تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ عبدالباسط عبدالصمد لنډ ژوند لیک
 
  January 20, 2016
  0

 راټولونه: نوید احمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شیخ عبدالباسط محمد عبدالصمد، د اسلامي نړۍ مشهور قاري چي د خپل ښایسته اواز او ځانګړي اسلوب له مخي په زیاته کچه مینوال لري او د طلايي حنجرې او مکي اواز په لقب نومول سوی دی.

په ۱۹۲۷ ملادي کال کي په مصر کي زېږدلی دی. د لسو کلونو پع عمر يې قرانکریم حفظ کړی او د قرانکریم سره د زیاتي مینه له کبله به يې یوه لیري کلي ته په پښو تګ کاوه، هلته به یې په یوه دوکان کي د راډیو د لاري د مشهورو قاریانو قرائت په ډير دقت او توجه سره اورېدی. 

شیخ عبدالباسط صاحب رحمة الله علیه د شیخ المتقن محمد سلیم حماده څخه یې د قرائت علوم زده کړل، د ۱۲ کلنۍ په عمر يې شهرت زیات سو. 

شیخ عبدالباسط عبدالصمد د ماشومتوب څخه د قرانکریم قرائت په ډير دقت زده کوی او په د تجویدي اصولو په مراعتولو کي به یې ډیر زیار ایستی، کله چي به کور ته ستون سو نو په لوړ اواز به یې قرانکریم په ښایسته لهجه تلاوت کاوه چي د خلګو زړونه به یې جلبول. 

 وروسته د مصر راډیو ته دعوت سو چي هلته یې د قرانکریم زیاته زیات شمېر قرائتونه ثبت کړل او د همدې لاري يې په خلګو کي لا زیات محبوبیت پیدا کړی. 

شیخ عبدالباسط عبدالصمد رحمه الله د نړۍ مختلفو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو ته هم وخت په وخت دعوت کېده چي هلته به یې د مؤمنانو زړه د قرانکریم په تلاوت روښانه کول.

الله تعالی شیخ عبدالباسط صاحب ته د قرانکریم د خدمت په وجه زیات عزت ورکړی وو، د مسلمانانو هري طبقې به يې زیات احترام ساتی. 

د قرانکریم دا ستر خادم په ۱۹۸۸ ملادي کال کي د ورپیښي مریضۍ له کبله د ۶۱ کالو په عمر د قرانکریم و مالک ته روح وسپارل او تر شا یې نه هیرېدونکې قراني خدمت د خپل ښایسته اواز په شکل پرېښووی.
 
نړیوال قاریان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته