تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د مایکل ایچ هارټ په آند
  تعلیم الاسلام
  January 20, 2017
  0

مايکل ايچ هارټ (Michael H. Hart) د نبي کريم ﷺ په هکله څه وايي؟

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
مایکل ایچ هارټ: یو نړیوال تکړه ممتاز امریکایي ادیب اولیکوال دی، چې له ایډلفي پوهنتون څخه یې په فزیک کې ماسټري او له پرنسټن پوهنتون څخه یې په علم الفلکیات کې نړیواله ډګري هم اخستې ده، له دې څخه علاوه، مایکل هارټ د امریکا په فضایي ادارې ناسا کې یې هم په مختلفو څانګو او پروژو کې کار کړیدی او همدا رنګه دی د امریکا د (Systems and Applied Sciences Corporation) ساینس پوه هم دی، له دې څخه علاوه دی د (American Astronomical Society) غړی هم دی او دی د غیر زمیني مخلوقاتو مدیر هم ؤ.
 
 د ساینس په مختلفو څانګو کې یې مختلف کتابونه لیکلي دي، د ده له مهمو کتابونو څخه یوکتاب (The 100 The Most Influential Persons in the History) دی، په دې کتاب کې ده د خپل علم، پوهې او تجربو په رڼا کې سل کسه غوره کړي دي، دی خپله عیسایي دی او تر ټولو لومړی مقام یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته ورکړی دی، حال دا چې کله په دې کتاب باندې یهود خبر سول؛ نو څو کاله یې بندیز ورباندې ولګاوه آخر دا کتاب خپور سو، هم عیسایي نړۍ او هم یهودي نړۍ ورته حیرانه سوه چې داسې ستر انسان ولې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم مخکې انتخاب کړی دی، خو وروسته یې بیا مایکل هارټ د خپل نظر او خبرو څخه داسې دفاع وکړه، دلائل یې وړاندې کړل او ویې ویل:
 
 هغه ځانګړتیاوې او غوره صفات چې په محمد صلی الله علیه وسلم کې شتون لري، په بل هیڅ انسان کې نسته؛ نو ځکه مې محمد صلی الله علیه وسلم پخپل کتاب کې تر ټولو لومړی راووړ او لومړی مقام مې ورکړ.
 
دا چې مایکل ایچ هارټ عیسایي دی، نو حضرت عیسی علیه السلام د ځان لپاره د خلاصون ذریعه بولي، د خپلو ګناهونو کفاره یې ګڼي او ایمان ورباندې لري، نو په دې اساس یې هغه ته ۳ مقام یا منصب ورکړی دی. یهود چې عیسایي نړۍ ته نژدې دي او د هغو ستر پېغمبر حضرت موسی علیه السلام ته یې ۱۵ مقام ورکړی دی، چې له همدې کبله یهود ورته په خښم وو، د عیسایت بنسټ ایښودونکی سینټ پال (پاول، پولس، سال، شال) ته یې ۶ مقام ورکړی دی، نړیوال تکړه ریاضیپوه (البرت انسټاین( ته یې ۱۰ مقام ورکړی دی، د عیسائیت  اصلاح کوونکي (لوتر کینګ) ته یې ۲۵ مقام ورکړی دی،  د یونان د حکمت، منطق او فلسفې استاد (افلاطون) ته یې ۴۰ مقام ورکړی دی، امیرالمؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق بن خطاب رضی الله عنه ته یې ۵۲ مقام ورکړی دی، د بودا مذهب بنسټ ایښودونکي ګواتم بدهـ ته یې ۴ مقام ورکړی دی، نړیوال فزیکپوه آیزیک نیوټن ته یې ۲ مقام ورکړی دی، ارسطو ته یې ۱۳ مقام ورکړی دی او داسې نور.... 
 
 
ده د هر یو لپاره دلائل وړاندې کړي دي، چې ولې مې دا کس انتخاب او ولې مې ورته دا مقام ورکړ؟ اوس دې ته راځو چې دی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وایي؟
 
مايکل ايچ هارټ ولې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته لومړی مقام ورکړ؟
 
 دی ليکې:
 
په ټوله نړۍ کې محمد صلی الله علیه وسلم یواځنۍ هغه هستي ده چې هم په دنیوي او هم په اُخروي محاذونو کې کامیابه سو. ده په ډېره عاجزۍ او خاکسارۍ سره خپل مسیر پیل کړ، دی په ټولو کې اغیزمن مذهبي او سیاسي قائد وپېژندل سو، ۱۳۰۰ کاله وروسته هم دده اغیزې پر ډېرو زیاتو کسانو باندې سته، دی په یوه داسې وچه صحرا کې ؤ، چې هلته هیڅ تمدن شتون نه درلوده، په هغه ټولنه کې مشرکین، یهود او عیسایان موجو د وو، کله چې دی د ۴۰ کلونو سو، وحې ورباندې راغله، لومړی یې خپلو قریبانو ته تبلیغ پیل کړ او بیا په ۶۱۳ میلادي کال یې عام تبلیغ ته مټې راونغاړلې، په تدریجي ډول سره یې خپلوان خپل کړل او بیا یې په ۶۲۲ میلادي کال کې مدینې ته هجرت وکړ، دا چې دی په سیاست کې ډېر پوه ؤ، نو ځکه یې اغیزې ډېر ژر په خپرېدو سوې، موږ ویلی سو، چې دی یو لوی سیاستپوه ؤ، ډېر ژر یې پیروان په ډېریدو سول، په ۶۳۰ میلادي کال کې یې مکه فتحه کړه، د مکې فاتح ونومول سو، ددې سترې بریا وروسته د عربو غټ غټ قومونه په اسلام مشرف سول. کله چې ده په ۶۳۲ میلادي کې رحلت وکړ؛ نو له ده څخه بل اغیزمن حکمران نه ؤ.
 
دا چې عرب جګړه ماران، صحرایي قبایل وو؛ ده د لومړي ځل لپاره سره یو موټی کړل، چې ټولو پر واحد او رښتیني خدای باندې ایمان راووړ. په انساني تاریخ کې عربو دومره فتوحات نه وو کړي، لکه د ده په وختو کې چې وسول. که څه هم د عربو په شمال کې د ایران سلطنت او په شمال غرب کې یې د روم سلطنت ؤ، چې قسطنطنیه (۱) یې مرکز ؤ او عرب ورسره سیال هم نه وو؛ خو د جنګ په ډګر کې بیا هر څه بر عکس وو، عربو په ډېره تیزۍ سره فلسطین، شام او نورې سیمې فتحه کړې، په ۶۳۷ میلادي کال په جنګ کې يې قادسیه، په ۶۴۲ میلادي کال د نهاوند په جنګ کې یې ایراني فوځیان تالار کړل  او په ۶۴۲ میلادي کال کې یې مصر له بازنطیانو څخه آزاد کړ؛ له دېنه وروسته د ده ځای ناستو امیرالمؤمنین خلیفة المسلمین حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او امیرالمؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د فتوحاتو لمن اوږده کړه، په ۷۱۱ میلادي کال کې یې فتوحات تر شمالي افریقا او اقیانوس بحر پورې ورسیدل، له جبل طارق ابنا څخه تیر سول او په هسپانیه کې یې دوزی ګوتک (Visigothic) سلطنت ته ماته ورکړه، په ډېر لږه موده کې یې مسیحي اروپا فتحه کړه، په ۷۳۲ میلادي کال کې چې اسلامي فوځ فرانسې ته داخل سو، فرانسوي فوځ ماته وخوړه، تر هندوستانه پورې دې صحرایي خلکو خپل لوی او پراخه سلطنت جوړ کړ، چې په ټوله تاریخ کې موږ داسې بېلګه نلرو.
 
اوس سوال دا دی چې څنګه محمد صلی الله علیه وسلم پر انسانانو باندې اغیزه وکړه؟ د دوی په زړونو کې یې څنګه ځای پیدا کړ؟ نور مذهبونه یې څنګه تر خپلو اغیزو لاندې راوستل؟ نو ځکه مې دی پخپل کتاب کې شامل کړ او لومړی مقام مې ورکړ.
 
 څرنګه چې عیسایان له مسلمانانو څخه ډير دي؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مې د حضرت عیسی علیه السلام په پرتله په دوو وجو مخکې کړ:
 
۱- محمد صلی الله علیه وسلم چې داسلام په خپرولو کې کوم کردار اداء کړی؛ حضرت عیسی علیه السلام د عیسایت په خپرولو کې نه دی ترسره کړی. د مسیحیت د یهودي دین سره اختلاف او د عیسایت زیاته برخه پولس لیکلې ده چې دا ټول په نوې عهدنامه کې شتون لري، خو محمد صلی الله علیه وسلم نه دا چې اسلام ته یې الهی بڼه ورکړه؛ بلکې اخلاقي اصول یې هم وټاکل، د اسلام په خپرولو کې یې پوره کوښښ وکړ او د عباداتو په هکله یې پوره وضاحت ورکړ.
 
۲- محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت عیسی علیه السلام برعکس نه یواځې په دُنیوي اُمورو کې لارښوونه کړې؛ بلکې په اُخروي ژوند باندې یې هم پوره ټینګار کړی، نو ځکه زه ویلی سم چې دی یو عظیم سیاستپوه او ستر روحاني شخصیت ؤ، چې د عربو د فتوحاتو لامل همدا دنیوي او اخروي ښېګڼې سوې، له همدې کبله دی په ټول انسانیت کې تر ټولو اغیزمن سیاستپوه ؤ، له ده څخه مخکې او ورسته دده بېلګه نسته، ډېر داسې فاتحین راغلي، خو اوس خلک ورسره نابلده دي، لکه چنګیزخان، چې فتوحات یې له عربو څخه وسیع وو؛ خو دوامداره نه وو، نو د عربو فتوحات داسی نه وو، له عراق څخه تر مراکش پورې عرب په یوه ځنځیر پېودلی وو، دا صرف اسلام ؤ، چې قرآن کریم د مسلمانانو په مرکزیت کې خورا پوره رول لري. (۱)
 
ماخذ: نبي کریم صلی الله علیه وسلم د نورو په آند
 
  1Michael H. Hart, The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History, New York: Hart Publishing Company, Inc. 1978, p. 33:
 
۲: قسطنطیه داپه ترکیه کي دئ چي په ۱۹۳۰ میلادي کال کي یې نوم استانبول سو.
 
-----------------------------
نبي کريم ﷺ د تومس کارلایل په آند
نبي کريم ﷺ د کوسټن ورجیل په آند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته