تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران پیغام
 
  October 29, 2016
  0
لیکنه: حکمت الله "حقپال" - زابل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په دې دنیا کي له لوخړو، ګردابونو او سېلابونو نه پرته هیڅ نه تر سترګو کېده، د ظلم او وحشت تیارې پر ټول انسانیت را خپرې وې. تیارې خپل تور وزرونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته غځولي وو او د رڼا لوری د جهل تیارو پوښلی و، دغه بېچاره انسان په داسي ناوړه حالاتو کي لغړېده، چي د وتلو لاره يې نه درلوده. الله جل جلاله  پر دې بيده انسانیت رحم وکړ، د حرا سمڅه په ازانګو راغله، د پرېشانیو په سمندر کي ډوبو وګړو ته یې د بریا او د پرېشانیو د خلاصون لپاره قرآن کريم نازل کړ، د ژوند لار او تګلاره يې ورته وښوده، د انسان د بندګۍ او غلامۍ څخه يې انسان خلاص کړ او د قران عظيم الشان پر لاره د تللي انسان د نجات بیرغ د ځمکي د کُري په کونج-کونج کي ورپېد. د قیصر او کسرا، دفارس او روم وینه زبیښونکي جابري امپراتورۍ يې و نړولې، د قرآن پيغام يې د ځمکي پر مخ هر چیري ورساوه.

 هلته نو  د قرآن کريم پیروانو ته هیڅ چا  په بده سترګه نه سو کتلای؛ خو کله چي دغه انسان له قرآني اصولو پښه واړوله، بیا نو ورو-ورو په ذلت، فقر او وروسته پاته والي باندي سر سو،  له دې څخه  پېړۍ تېري سوې، اخر انسان خپله د ژوندانه بېړۍ د یوويشتمي پېړۍ د کږلېچونو پر درشل ودروله. 

د دې پېړۍ ماده پرست انسان د ژوند لپاره ډول ډول وسایل برابر کړل؛ خو د قرآن لاره يي پریښوده، د قرآن پیغام رسالې ژباړن ( ډاکټر خالد راشد) په دې اړه لیکي:

(( په دې پېړۍ کي انسان د خپل ژوندانه لپاره هر ډول اسانتیاوي رامنځ ته کړې، د خوښۍ، ارامۍ او خوندونو له ټولو وسایلو څخه انسان ګټه پورته کړه، دغه انسان د ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کي د لید تر بریده وړاندي ولاړ، د ځمکي په کره کي او د دې څخه پورته يې ستري سوبي تر لاسه کړې؛ خو اوس پوښتنه داده چي دې ټولو پرمختګونو لالهانده بشر ته څومره ډاډ او سکون ور وبخښئ؟ ځواب يې روښانه دی، چي هیڅ.

سربېره پر دې ددغي پېړۍ پرمختللي او متمدن انسان؛ خو د اخلاقو په ډګر کي له حیواناتو هم کښته کړني ترسره کړې، د دې بد اخلاقیو په تسلسل کي د هغه بې حیايي او بربنډ توب پر مخ دروازه خلاصه سوه، چي انسان يې د مرګ له ګواښ سره مخ کړ، داسي ډول ناروغۍ رامنځ ته سوې، چي د یوویشتمي پېړۍ پرمختللي لابراتوارونه يې د درمل په جوړولو کي پرخپله ناکامي اعتراف کوي. دا ټول ولي وسول؟ دومره پرمختللی انسان ولي ونه توانېد، چي د خپل ژوند لپاره ډاډ، سکون او کامیابي تر لاسه کړي؟

د ا ځکه چي هغه د ژوندانه سمه تګلاره نه ده پېژندلې، د ژوند په تیاروکي تیندکونه خوري، د منزل لوری ترې ورک دی. هغه الله جل جلاله  چي دغه انسان يې پیداکړ د ده په ستونزو، کړاوونو او اړتیاوو تر هرچا ښه خبر دی. له همدې امله خبیر ذات جل جلاله  د انسانیت د لارښووني لپاره قرآن کريم دنیا ته راولېږئ؛ تر څو د ژوندانه په دې نه خلاصېدونکو تیارو او تروږمیو کي لار ورکي بشر ته د کامیابۍ پړاوونه په ګوته کړي او د ژوندانه په دې تیاره او ستړې کوونکې بېدیا کي ورته د لاري مشالونه بل کړي؛ لکه نړیوالو ته، چي په خپل یوه پیغام کي وايي:

كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿ابراهيم: ١﴾
 ژباړه: دا کتاب مو تا ته در ولېږه؛ تر څو تاسو د خپل رب جل جلاله  په امر خلک له تیارو څخه د رڼا لوري ته راوباسئ د هغه غالب ستایل سوي ذات لاري ته. 


د زوال پیل او عروج

اسلامي امت، چي کله دغه کتاب په ژوند کي پلي کړی وو، نو د آخرت د تلپاتي ژوند د کامیابیو د ژمنو سربېره هغوی د دنیا په ژوند کي هم له هر راز نعمتونو څخه برخمن وو؛ خو کله چي امت ددغه عظیم او ستر کتاب په اړه بې پروايي غوره کړه، نو نه یواځي دوی بلکي ټول نړیوال د ژوندانه له رنګ-رنګ کړاوونو سره مخ سول. 

انسان له تباهيو او بربادیو سره مخ سو، د نړۍ او نړیوالو په ژوندانه کي له تنګیو سره لاس او ګریوان سو، هره خوا د ظلم او وحشت وریځي خپرې سوې، دا ټول ځکه وسول، چي له انساني ژوند څخه ددغه  عظیم کتاب پیغام کډه کړې وه، نو ځکه د انسان پر مخ د ژوندانه د هوساینو ټولي دروازې وتړل سوې؛ خو نن بیاهم د بشریت ډوبیدونکي کښتۍ ته یواځي هغه ماڼو نجات ورکولای سي، چي په لاس کي يې د لارښووني او هدایت دغه مشال وي. د همدغه کتاب په مټ د ژوندانه په دې  تیاره سمندر کي د خلاصون ساحل معلوم دی او په لوري يي ټول انسانیت ته د ورتګ بلنه ورکړي، نن هم نړۍ هغه نجات ورکوونکي ټولۍ ته سترګي په لاره ده، چي د قرآن په سیوري کي يې پالنه سوې وي، قرآني ژوند ولري، د قرآن پیغام په لاس کي د نړۍ او نړیوالود خلاصون او نجات په موخه له خپله ځایه را پورته سي او بالآخره خپل ټول ژوند او مرګ يې ددغه ستر کتاب سره تړلی وي؛ ځکه قران له ځانه سره داسي تل پاته پیغام لري، چي د انسان ټول ژوند پکښي را ټول سوی دی. د انسان د ژوند داسي نقطه به نه وي، چي قرآن يي یادونه نه وي کړې. دا کتاب د ټولو هغو ناروغیو  دوا ده،  چي د انسان په زړونو او سینوکي پیداکیږي، د دې امت ټول ژوند، چي په کوم شي پوري تړلی دی هغه د الله کتاب دی، د دې امت پیژندنه، شتون، ژوند، لوړتیا، ځوړتیا او هر څه په دغه مقدس کتاب پوري تړلي دي.

 د قرآن نزول ددې امت لپاره څه عادي خبره نه ده، الله جل جلاله  مسلمان ته هغه شېبې د لمانځني لپاره ځانګړي کړي دي، چي د ناپوهۍ، جهالت او درواغجنو خدایانو دغلامۍ تیارې ختمي سوې. او د الله جل جلاله  دتوحید د رڼا وړانګي پر ټول انسانیت وځلېدې. د انسانانو شعور را ویښ سو، د عدل، امن او خپلواکۍ دنوي سپرلي په نړۍ کي یې پښه کښېښوده، ددې امت  په ژوند کي هغه ورځ مرکزي حیثیت لري، چي د حرا په غار کي الله جل جلاله   خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته دغه کتاب په لومړي پیغام کي ورساوه.

 په بيده انسانیت کي يې معنوي روح پوه کړ، د مفلسۍ، وروسته پاته والي، بېوزلۍ او غربت  د علاج په توګه يې نړۍ او نړیوالو ته  ابدي او د هر وخت لپاره مناسب پیغام پرېښود. د دې کتاب په وسیله د نړۍ هغه بېدیاوي او صحراوي د نړۍ په ستر تمدن، تهذیب او هنر واوښتې، چي د دې څخه مخکي له اوښانو څرولو پرته پکښي هیڅ نه تر سترګو کېدل. خلکو يې د پسونو او مېږو څرولو پرته بله دنده نه پېژنده، قرآن دوی له ټولو ناوړه حالاتو څخه وژغورل او د نړۍ په یوه غوره تهذیب يې ونازول. له همدې برکته پکښي د پخوانیو شپنو څخه د نن ورځي د تاریخ ستر اتلان را وپنځېدل. د یوه مستشرق خبره :

(( د مکې معظمې د یوه داسي یتیم کوچني څخه چي د پوښتني يې څوک نه وو، د څو محدودو کلونو په اوږدو کي ترې داسي شخصیت جوړسو، چي له اندلس څخه نیولې تر چینه په ټولو درو، دښتونو، ځنګلونو، غرونو او ښارونو کي دهغه د نوم انګازې پورته سوې.))

د نړۍ په لر او بر کي يې سوله خپره کړه، انسانیت دښمنه پرګنې يې يو په بل پسي ونړولې، د ځمکي مخ يي ددوی له شر څخه خلاص کړ؛ خو کله چي موږ دغه دالله کتاب پرېښود، د خپل رنځ دارو مو له دې پرته په بل شي کي ولټول، هلته موږ د سېلابونو ښکار سوو، د اتحاد رسۍ مو وشکېده، په خپلو منځونو کي مو چړې را وايستې او په همدې کار سره مو په خپل لاس د دښمن تبر ته لاستی واچاوه او د استعمار د يوې ګولې ډوډۍ په هوس کي مو خپل ارزښتونه، ویاړني او افتخارات پر بل چا وپلورل او دنن ورځي یوه ذلیله پرګنه وګرځیدو.  موږ چي  قرآن هېر کړ، کله راباندي مغل، کله اروپایان اوکله نور واکمن سول. عزت او عفت، ملي زیرمي،  پانګه او مالي خزانې مو ټولي د نورو په لاسونو کي پرېوتې.

ای مسلمانه!

ای مسلمانه! د خپل تمدن د مجد او پخواني برم د ساتلو، په نړۍ کي د خپلي ابرواو ازادۍ او د خپلي خاوري او نړۍ د رغوني لپاره همدغه مشال (قرآن کريم)  په لاس کي ونیسه ! نړۍ او نړیوالو ته يې اصیل پیغام ورسوه؛ تر څو انسانیت له دغه ناوړه حالاتو څخه خلاص سي کوم، چي د قران دسیوري په نه شتون کي پر خوار بشریت راغلی. 

مسلمان ځوانه ! پر قرآن پراته ګردونه وڅنډه، زده يې کړه، عمل پرې وکړه او پیغام يې په خپله شاوخوا کي نشر کړه. په هغو ځایونو کي يې ایاتونه تلاوت کړه، چي کلونه-کلونه يې په دې خواږه اواز تنده ماته نه سوه، هغه اواز چي په ترنم او آزانګه به یې بيده زړونه ویښېدل او دنوي ژوندون ساه به يې پکښي اخيسته. ځوانه پاڅيږه! په اقصی اوښکي توی کړه او د قرطبې په مسجد کي د بلال اذان وکړه.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه
 
-----------------------------
د قرانکریم برخه

سرته