تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ورشه د جنت دروازې دې انتظار کوي!
 
  December 30, 2016
  0

 ژباړه:  حمدالله حلمیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو عرب لیکوال کیسه کوي چي:

د دریو میاشتو په مهم سفر ګاونډي هیواد ته ولاړم، کله چې منزل ته ورسیدم نو د هوټل له تلفون څخه مې کورته زنګ وواهه، کور کې مې یو زوی او یوه میرمن وه، د واده مې درې کاله شوي وو، خو دا مې لومړی ځل وو چې له دې خپلې وړې کورنۍ بیل شوی وم، تلفون مې زنګونه تیرول خو ځواب نه راتلی... بیا - بیا مې هڅه وکړه خو ځواب مې نه کړ ترلاسه... وارخطا شوم چې خدای مکړه میرمن او بچي ته مې څه پیښه نه وي شوې!

هر پنځه او لس دقیقې وروسته مې زنګونه وهل خو ځواب مې ونه مونده... مجبور شوم ورور او خور ته مې زنګ وکړ هغوی راته اطمینان راکړ چي کور دې خیر او خیرت دی د اندیښنې خبره نشته، خو زما زړه بیا هم ډاډمن نشو... څو ورځې بعد مې خواښې ته تلفون وکړ، هغې راته وویل چي پرون مې لور او لمسی ولیدل جک جوړ وو... خو زما ددې خبرې ځواب چې ولې زما تلفون نه ځوابوي؟ هیچا رانه کړ...

درې میاشتې لکه د دریو کلونو راباندې تیرې شوې، بیرته چي خپل ښار ته راستون شوم نو زړه مې نامعلومې ویرې پړسولی وو، په منډه مې ځان کورته ورساوو، د یوې نه اټکل کیدونکې پېښې انتظار مې یوست، دروازه مې په لاس وټکوله شیبه وروسته مې میرمنې دروازه راخلاصه کړه، په خندا او خوشالۍ یې ستړې مشې راکړه، بچی مې هم له خوښیو په ټوپونو راغی زما غیږې ته...

کور کې له کیناستلو مخکې مې په غوسه میرمنې ته وویل: ایا ته عقل لرې؟

ولې دې تلیفون نه ځواباوو؟

ایا تا دا نه احساسول چې پر ما څه تیریږی؟

په موسکا یې راته وویل: ایا تا مور او پلار ته تلیفون کړی وو!؟ 

: نه

:  ایا ته پوهیدې چې مور او پلار دې څومره ستا تلیفون او ستا لیدلو ته لیواله دي؟

ایا تا ته د مور او پلار د زړونو د حال پته وه؟

او...

زه ددې حقیقت په اورېدلو خجالت شوم ... میرمنې مې زیاته کړه: ډیر ځله مې ستا د پوهولو هڅه وکړه، خو تا سر پرې نه ګرځاوو!! درې کاله کې درې ځله تا د هغوی احوال نه دی اخیستی!

او تا درې میاشتې بیغوري ونشوی زغملای!

خبرو ته یې مکمل تسلیم شوم، د خجالت موسکا مې وکړه... میرمنې راته د موټر چابیانې ونیوې او په غوږ کې یې راته وویل: ورشه د جنت دروازې دې انتظار کوي!

ژر مې موټر روان کړ د مورجانې خدمت ته ورغلم او د پلار لاسونه مې ښکل کړل... د موراو پلار پر څیرو د خوښیو د کرښو له لوستلو وروسته مې ناڅاپه خپلې میرمنې ته دعا پر خوله راغله:

 خدایه ته مې میرمن جنتي کړي چې ماته یې سیخه لار راپه ګوته کړه...
 
------------------------
یو ډير ژړونکی نظم: مورنۍ مینه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته