تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له اتو ډلو څخه به په قبر کي سوال نه کیږي
 
  March 19, 2016
  0

 


سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

له اتو ډولو خلګو څخه به په قبر کي سوال نه کیږي

په شامي کي لیکلي دي چي له کوموخلګو څخه به سوال نه کیږي هغه اته ډوله خلګ دي.

(۱): شهید.
 
(۲): د اسلامي ملک د سرحد ساتونکي.

(۳): دطاعون په ناروغۍ کي وفات کیدونکی.
 
(۴): د طاعون په زمانه کي له طاعون څخه پرته بلي ناروغۍ وفات کیدونکي کله چي هغه پر هغه صبر کونکی او د ثواب امید لرونکی وي.

(۵):صدیق یعنی رښتوني.
 
(۶): ماشومان.

(۷): د جمعې په شپه یا دورځي وفات کیدونکی.
 
(۸): هره شپه سورة ملک لوستونکی.

ځینو مبارکانو له دې سره سورة سجده هم یو ځای کړې ده او خپل آخري مرض موت  کي سورة اخلاص لوستونکی. شارح رحمه الله فرمایی چي په دې کي به د انبیاوو اضافه هم کیږي ځکه چي هغوی تر صدیقینو په درجه کي غوره دي. 
 
-------------------
 
مأخذ: شامي ص ۵۷۲
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته