسي غریضي د پوره کیدلو په منظور رسمي آله اعلان کړه.
 
 
۴: په کال ۵۸۶ میلادي کې په فرانسه کې په دې غونډه وشوه ، چې آیا ښځه انسان ده او کنه ؟ خو وروسته له زیات غور څخه یې ښځه انسان وبلله خو د نارینه د خدمت لپاره یو مخلوق وو.
 
۵: د فرانسې په قانون کې ۲۱۷ صریحه ماده وه ، چې منکوحه ښځه بغیر د خپل خاوند له اجازې څخه حق نه درلودی، چې په خپل ملکیت کې بخښښ یو چا ته وکړي یا یې نقل کړي، او یا یې چا ته په ګروي ورکړي، او یا یې چا ته په عوض یا بغیر له عوضه ورکړي، بلکي په دې ټولو شیانو کې د خاوند اجازه شرط وه .
 
۶: په انګلستان کې په انګریزۍ ښځه باندي د بایبل کتاب زده کړه او ویل حرام وو ، البته دا ظلم تر ۱۸۵۰ میلادي کال پوري جاري وو، ماسوا له یو څو محدودو هیوادنو څخه ، حتا چې تر ۱۸۸۲ میلادي کال پوري ښځو ځانګړي حقوق نه درلودل. )سلسلة مقارنة الأديان , تأليف د . أحمد شلبي , ج۳ , ص: ۲۱۰-۲۱۳) 
 
۷: په معاصرو یا ننیو پیړیو کې په امریکا ، اورپا او نورو صناعتي مملکتونو کې ښځه د یو ذلیل او استهلاکوونکي مخلوق په غرض په تجارت کې کاریږي، ځکه چې ښځه تجارته د ودې ورکولو لپاره د تجارتې اعلاناتو یو جزء ګرځیدلی ده ، بلکي خبره تر داسي اندازي پوري رسیدلی ده ، چې ښځې خپل لباس د تجارت د پرمختیا لپاره وغورځوي، او په هر ځاي او هر وخت کي خپل جسد او بدن دې ته چمتو کړی چې د سړیو د ګټي اخیستني لپاره د یو سامان او آلې په حیث وکاریږي.
 
۸: د فرانسي پرمختللي خلکو د نړیوالي جګړې څخه تر خلاصون وروسته هغه د دوی په معتبر اساسي قانون کي چې د اروپایي او اکثرو نړیوالو هیوادونو لپاره هم د قبول وړ وي، داسي لیکلي وو ، چې ښځه به همیشه په ځیني مالي تصرفاتو کې د خاوند د خوښي تابع وي، لکه څنګه چې دغه ټکي ته په دغه سند سره اشاره شوي ده، المادة (1426/ من القانون المدني الفرنسي).
 
۹: همدارنګه د فرانسي په قانون کې چې د ناپلیون په وخت کې او یا مخکي له هغه وو ، داسي لیکلي وو ، چې ښځه یو نجس مخلوق دی او ښځه د مقدس کتاب د مسحه کولو حق نه لري.
 
زیاتونه:
 
۱۰: په انګلستان کي د ۱۸۷۰ میلادي کال څخه مخکي یعني ۱۴۵ کاله مخکي هیڅ ښځي نه سوای کولای چي د خپل مال، ملکیت او میراث حق ولري! که یوې ښځي مال او ملکیت په مزدوري، پانګوني، تحفې یا میراث سره حاصل کړی وای نو دا ټول مال او ملکیت یې په اتومات ډول د خاوند حق ګرځېدی او دې نور هیڅ حق نه پکښي درلودی!
 
ښځه په غربي او اسلامي نړۍ کي، دلته کلیک وکړئ: ښځینه تمدن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته