تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشکل ستا په مېرمن کي نه دی
 
  February 21, 2016
  0


 مشکل ستا په مېرمن کي نه دی


ژباړه: محمداسمعيل «شهاب»

 

يو سړي و يو شيخ ته وويل:

کله چي مي د ځان لپاره کور والا انتخاب کړه، داسي فکر مي کوی چي ګواکي الله تعالی ددې په څير بله هيڅوک نه ده پيداکړې.

 

کله چي مي کوزده ورسره وسوه، ډېری مي ولېدلی چي ددې په څېر وې.

کله چي مي واده ورسره وکړی، زياتره مي تر هغې ښکلي وموندلې.

 

څوکاله چي مي ژوند ورسره تيرکړی، دا را ته معلومه سوه چي ټولي مېرمني زما تر کور والا غوره او ښکلي دي.

 

هغه شيخ ورته وويل:

که چيري ته د دنيا له ښځو سره واده وکړې، ستا احساس به دا غوښتنه کوي چي " د ټولني ذليله ښځه چي د کوڅه ګښته سپي په شان ګرځي" هم تاته ښکلې او زيبا معلوميږي.

 

هغه سړي په خندا کي ورته وويل چي دا خبره دي ولي وکړل؟

 

شيخ ورته وويل: ځکه چي مشکل ستا په مېرمن کي نه دی، مشکل په دې ځای کي دی چي کله انسان زړه حريص وي (نفسي خواهشاتو يې ډير سي) او سترګي يې وچي (بې حيا) وي، او د الله تعالی څخه د حیاء کولو خالي وي، دا محال او ناممکنه ده چي د هغه سترګي دي د قبر اوګور د خاورو ماسيوا په بل شي مړې سي.

 

آیا خوښه دي ده چي ستا کور والا دي د دنيا زيباترينه مېرمن سي؟

 

هغه سړي ورته وويل : بلې هو!

 

شيخ ورته وويل: د نامحرمو څخه د خپلو سترګو حفاظت وکړه...!!!


قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ.... (الایة)


------------------------------------


سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته