د رهن حکمونه
رهن ځان ته بېل بېل حکمونه لري ځيني يې دلته يو په بل پسې درته بيانوو :
د رهن ضمان
د رهن يو حکم د رهن ضمان دى ، رهن د پور په ضمانت کي ايښودل کيږي .
په پور او د رهن په قيمت کي چي هر مبلغ لږ وو نو رهن په هغه اندازه مضمون ګرځي .
مثال : زيد بکر ته يو لک افغانۍ قرض ورکړې او په ضمانت کي يې د بکر موټر په ګروي کي ځني واخيستي ، د زيد څخه همدا د رهن موټر غلو غلا کړى .
دلته د موټر د بازار نرخ ته کتل کيږي ، که د موټر د بازار قيمت دوه لکه افغانۍ وو يعني د پور سره برابر وو د موټر ټوله تاوان پر زيد راځي نو پر بکر چي يې دوه لکه افغانۍ باندي دي هغه يې ټولي د موټړ په تاوان کي ولاړې .
که د موټر د بازار نرخ يو لک افغانۍ وو دلته هم ټوله تاوان پر زيد راځي پر بکر يې يو لک افغانۍ پور پاتيږي.که د موټر قيمت درې لکه افغانۍ وو بيا د موټر دوې دريمي چي دوه لکه کيږي مضمون او يوه دريمه يې چي يو لک کيږي د امانت حکم لري ځکه پور د رهن تر قيمت لږ دى نو د پور په اندازه رهن مضمون ګرځي .
د زيد څخه که موټر ضايع سو د دوو لکو افغانيو يې تاوان يې پر زيد راځي د هغه پور په ادا کيږي او د يو لک افغانيو تاوان يې خپله پر بکر راځي ځکه د رهن بازاري نرخ که تر قرض زيات وو هغه اضافه مبلغ يې د امانت حکم لري او بکر يې د زيد څخه تاوان نسي غوښتلاى .
-----------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
مخکنۍ ليکنه: