تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله جل جلاله ذکرد خوښۍ او د اطمنان
 
  August 27, 2016
  0

 

رالېږونکی: محب الله ذاکر

سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه

 د الله جل جلاله  ذکرد خوښۍ او د اطمنان  لامل ګر ځي

رشتیا ویل الله تعالی ته خوښ دي ، ښکاره وینا د زړه صابون دی، تجربه یو ډول دلیل دی  او د زړه د خوښۍ لپاره د ذکر څخه غوره او ښه عمل نسته.

الله تعالی فرمايي ( فاذکروني اذکرکم ...)
ژباړه: تاسي ما یاد کړي زه به تاسو یاد کړم.

د الله جل جلاله یاد په دنیا کي د انسانانو لپاره جنت دی او له ستړیاوو څخه د زړه را ایستل دي، بلکي دا د هر بریالیتوب او کامیابۍ لپاره لاره ده، ته د قرآن او حدیث مطالعه وکړه، چي د ذکر د
 
ګټوڅخه خبر سې او په دي لږ تجربه هم وکړه، جي له ډول ډول ناروغیو څخه خوندي سې او روغتیا دي
په برخه سي، د الله جل جلاله په یاد سره له هر ډول بېري، غم ، خپګان او ناروغۍ څخه روغتیا ترلاسه
 
کیږي او دا داسي نېکي ده چي په ترسره کولو یي د هر ډول غم او درد پیاوړي  غرونه رانړيږي ،دا د حیرانتیا خبره نه ده، چي د الله تعالی په یادولو سره د خلکو زړونو ته سکون رسیږي، بلکي د حیرانتیا خبره دا ده چي الله تعالی له ذکرڅخه غافله خلګ څنګه ژوند کوي ؟!
 
الله تعالی فر مایی: ( اَمّوَاتٌ غَیرُاَحیاءٍ  وَمَایَشعُرُنَ اَیَّانَ یُبعَثُونَ ).
ژباړه: دوي مړه دي ژوندي نه دي اونه پوهیږي ، چي کله به بېرته راپورته کيږي.
  
اي د نړي دردیدليه! اي د دردونو او غمونو څخه په ژړا سر انسانه! راسه د الله جل جلاله په سپیڅلي نامه خپله ژبه وښوروه او د خپل زړه دواء په وکړه  څوني ډیر چي د الله تعالی ذکر کوې. ستا زړه به د
 
پراخۍ خوشحالۍ سره مخ کیږي، ارام به ورته رسیږي  ،د نفس سره به دي مرسته کوي او ضمیر به دي په راحت کي وي، ځکه د الله تعالی په ذکر کي په هغه باندي د توکل باور، هغه ته د ور ګرځیدو، په هغه د نیک ګمان او د خوښۍ د راتلو د انتظار معنی پرته ده، نو الله تعالی نژدي دی.

د هربلونکي اواز او غوښتنه اوري، اورېدونکي او د دعاګانو قبلوونکی دی. نو په  ډېره عاجزۍ مینه او زارۍ سره د هغه نوم واخله، د خپلو ستونزو د حل لپاره  يي را وبله، مرسته ځني وغواړه، ستاينه يي وکړه او بخښه ځني وغواړه.
 
بېشکه الله تعالی د دې وړ دی، چي د خپلو ټولو ستونځو لپاره راوبلل سي  او هغه د هر عمل بدله ورکوي او د خپلو بلونکو څخه هیڅ کله خپلي مرستي نه سپموي:
 
( فَاْتْهُمُ اللهُ ثَوَابَ الدُّنیَاوَحُسنَ ثَوَابِالاْخِرَةِ ). 
الله جل جلاله دوی ته د دنیا د ثواب ترڅنګ د اخرت غوره بدلي هم ورکړي.
 
----------------------------------------------------
ماخذ : ثلاثون سبباً للسعادة / د نېکمرغۍ لار
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته