تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران حج (۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 7, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حج دریم ډول قِران دی ، د قِران حج کونکي ته قارن وايي ، د قِران حج زمونږ  د امامانو په آند تر تمتع لا هم غوره او ښه دی ، د افراد او تمتع حج مو په پوره تفصیل درته بيان کړى ، د قِران  حج د زده کړي لپاره په هغه اندازه تفصیل ته اړتیا نسته څومره  تفصیل چي د افراد او تمتع په حج کي درته بيان  سو ، په لنډو ټکو کي ویلای سو چي:

 
 د میقات ځای یا د هغه څخه مخته د عمرې او حج د پاره یوځاى احرام تړلو ته قران وايي .
 
د عمرې او د حج د هر ډول احرام تړلو اداب ټول یو شان دي ، دا احرامونه یو د بل څخه فقط په نیت کي بیل دي ، قارن یعني د قران حج کونکی په زړه کي د عمرې او حج دواړو نیت کوي او په ژبه يې هم ورسره ویلای سي : چي اې الله ! ما د عمرې او حج د اداء کولو اراده کړې ده ته يې راته آسانه کړه او را څخه قبول يې کړه ، د نیت څخه وروسته سمدستي تلبیه ویل کیږي :
 
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ .
 
قارن چي مکې مکرمې ته ورسیږي تر هر څه دمخه عمره اداء کوي یعني پر کعبه طواف کوي ترهغه وروسته د صفا  او مروا تر منځ تګ او راتګ کوي .
 
د عمرې د اداء کولو څخه وروسته به سر نه خريي او نه به يې کوچنی کوي ځکه قارن په یوه احرام عمره او حج دواړه اداء کوي ، عمره چي اداء کړي ورپسې د مفرد د حج په شان حج اداء کوي .
 
قارن چي د عمرې څخه فارغ سي یعني طواف او د صفا او مرواترمنځ تګ  او راتګ وکړي نو بیا به بل طواف د طواف قدوم کوي ، د طواف قدوم څخه وروسته قارن په احرام کي په مکه مکرمه کي پاته کیږي ، هر وخت چي زړه يې وغواړي نفلي طوافونه کولای سي .
 
د ذوالحجې اتمه نېټه چي راسي  منی ته به ځي د نهم په ورځ به عرفات ته ځي بیا به مزدلفې ته راځي ، پر لسمه نېټه چي د لوی اختر اوله ورځ ده د مزدلفې څخه منی ته راځي ، اول یوازي لوی څلي ولي بیا قربانۍ کوي .پر متمتع او قارن باندي قرباني کول واجب ده خو که چا د قرباني وسع او توان نه درلودى نو هغه کولای سي چي د قربانۍ پر ځای لس ورځي روژې ونیسي ، درې روژې به د لوی اختر د اولي ورځي څخه مخته نیسي . او اووه روژې به د حج تر ادایني وروسته په خپل کور کي نیسي ، البته په مکه مکرمه کي  يې هم د حج تر ادایني وروسته نیولای سي .
 
کوم کس چي د قربانۍ توان نه لري او مخته يې درې روژې نیولي وي نو هغه د لوی څلي د ویشتلو څخه وروسته سر خریلای یا کوچنی کولای سي  .
 
او کوم قارن او متمتع چي د لوی اختر د اولي ورځي څخه مخته درې روژې نه وي نیولي او یا د قربانۍ توان لري نو هغه به د لوی څلي د ویشتلو وروسته  حتمي قرباني کوي ،قارن د قربانۍ څخه وروسته سر خريي یا يې کوچنی کوي او بیا مکې مکرمې ته ځي او هلته طواف زیارت کوي . 
 
ترهغه وروسته سعي کوی یعني د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کوي تر سعي وروسته منی ته ځي په منی کي تر دریمي یا څلورمي ورځي د څلو د ویشتلو د پاره پاتیږي .
 
د مني څخه وروسته مکې مکرمې ته راځي او هر وخت چي د مکې مکرمې څخه د خپل کور یا مدینې منورې په خوا سفر کوي د رخصت طواف یعني طواف الصدر به کوي او پدې سره د قارن حج پای ته رسیږي .
 
الله تعالی دي د ټولو حاجیانو حجونه قبول او مبرور وګرځوي .
 
آمين يا رب العالمين .

----------------------
د افراد حج
د تمتع حج
د عمرې طریقه
 

سرته