تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او مسلمانان په نیوزیلنډ کي
  تعلیم الاسلام
  March 23, 2019
  0

 اسلام په نیوزیلنډ کي

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-08-19
 
د شلمي پیړی په شروع کي بیا د همدې پیړی تر شپږمي لسېزي پوري د ګوتو په شمار څو مسلمانان د نیوزیلنډ هیواد ته د جنوبي اسیا او ختیځي اروپا څخه را مهاجر سول، په ۱۹۵۹ میلادي کال کي لمړی اسلامي مرکز جوړ سو (اوس الحمدالله زیات مسجدونه او اسلامي مرکزونه شتون لري) او تر دې را وروسته د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ کلنو په منځ کي د هغه مناطقو څخه چي حالات خراب او جنګونه شروع وه نورو مسلمانانو هم د نیوزیلنډ پر خوا کوچ را وکړ. ددي هیواد زیاتره مسلمانان اهل سنت دي په داسي حال کي چي یو څه اندازه اهل تشیع هم سته.
 
و نیوزیلنډ هیواد ته د لمړي ځل لپاره یوې مسلماني هندی کورنۍ د ګوجرات څخه هجرت وکړ او کله چي د اورپا څخه څو نور مسلمانان هم ور ورسیدل نو يې په ګډه سره د اسلام لپاره مټي را ونغښتي، کور یي رانیوی او هغه یي په ۱۹۵۹ میلادي کي په یو اسلامي مرکز بدل کړ. خو تر دي وړاندي د نیو زیلنډ د مسلمانانو اتحادیي NZMA  ((New Zealand Muslim association شتون درلودی. چي دا هر څه په دي هیواد کي د اسلام یو عظیمه پیلامه سول او د مسلمانانو نفوس نور پر زیاتیدو سو او د لار ورکو خلکو لپاره دا یو ښه موقع سول تر څو و حق دین او روښانه لاري ته غاړه کښیږدي. 
 
 
په ۱۹۷۹ کال کي د مظهر کراسنیګي لخوا د نیوزیلنډ هیواد د اسلامي ټولنو لپاره یو ټلواله FIANZ (Federation of Islamic Associations of New Zealand) جوړه سوه. چي د اسلام د خذمت لپاره يوه لویه اداره وه او په ۲۰۰۲ میلادي کال کي مظهر د ملکي د خذمتونو جایزه هم تر لاسه کړه.
 
ددې هیواد د مسلمانانو نفوس د شلمي پیړی په اواخرو کي نور هم زیات سو؛ کله چي په ایران، پاکستان، افغانستان، بوسنیا، عراق، کوسوا او سومالیا کي اقتصادي او سیاسي اوضاع خرابه سوه نو ددي هیوادو غمځپلي وګړي نیوزیلنډ ته ولاړل.
 
په دې هیواد کي د رومن کاتولیک، انجلیکان، هندویزم او بودایزم د پیروانو تر څنګ اوس ۲٪ مسلمانان هم شتون لري چي ورځ تر بلي دا فیصدي پورته کیږي، پاته دي نه وي چي ددي هیواد ۴۱٪ وګړي بي دینه (لا مذهبه) دي. په نیوزیلنډ هیواد کي یوازنۍ دین اسلام دی چي په ډیر سرعت سره پرمختګ کوي ځکه ډیر لږ کلنو وړاندي په دي هیواد کي مسلمانان د نشت سره برابر وه. اوس الحمدالله دوه لوی اسلامي مرکزونه؛ المدینه او د ښځو لپاره زاهد کالج وجود لري چي د مسلمانانو مشکلات ور حلوي او د کفارو و وهمونو او پوښتونو ته ځوابونه وایي. 
 -------------------------------------------------------------
اړوند ليکني:
اسلام په هندوستان کي
اسلام او مسلمانان په برتانیه کي
اسلام او مسلمانان په فرانسه کي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته