تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ محمد صدیق المنشاوي پېژندنه
 
  March 23, 2016
  0

 

سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

 شیخ محمد صدیق المنشاوي


د قران کریم د تلاوت مشهور او مخکښ نړیوال قاري په ۱۳۳۸ هجري قمري کال کي د مصر هیواد، په منشا ښار کي زېږیدلی دی.

د تلاوت د بې مثله، واضح او غمګین اسلوب له مخي، د قرائت په استاذانو کي یو ممتاز استاذ دی.
قرانکریم یې په اته کلنۍ کي حفظ کړی، ځکه په یوه قران مینه کورنۍ کي، رالوی سوی وو.

د شیخ محمد صدیق المنشاوي پلار، شیخ صدیق المنشاوي هغه شخصیت وو چي ده ته یې د قرانکریم د قرائت علم ور زده کړی او د قرائت یوه ځانګړې، ښایسته او منفرده مدرسه هم دده پلار شیخ صدیق المنشاوي رایج کړې وه.

شیخ محمد صدیق المنشاوي رحمه الله د خپل پلار د قرائت دغه ځانګړې طریقه اخذ کړه چي بالاخره د قران د قرائت ستر دولت یې نصیب، او د قران د خادمانو څخه یو مشهور ستوری وګرځېدی.

شیخ محمد صدیق المنشاوي ته د قرائت د همدغه خاصي طریقې په وجه، د "ژړېدونکي اواز" لقب ورکړل سو.

د قرانکریم تلاوت په ډيره نرمۍ، لَطافت، او منفرد انداز کوي او د قراني الفاظو د ښایسته ادایني لکبله ډیر مشهور دی او په خلګو کي زیات مقبولیت لري.

د نړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کي یې د قرائت په محلفونو کي ګډون کړی او په مسجد اقصی، کویټ، سوریه او لبیا کي خپل تلاوتونه ثبت کړي.

شیخ محمد صدیق المنشاوي رحمه الله پخپل اواز کي د قرانکریم مکمل ختم هم لري او د نهاوند په مقام کي ډیر شهرت لري.

شیخ منشاوي صاحب د قاري عبدالباسط عبدالصمد صاحب نژدې دوست او ملګری پاته سوی دی او د قرانکریم خدمت د دواړو ترمنځ د خپل منځي محبت او ښه رفاقت وسیله وه او د قرانکریم د خدمت لپاره یې ګډ سفرونو هم کړي دي.

په یوه مشهوره واقعه کي راځي چي د مصر مخکني رئیسِ جمهور جمال عبدالناصر د خپل وزیر په توسط شیخ المنشاوي ته دعوت ورکړی او وزیر داسي ورته وویل:

ډیر ژر به تاته لوی شرف حاصل سي چي په یو لوی مجلس کي چي په هغه کي به رئیس جمال عبدالناصر حاضر وي ته قرائت تلاوت وکړې.

خو شیخ المنشاوي رحمه الله په حیرت سره ورته وویل: که يې ما دعوت قبول کړی دا لوی شرف به خپله رئیس ته حاصل سي چي زما په اواز کي د قرانکریم تلاوت واوري! په همدې خبره شیخ منشاوي صاحب د مصر د رئیسِ جمهور دعوت رد کړی.

شیخ محمد صدیق المنشاوي رحمه الله په کال ۱۳۸۹ هجري قمري کي د ورپېښي مریضۍ لکبله په داسي حالت کي خپل روح ورسپارل چي د الله عزوجل ستر کلام قرانکریم یې تلاوت کوی.

که څه هم د قرائت دا ستورۍ وفات سوی دی خو د امت سره به په داسي حال کي مل وي چي قرانکریم به تلاوت کوي.

رحمة الله علیه !
 
---------------------------
 
تـلاوتونه:
 
۱- شیخ محمد صدیق المنشاوي 
۲ - شيخ محمد صديق منشاوي
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته