تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جالب ادراک !
 
  November 6, 2016
  0
لیکوال : محمد داود امیري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

وګورئ! د وني څخه مڼه (سیب) پر ځمکه راولیده د نړۍ انسانانو او سیانسپوهانو د ځمکي د جاذبې قوه ورڅخه درک وکړ خو افسوس چي په میلینونو ارزښت لرونکي انساني جسدونه پر ځمکه ولویدل (پیدا سول) خو متاسفاً بشر د انسانیت معنی درک نه کړه ! او نه يې د هغه د ختمېدو په اړه چا لږ فکر وکړ اونه يي په دې اړه سوچ وکړ چي د انسان راتګ ودې حقیري نړۍ ته په څه معني دی ؟ او څه ورڅخه غوښتل کیږي خو دوې د حق او باطل معیار خپل نفساني خواهشات وګرځول او د نفس په غیراسلامي خواهشاتو پوري منډي وهي ، او دا ډول انسانان الله تعالی حیوانان ګڼلي بلکي تر حیواناتو يې هم بد بللي دي، الله تعالي په سورة الفرقان ۴۳ــ ۴۴ ایتونو کي فرمايي:

(رَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلا . أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلا

 ژباړه : اې محمده (ﷺ) ! آیا ته ویني هغه کس چي خپل هوا او هوس یې خپل معبود ګرځولی دی نو ایا ته به پر هغه باندي وکیل ( ساتونکی يي چي منع يې کړې له هوا او هوس څخه بلکي نه يي) ايا ته ګومان کوې ، چي په تحقیق اکثره د دوی اوري، یا عقل چلوي؟ نه دي دوی مګر په شان د حیواناتو دي ،(په پند نه اوریدلو کي ) بلکي لا ډیر لیري دي له حقي لاري څخه.

 په پورتني ایت شریف کي الله تعالي هغه انسانان چي نصحت او پند نه مني او د خپل پدایښت په هکله فکر نه کوي یوازي يې هدف د خپل نفس د غوښتونو اشباع کول وي ، شپه او روځ ستړي ستومانه وي دا ډول انسانان الله پاک د حیواناتو سره تشبیه کړي دي بلکي تر هغوې يي لاهم بد یاد کړي دي، ځکه حیوانات خپل محسن پیژني او د هغه امر ته سر کښته کوي خو یوازنی موجود چي انسان دی چي زیات يي خپل رب نه پېژنی او سرکښي کوي. نه د خپل خالق احسانات پیژني او حتي د خپلي ګټي او توان صحیح ادرا ک هم نه سي کولای ، په هغو اعمالو مبتلا وي چي سبا ورځ يې د غم او ژړا سبب ګرځي، دوې د حق او د هدایت د چیني (اسلام ) پر لور یو قدم هم نه سي ايښودلی بلکی د هدایت له چینې څخه د تښتېدو او لیري والي کوښښ کوي، که دوی لږ څه د عقل او فکر څخه کار اخیستی وی ، نو د توحید او رسالت لوی نښي نښانې به يي په خپلو سترګو لیدلي وای ، او د خپل بریاليتوب عوامل به يي د الله تعالي په بندګۍ کي موندلي وای ، او د الله تعالي مخلص بندګان به وای.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته