تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شوال په مياشت کي لويي پيښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2022
  0

 لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

 په دي مياشت کښي نبي کریم صلی الله علیه وسلم نکاحوي کړي او زياتي او لويي غزاګاني تر سره سوي.
 
١- د هجرت په لمړي کال د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  نکاح او واده له ام المؤمنين حضرت عايشې رضی الله عنها سره. او ددي واقعي بيان عايشه صديقه رضی الله عنها داسي کوي:
تَزَوَّجَنِي رَسُولُ اللَّهِ  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَوَّالٍ وَبَنَى بِي فِي شَوَّالٍ فَأَيُّ نِسَاءِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ أَحْظَى عِنْدَهُ مِنِّي قَالَ وَكَانَتْ عَائِشَةُ تَسْتَحِبُّ أَنْ تُدْخِلَ نِسَاءَهَا فِي شَوَّالٍ. (مسلم شريف)
 
ترجمه : رسول صلی الله علیه وسلم زم اسره د شوال په میاشت کې کوزده او په همدې میاشت کې یې را سره واده وکړ، نو د رسول صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه کومه یوه یې له ماڅخه زیاته هغه ته نژدې وه؟ راوي وایي چې عایشې رضي الله عنها به خوښوله چې په شوال کې د ښځو ودونه وسي .
 
او دا د هغو ناخبرو کسانو لپاره ثبوت دى چي هغوی دا عقيده لري چي د اخترونو په منځ کښي د شوال په مياشت کي بايد واده و نه سي. او دا عقيده اصل کښي د اسلام نه مخکښي د جاهليت له زماني نه سرچينه اخلي او هغوى دا عقيده لرل چي د شوال په مياشت کښي که واده وسي د خاوند او ميرمني ترمنځ کرکه، نفرت او تل پاتى حسد را ولي. خو دا خبر د اسلام په مبارک دين کښي هيڅ ثبوت نه لري او په مبارکو حديثونو کي يي رد سوی دی (بلکي د دوو اخترو ترمنځ نکاح کول نبوي سنت دی).
 
٢- د هجرت په دوهم کال د شوال په مياشت کي د شنبې په ورځ د قينقاع غزا پېښه سوه.
٣- د هجرت په دريم کال د شوال پر اتمه د يکشنبې په ورځ د حمراء الاسد غزا پېښه سوه.
٤. د هجرت په دريم کال د شوال پر پنځلسمه د احد لويه غزا پېښه سوه.
٥- د هجرت په څلورم کال د شوال په مياشت کښي رسول  صلی الله علیه وسلم  د ام سلمه رضي الله عنها سره نکاح وکړه.
٦- د هجرت په پنځم کال د شوال پر اتمه د خندق غزا پېښه سوه.
٧- د هجرت په اتم کال د شوال پر اتمه د حنين غزا پېښه سوه.
٨- د هجرت په اتم کال کال د حنين تر غزا وروسته د طايف دردونکې واقعه رامنځ ته سوه.
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته