تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حیواناتو د حلالولو سِر او ګټه
 
  September 7, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اوس به د خوړلو و موادو ته راسو، څرنګه چي په خوراکي شیانو کي حیوانات یا د حیواناتو غوښي زموږ د بدنو دپاره د میکروب او جراثیمو لوی مصدر او منبع بلل کیږي نو خود د حیواناتو د حلالولو موضوع کي حیوانات یا د حیواناتو غوښي زموږ د بدنو دپاره د میکروب او جراثیمو لوی مصدر او منبع بلل کیږي نو خود د ډیره مهمه او د اهمیته ډکه موضوع او مسئله ده، دپاره د دې چي حیوانات د ضررمنو موادو څخه پاک او خالي سي او زموږ ماحول یا شا و خوا داسي و ګرځي چي هلته میکروب او جراثیم وده او پرورښت نه سي کولای، نو مشهور عالم شیخ عبدالمجید زنداني صاحب وايي:

ما و هغه ډاکټر (هنورد لارسون) ته وویل: یا دکتور! په مړه سوي حیوان کي څه فکر او نظر لرې؟ یعني هغه حیوان چي په خپله مړ سوی وي او په عربي کي (مَیتَه) ورته ویل کیږي د هغه د غوښو په خوړلو کي څه فکر او نظر لرې؟

ډاکټر وویل: میته یا مړ سوی حیوان د میکروبو خزانه ده، میته د ضررناکو موادو ګدام دی، او زموږ د اروپا قانون د ډیري مودې راهیسي د مړه سوي حیوان د غوښو خوړل منعه کړي او حرام کړي دي.

ما ورته و ویل: د مَیِّتې یا مړه سوي حیوان د غوښو خوړل د یو زر څلورو سوو (۱۴۰۰) کلو راهیسي منعه دي، خو تاسي هغه وخت مَیِّته منعه کړه چي میکروب او جراثیم مو کشف کړل او هغه وخت مو مَيِّته حرامه کړه چي د دغه میکروباتو اثر مو کشف کړی، مګر زموږ په دین کي مَیِّته تر دغه کشفیاتو دمخه حرامه وه.

وینه:
 
محترم شیخ وايي بیا مي ورته و ویل: یا دکتور! که زه یو ګرام وینه واخلم او یو ګرام غوښه واخلم او دغه دواړه جلا جلا کښېږدم او بیا پسله درې څلور ساعته و غواړم چي هر یو د دغه وینو او دغه غوښو څخه د خوړلو د پاره استعمال کړم ته په دغه باره کي څه نظر لرې؟ او په دوی کي به میکروبات څنګه او څومره وي؟

ډاکټر و ویل: هر څه چي وینه او د هغې خاصیت دی، ویني ته خو کله کله ناروغوونکي میکروبونه د هغي چړې په واسطه ورنقل کیږي کومه چي په هغې سره دغه حیوان حلال سوی دی، کله بیا د هوا څخه میکروب په ګډیږي، کله دغه د حلالېدو د مځکي او د هغې د شا و خوا څخه میکروب ورنقل کیږي خاصتاً که بیا دغه حلالېدل په صحرايي ژوند کي وي، ځکه په صحرايي ژوند کي حلالېدل همېشه په داسي ځایو کي کیږي چي هلته د نورو حیواناتو فُضُلات موجود وي، هلته ماحول ککړ او ملوث وي، مګر په پېشرفته سلاخانو کي که څه هم تعقیمات موجود دي خو ډیر ځله و وینو ته د هغه د مخني حلال سوي حیوان د وینو څخه میکروب ورنقل کیږي، یعني په هر صورت کي وینه د دې څخه نه سی خلاصېدلای چي میکروب دي ورنقل نه سي.

کله چي یو شمېر میکروب و ویني ته ورنقل سي نو هر میکروب په نیم ساعت کي یو بل میکروب زېږوي، نو که موږ په دغه یوه ګرام وینه کي د شروع څخه زر میکروبه موجود وبولو (که څه هم په یوه شي کي چي میکروب موجود وي د هغه میکروب شمېر په اوله مرحله کي په زرهاوو وي خو موږ به یې د زرو څخه را شروع کړو) نو که موږ و وایو چي په دغه یوه ګرام وینه کي زر میکروبه موجود وه، پسله نیم ساعته دوه زره کیږي، پسله یوه ساعته څلور زره کیږي، پسله یونیم ساعته اته زره کیږي، پسله دوو ساعتو شپاړس زره کیږي، پسله دوه نیم ساعته دودیرش زره کیږي، یعني پسله څو ساعتو په دغه یوه ګرام وینه کي په میلیونو جراثیم موجود سي او جراثیم اصوات لري چي د هغو په واسطه سره حرکت کوي، کوم وخت چي دغه جراثیم د ویني سطحه وخوري نور پسي کښته کیږي تر څو چي ټوله وینه په میکروب ډکه سي، پر دغه دباندني جراثیمو سربېره اصلاً په وینه کي په خپله جراثیم موجود دي او دغه رنګه په خپله په وینه کي هغه زهري مواد موجود دي کوم چي د دغه حیوان په جسم کي موجود وه، لکه بولینا او هغه نور فُضُلات چي د جسم څخه دباندي راوتل، نو دغه ټول هغه شیان او هغه اسباب دي چي د ویني څخه داسي شی جوړوي چي د انسان و صحت ته ضرر رسوي.

نو که انسان وغواړي چي وینه وچښي یا وینه وخوري دا د ده د صحت دپاره تاواني او ضررناکه ده (که څه هم د ویني د ضررو او میکروبو په باره کي ډیر اوږده او مفصل بیانات سته خو زه نه غواړم چي زموږ بحث ډیر اوږد سي نو تر هغو تېرېږم) 

محترم شیخ وايي ډاکټر ته مي و ویل: ښه دا خو وینه سوه چي په څو ساعتو کي د میکروبو ډکه سوه او دغه یې حال سو، خو دا هم راته و وایه چي هغه یوې ټوټې غوښي ته څه پیښیږي؟

ډاکټر و ویل: هر څه چي غوښه ده  د هغې پر سطحه جراثیم لویږي او د دغي سطحي څخه خوړل کوي خو تر سطحي لاندي طبقه سخته او کلکه طبقه ده چي جراثیم په خپلو اصواتو په هغه کي حرکت نه سي کولای، دغه سخته طبقه اصوات نه پرېږدي چي ور داخل سي نو میکروبونه خپله غذاء د دغي سختي طبقې څخه خوري خو غذاء پر کمیږي او میکروب په تدریج سره مري، نو میکروب نه سي کولای چي په هغه ذکر سوي سرعت سره تکاثر او تناسل وکړي او بیا د پخېدلو په وخت کي دغه غوښه پرېولل کیږي چي په دغه پرېوللو سره د میکروب ډیره حصه د بینه ځي او بیا په پخېدلو سره پاته میکروب وژل کیږي.

د خنزیر غوښه:

محترم شیخ عبدالمجید وايي ما و نوموړي ډاکټر ته و ویل: یا دکتور! د خنزیر د غوښو په باره کي څه نظر لرې او څه وایې؟ 

ډاکټر و ویل: دغه اوس زه په خپل وطن کي د خنزیر د غوښو د خوړلو په متعلق معرکه او مبارزه لرم دغه اوس ما په خپل وطن کي یوه داسي معرکه شروع کړې ده چي باید د خنزیر غوښي و نه خوړل سي، دا ځکه چي ما یو ډیر نوی جرثوم کشف کړی دی چي و دغه جرثوم یا میکروب ته (یارسینا) ویل کیږي او دغه میکروب بېله خنزیره په بل هیڅ شي کي نه پیدا کیږي او دغه جرثوم د تودوخي په ډیره کښته درجه کي هم ژوند کولای سي او کوي یې، حتّْی تر صفر کښته څلوېښت درجې یخ لا هم تاثیر نه پر کوي او په دغه میکروب ډیره اندازه اروپایان اخته کیږي او اخته دي، ډیر اروپایان چي د عمود فقري او مفاصلو په امراضو او دردو اخته دي سبب یې دغه (یارسینا) میکروب دی چي ما کشف کړی دی، او دغه اوس زه د خنزیر د غوښو د خوړلو پر ضد د مبارزې مشرتوب پر غاړه لرم.

محترم شیخ عبدالمجید وايي: د نوموړي ډاکټر تر دغه ذکر سوو تشریحاتو وروسته ما د خنزیر د غوښو هغه نور ضررونه هم ورته بیان کړه چي خنزیر د ډیرو بدو او خبیثو میکروبو ګدام دی، په خنزیر کي سربېره پر میکروبو ډیر بد او خبیث چنجیان موجود دي، بلکه د خنزیر د جسم ترکیب په خپل ځان کي د انسان دپاره ډیر ضررناکه مواد لري.

وروڼو! که زه وغواړم چي د طب د لحاظه د خنزیر هغه نور ضررونه بیان کړم چي انسان ته یې رسوي باید د هغه دپاره جلا بحث ولیکل سي، خو په اختصار سره دومره وایم چي د خنزیر د غوښو په خوړلو کي سربېره پر دغه میکروب چي (مارسینا) ورته ویل کیږي دغه نور مرضونه هم موجود دي:

اول: تینیاسولیم.
دوهم: تریکینا اسبیرالز.
درېیم: متعفن جراثیم.
څلورم: باراتیفورد.
پنځم: بالنتیدیم قولون.

دا ځيني هغه مرضونه دي چي د پخوا څخه په خنزیر کي کشف سوي دي چي تفصیل یې د طب په کتابو کي په پوره ډول سره موجود دی او زموږ په دغه اوسني بحث کي نه ځاييږي، خو اوس هلته په ځینو اروپايي ښاروکي داسي ټولني جوړي سوي دي چي د خنزیر د غوښو د خوړلو سره محاربه او مبارزه کوي.

مُنخنِقه
 
محترم شیخ عبدالمجید وايي و نوموړي ډاکټر ته مي و ویل: د هغه حیوان د غوښو په خوړلو کي څه وایې چي په خپه سره وژل سوی وي؟ (دغه خبره په یاد ولری: هغه حیوان چي په خپه سره و وژل سي په عربي کي هغه ته ״مُنخَنِقَه״ وايي).

ډاکټر و ویل: کوم حیوان چي په خپه سره و وژل سي زموږ د اروپا قانون اوس د دغه حیوان د غوښو خوړل حرام کړي دي.

ما ویل: ولي؟
ډاکټر و ویل: دا موږ کشف کړه کوم حیوانات چي په خپه سره مړه سوي وي او بیا د فارمو څخه راوړل کیږي د دغو حیواناتو امراض د انسان د صحت سره علاقه لري.

ما ویل: دا څنګه؟

ډاکټر و ویل: د حیواناتو په پنډو یا غلیظو کُلمو کي یو دېوال یا جدار موجود دی، تر څو چي حیوان ژوندی وي دغه دېوال نه پرېږدي چي د پنډو کُلمو یا أمعاء غلیظه څخه کوم چي هلته فُضله مواد موجود دي جراثیم او میکروبات د حیوان و ویني او جسم ته ورنقل سي.

یعني دغه په کُلمو کي چي موږ دېوال وایو دا په حقیقت کي یو حاجز او مانع دی تر څو چي دغه حیوان ژوندی وي دغه دېوال یا حاجز دا نه پرېږدي چي د فُضله موادو جراثیم او میکروب دي د کُلمو څخه ووزي او د حیوان په وینه یا جسم دي ګډ سي.

موږ او تاسي ټولو ته دا معلومه ده چي امعاء غلیظه یا پنډي کُلمې د ضررناکو جراثیمو ګدام دی، خو الله جل جلاله  په دغه کُلمو کي داسي یو حاجز او مانع قوت پیدا کړی دی چي نه پرېږدي چي دغه جراثیم دي د دغه کُلمو څخه د حیوان و جسم او بدن ته نقل سي چي دغه حاجز زه په خپل بحث کي ستاسي د پوهېدلو دپاره په دېواله سره یادوم او دېوال یې بولم، که څه هم دغه قدرت نه دېوال دی او نه په سترګو سره لیدل کیږي، فقط یو قوت او طاقت دی چي میکروبونه د دې څخه راګرځوي چي د حیوان جسم ته دي ورنقل سي.  

دغه رنګه الله جل جلاله  یو بل دېوال د وینو په رګو کي پیدا کړی دی چي هغه دېوال بیا دا نه پرېږدي چي د وینو څخه دي میکروب و غوښو ته نقل سي، نو کله چي حیوان خپه سي دغه حیوان په بطئ یا ځنډني مرګ سره مري او خطر هم د دغه ځایه څخه شروع کیږي، په ځنډني مرګ کي د امعاء غلیظه د دېواله مقاومت د بینه ځي او هغه ضررناکه جراثیم د امعاء غلیظه تر دېواله و ویني او هغه نژدې غوښو ته ورتیریږي، څرنګه چي حیوان نه دی مړ او وینه په جریان کي ده نو دغه جراثیم د ویني د دوران سره و ټول بدن ته نقلیږي، نو د ویني د دوران په واسطه دغه جراثیم د امعاء غلیظه د منطقې څخه د حیوان پر ټول بدن توزیع او و وېشل سي.

همدارنګه هغه دېوال یا حاجز چي د وینو په رګو کي موجود دی د هغه مقاومت هم ضعیفه سي نو دغه جراثیم د ویني څخه و غوښو ته ور نقل سي، چي په دغه صورت کي د حیوان ټول جسم او ټوله غوښه د ضررناکو موادو او خطرناکو جراثیمو لوی ګدام او مستودع وګرځي، د حیوان صحت ورنېست او نابود کړي او بیا نو دغه حیوان مړ سي او د حیوان د مرګ معنْی دا ده چي د دغه حیوان په جسم کي ډیر لوی خطر موجود دی. (دا خو مُنخَنِقه یا هغه حیوان سو چي په خپه سره وژل سوی وي)

مَوقُوذه:
 
محترم شیخ وايي د نوموړي ډاکټر څخه مي پوښتنه وکړه چي د هغه حیوان په باره کي څه نظر لرې چي په وهلو و وژل سي؟ 

و هغه حیوان ته چي په وهلو و وژل سي په عربي کي (مَوقُوذَه) ویل کیږي، یعني تر هغو وهل کیږي تر څو چي د دغه وهلو په واسطه یا په دغه وهلو کي مړ سي.

ډاکټر و ویل: مَوقُوذه هم لکه مُنخَنِقه په بطئ یا تدریجي مرګ سره مري او د میکروب له لاري چي هر څه د مُنخنقه حیوان و غوښو ته پېښېدل د مَوقوذه حیوان و غوښو ته هم هغه حالت پيښیږي، خو پر هغه سربېره کومه ضربه چي پر دغه حیوان واقع کیږي د دغه وهل سوي ځای (دموي اوعیې) یا د وینو رګونه او جسمي خلایاوي کوټل کیږي، نو د وینو ترکیب د خلایاو د ترکیب سره ګډ او خلط سي چي په دغه حالت کي زهرناکه او مُضِر تفاعُلات پیښیږي، نو ځکه موږ د وهلو پر ځای تورم او پاړسوب وینو، د دغه تورم یا پاړسوب د پېښېدلو سبب د دغه مُضِرو کېمیايي تفاعلاتو وجود دی، هغه کېمیايي تفاعلات چي زهرناکه مواد ځني جوړیږي او دغه سموم د هغه تسَلّخ سره کوم چي د وهلو په واسطه یې د حیوان په جسم کي شُقوق پیدا کړي دي و جراثیمو ته د حملې او هجوم اجازه ورکړي نو دلته جراثیم سره یو ځای سي.

همدارنګه د جسم په داخل کي امعاء غلیظه یا پنډي کُلمې هغه خپل مقاومت د لاسه ورکي نو جراثیم و ټول بدن ته نقل سي او حیوان ته هغه حالت پېښ سي کوم چي و مُنخنقه ته پېښېدی، نو په دغه سببو سره د دغه حیوان جسم چي په وهلو وژل سوی دی د ضررناکه او خطرناکه میکروبو ګدام وګرځي او د دغه حیوان د غوښو خوړل د انسان د صحت دپاره خطر او ضرر وګرځي.

مُتَرَدِيّه:
 
په عربي کي (مُتَرَدِيّه) هغه حیوان ته ویل کیږي چي د یوه ځای څخه را ولویږي او مړ سي.

نو زموږ محترم شیخ وايي د نوموړي ډاکټر څخه مي د مُتَرَدِیّه په باره کي پوښتنه وکړه.

ډاکټر و ویل: په مُتردیه کي عیناً هغه څه پيښیږي کوم چي په موقوذه کي پېښېدی، یعني هغه چي د یو ځای څخه رالويږي او مري، نو دغه مُتَرَدِیه د هغه په مثل ده چي په وهلو کي یا د وهلو په واسطه سره مري، کوم ځای چي په لوېدلو کي پر مځکه یا ډبره مښلي په هغه ځای کي هغه کوټل او هغه تمزیق پیښیږي او دغه حیوان هم په بطئ او تدریجي مرګ سره مري، که بیا هم په بطئ مرګ سره نه سي مړ بلکه د لوېدلو سره یو ځای مړ سي په دغه صورت کي هم ډیر ژر د دغه حیوان په جسم کي جراثیم نشریږي، نو ځکه موږ وینو چي د دغسي حیوان د جسم څخه ډیر ژر تعفن او بد بويي پورته کیږي چي دا د دې دلیل او علامه ده چي په دغه حیوان کي ضرر او خطر موجود دی.

نَطِیحه:
 
(نَطِیحه) هغه حیوان ته ویل کیږي چي له بل حیوان له طرفه په ښکرو و وهل سي او مړ سي.
نو زموږ محترم شیخ وايي د نوموړي ډاکټر څخه مي د نطیحه په باره کي پوښتنه وکړه.

ډاکټر و ویل: دا هم یو قسم وهل دي، خو دغه وهل تر هغه نورو وهلو خطرناکه دي، ځکه غالباً چي یو حیوان وهل کوي په خپلو ښکرو سره وهل کوي او غالباً دغه وهل یې په نس، په کُلمو او د بدن په کښته حصه کي وي، نو په جراثیمو لړلی ښکر د وهل سوي حیوان په وینه ننوزي او بیا وهل سوی حیوان د دغه وهلو په نتیجه کي مړ سي، خو د حیوان تر مرګ د مخه دغه ملوثه یا په میکروب ککړه وینه د ده په ټول بدن کي توزیع او و وېشل سي او بیا دغه حیوان مړ سي.

زموږ محترم شیخ بیا د هغه نوموړي ډاکټر څخه پوښتنه وکړه او ویل: هغه حیوان چي د بل څیرونکي حیوان له طرفه څیري کړل سي او بیا مړ سي په هغه کي څه وایې؟

ډاکټر و ویل: هغه حیوان هم دغسي دی لکه نطیحه، ځکه د څیرونکي یا درنده حیوان منګولي او نېښونه په جراثیمو ډک وي، نو کله چي یو حیوان خپلي منګولي یا نېښونه د دغه بل حیوان په جسم کي ښخ کړي یا ننه باسي نو دغه د منګلو یا نېښو میکروب د حیوان د وینو سره ګډ سي او دغه حیوان هم په بطئ او تدریجي مرګ سره مري او جراثیم یې د ویني د جریان په واسطه په ټول بدن کي و وېشل سي، نو د ده بدن هم د جراثیمو او میکروبو ګدام وګرځي.
 
حلالول یا ذبح کول
 
محترم شیخ و نوموړي ډاکټر ته و ویل: که کوم حیوان ته د دغو حالاتو څخه یو حال پيښ سي مثلاً خپه سي، یا و وهل سي، یا د لوړه ځایه څخه را ولویږي، یا د بل حیوان له طرفه په ښکرو سره زخمي کړل سي، یا د څیرونکي حیوان له طرفه څيري کړل سي او تر مرګ دمخه یې موږ حلال کړو بیا یې غوښه څنګه ده؟

ډاکټر و ویل: دغه حلالول هغه اساسي لار او طریقه ده چي د دغه حیوان په جسم او بدن کي د میکروب د نقلېدلو مخه نیسي، ځکه هغه چي د حیوان په بدن کي یې میکروب نقلاوه یا توزیع کاوه هغه وینه وه او کوم وخت چي حیوان حلال کړل سي نو د دغه حلال کړل سوي حیوان جسم او بدن د هغه ویني څخه چي د دغه حیوان په جسم او بدن کي یې جریان درلودی او د جراثیمو د نقلولو سبب وه پاک او خلاص سي.

محترم شیخ عبدالمجید الزنداني وايي: د دغه بحث په آخرکي مي د الله جل جلاله  هغه قول ډاکټر ته تلاوت کړی کوم چي فرمايي:

﴿ حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ ﴾ [المائده: ۳]

لومړی به د تلاوت سوي آیات شریف ترجمه بیان کړو.الله جل جلاله  فرمايي:

حرام کړه سوي دي پر تاسي خوړل د مړه سوي حیوان (مَیته) او بهېدونکي ویني، او د خنزیر د غوښي، او د هر هغه حیوان چي بېله الله جل جلاله  د بل چا پر نامه حلال کړل سي، او د خپه کړل سوي حیوان، او د وهل سوي حیوان چي په لرګي یا بل شي سره و وهل سي او مړ سي، او د هغه حیوان چي د لوړ ځای څخه ولویږي، او د څیري سوي یا زخمي سوي حیوان هغه چي د بل حیوان له طرفه په ښکر و وهل سي، او هغه حیوان چي نورو جناورانو داړلی وي، مګر د دغو حیواناتو خوړل بیا هغه وخت روا دي چي تر مرګ دمخه یې حلال کړی، (دغه د حلال والي حکم د دغه پنځو قسمو دپاره دی چي هغه: مُنخَنِقَه، مَوقُوذَه، مُتَرَدِیّه، نَطِیحه او هغه چي څیرونکو حیواناتو داړلی وي) او حرام دي خوړل د هغه حلال سوي حیوان چي پر بتانو حلالیږي.

الله جل جلاله  په دغه آیات شریف کي د لسو قسمو شیانو خوړل حرام کړه چي البته ځيني یې د انسان و صحت ته ضرر رسوي او ځيني یې و اسلامي عقیدې ته ضرر رسوي، هغه چي د انسان و صحت ته ضرر رسوي اته شیه دي:

  • مَیته، یعني هغه حیوان چي بېله حلالولو په خپله مړ سي.
  • وینه.
  •  د خنزیر غوښي.
  •  مُنخَنِقه، یعني هغه حیوان چي په خپه سره مړ سي.
  •  مَوقُوذه، یعني هغه حیوان چي د سوټي یا بل شي په وهلو سره مړ سي.
  •  مُتَرَدِّیه، یعني هغه حیوان چي د لوړ ځای څخه راولویږي او مړ سي.
  •  نَطِيحَه، یعني هغه حیوان چي د بل ښکرور حیوان له طرفه په ښکرو و وهل سي او مړ سي.
  •  هغه مړ حیوان چي له نورو څیرونکو حیواناتو له طرفه داړل سوی او بیا مړ سوی وي.
 
د دغه اته قسمه حرام سوو شیانو یا حیواناتو څخه هغه اول درې قسمه چي مَیِّته، وینه او د خنزیر غوښه ده مطلقاً حرام دي چي د حلال والي د پاره یې هیڅ لار نسته، خو وروستني پنځه قسمه حیوانات که تر مرګ د مخه حلال کړل سي بیایې خوړل حلال او روا دي.

که یو وار بیا د محترم شیخ عبدالمجید او نوموړي ډاکټر پوښتني او جوابونه و وایاست نو به پوه سی چي د تلاوت سوي آیات شریف تر شا څومره علم پروت دی او څومره د بشر د صحت مراعت پکښي سوی دی، ځکه دا معلومه خبره ده چي انسان په ډیره اندازه سره خپله غذاء او خواړه د حیواناتو څخه حاصلوي نو ځکه الله جل جلاله  موږ د هغو حیواناتو د غوښو د خوړلو څخه منعه کړو چي زموږ صحت ته ضرر رسوي، او په دغو معلواتو سره دا درمعلومه سوه چي د دغه منعي څخه مقصد او هدف څه دی.

ینه او توری

دا درمعلومه سوه چي موږ د مړه حیوان د غوښو د خوړلو څخه د هغه میکروب په سبب چي په دغه غوښه کي موجود دی منعه یو، همدارنګه د وینو د خوړلو څخه هم د دغه میکروب سبب منعه یو، خو هلته دوه قسمه مَیته سته او دوه قسمه وینه سته چي هغه د دغه حکم څخه مستثنْی او وتلي دي، زموږ دپاره یې خوړل جائز او روا دي، لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أُحِلَّتْ لَنَا مَيْتَتَانِ وَدَمَانِ فَأَمَّا الْمَيْتَتَانِ فَالْحُوتُ وَالْجَرَادُ وَأَمَّا الدَّمَانِ فَالْكَبِدُ وَالطِّحَالُ». [رواه ابن ماجه]
 
موږ ته دوې مَیِّتې او دوې ویني حلالي سوي دي، هغه دوې مَیِّتې ماهی او ملخ دي او هغه دوې ویني ینه او توری دی.

نو زموږ د پاره د دوه قسمه مَيتو او دوه قسمه وینو خوړل حلال او روا دي، یعني دوه قسمه حیوانات دي چي د هغو و حلالولو ته ضرورت نسته او که بېله حلالولو مړه سي خوړل یې حلال دي چي دغه دوه ملخ او ماهی دي، همدارنګه دوه قسمه وینه ده چي خوړل یې حلال دي چي هغه اینه او توری دی.

اینه عبارت د یوې عُضوي څخه ده چي په هغه عضوه کي ډیر زیات تجاویف موجود دي، یعني ټوله اینه په خپل ځان کي دننه د وینو کڅوړي لري، نو ځکه چي ته اینه واخلې او پرې کوې یې د هغې څخه ویني بهیږي، د اینې د وزن ډیره حصه د هغه وینو وزن دی چي په دغه اینه کي موجودي دي او په اینه کي دموي جیوب یا د ویني کڅوړي ډیري زیاتي دي، خو هغه وینه چي په اینه کي موجوده ده حلاله ده او نوره بهېدونکې وینه حرامه ده، دا ولي؟ د دې سِر او سبب څه دی؟

د دغي پوښتني جواب طب وايي، طب وايي څرنګه چي اینه د ویني د صافولو فابریکه ده او په اینه کي د دفاعي قوت خاص مشینان موجود دي چي وینه د جراثیمو او میکروبو څخه پاکوي او هغه کائنات وژني چي د انسان پر جسم او صحت حمله کوي، نو وینه په اینه کي صافیږي بلکه هغه سموم یا زهري مواد چي په وینو کي موجود وي د هغو ترکیب ته تغیر ورکوي او وینه د دغه زهریاتو څخه پاکوي، مقصد دا کومه وینه چي په اینه کي موجوده ده پاکه او صافه وینه ده، دا د علمِ طب حکم او فیصله ده، همدارنګه هغه وینه چي په توري کي موجوده ده دغسي پاکه او صافه وینه ده، سبحانک یارب! هغه وینه ده او دا وینه ده، دا وینه حلاله ده او هغه وینه حرامه ده، دا ولي؟ 

د دې سِر او جواب چا ته نه ؤ ور معلوم تر څو چي دغه اسرار کشف او ښکاره سوه، کله چي جهاز مناعه یا د انسان د بدن دفاعي قوت کشف سو، کله چي دغه دقیق کائنات او پټ میکروبونه کشف سوه نو خلک تر یوې اندازې د الْهي احکامو په سِر پوه سوه.

ماهی ولي بېله حلالولو پاک؟

ښه یا دکتور! ماهی ولي بېله حلالولو پاک او حلال دی؟

ډاکټر و ویل: ماهی په هغه جراثیمو او میکروبو سره مري چي په تُروو اوبو کي پیدا کیږي او د تُروو اوبو جراثیم و انسان ته ضرر نه رسوي، هو دغه جراثیم د ماهي د هلاکولو او وژلو سبب ګرځي مګر که دغه میکروبونه و انسان ته ورنقل سي ضرر نه ور رسوي، ځکه هغه جراثیم چي په بحر کي پیدا کیږي هغه بېله مُعیّن او مُرَکِّز تریووالي یا ملوحیت څخه ژوند نه سي کولای.

 هغه کائنات چي په بحرکي ژوند کوي هغه د (إسموزي فشار) و خاصیت ته اړ او محتاجه دي، إسموزي فشار خو درمعلوم دی؟ هغه دا چي د کائناتو هر کائن لره د ملوحیت یا تریووالي یوه معینه اندازه سته چي په هغه خپله معینه اندازه ملوحیت کي ژوند کوي، که یې دغه د ملوحیت اندازه زیاته یا لږ سي هغه کائن مري، مثلاً که ستا د باغ یوه ونه د دریاب په اوبو اوبه وې هغه درخته مري (وچیږي) عجبه نه ده! ونه په اوبو مري؟ هو، ځکه د ملوحیت یا تریووالی یې تر خپلي معیني اندازې زیات سو.

دغه رنګه هغه جراثیم چي په دریابو کي ژوند کوي که یوه داسي محیط ته نقل سي لکه زموږ د بدنو محیط هغه جراثیم په خپله مري، ځکه هغه جراثیم د ملوحیت (مالګي) و یوه معین ترکیز ته ضرورت لري که هغه اندازه ملوحیت ور ونه رسیږي مري، نو هر هغه بحري حیوان چي په بحر کي مړ سي هغه په داسي جراثیمو سره مړ سوی دی چي و بحري کائناتو ته ضرر رسوي او انساني کائن ته د محیط د تغیر په واسطه ضرر نه سي رسولای.

محترم شیخ عبدالمجید وايي: مګر د مړه ملخ د حلال والي د پاره مو تر اوسه طبي جواب نه دی پیدا کړی، هو هلته ځيني وروڼه سته چي د ملخ په باره کي بحث او څېړني کوي چي مړ ملخ ولي د مَیتې څخه استثناء دی؟ او د هر چا سره چي د طب د لحاظه د دغه مسئلې جواب موجود وي یا په دغه باره کي بحث او څېړنه لري د هغه څخه دا غوښتنه کوو چي زموږ سره تماس ونیسي. (و جزاهُ الله خیراً)

ماخذ: طب او اسلام 
 
په اسلام کي د وقایوي طب ارزښت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته