تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کتاب لوستنه
 
  November 24, 2011
  0

کتاب لوستنه

لیکنه: مولوي احمدالله ابوالبدر

په پښتوکي يو خورا مشهور متل دى چي  وايي: ښه کتاب ښه ملګرى دئ.
زموږ  يوه ملګري واده  وکړ ! څه موده وروسته موږ پوښتنه ځني وکړه چي ژوند څنګه تېرېږي؟
هغه  وويل : ښه تېرېږي : يا د خيالو سره يم يا د خيالي سره يم. خو اوس سوال دادى چي ښه کتاب کوم يو دئ ؟
زموږ يو دوست د بېلا بېلو کتابو پلورنکى دئ يوه ورځ ما پوښتنه ځني وکړه چي په دې موجوده کتابونو کي د کوم کتاب ليوالتيا او فروش ډېردئ؟
هغه نرمه خندا وکړه ويل: پر جنسي لارښود او د واده لومړۍ شپه باندي خلګ مين دى.
ما وويل د مينتوب راز يې په څه کي دي؟

هغه وويل : نومونه يې ډير خواږه دي. يوه ورځ مي ديوې رسنۍ له لاري د پښتو ژبي ديوه فرهنګي شخصيت څخه واورېده چي ويل يې زموږ په خپاره سوو کتابونو کي تر ټولو ډېر خرڅېدونکي کتاب د احمد ظاهر د سندرو ټولګه ده چي تر دې محاله درې سوه زره ټوکه پلورل سوې ده. دا ښکاره ده چي ځيني کتابونه په يو وار لوستلو نه ارزي ځکه ځيني ويناوي جادو غوندي اغېزه لري نو که څوک باطله فلسفه په خوږه ژبه کړي کېداى سي دومر اغيزه ولري چي باطل والي پکښي ورک سي لکه موږ او تاسي چي يې په خپل هيوادنۍ پېښو له امله ښه تجربه لرو چي پرون تيرو تللو مسلمانانو د ستالين فلسفه تر اسماني دين غوره باله ، نن يې د ازادۍ او سوکاله ژوند ضامن بولي ، د هر کتاب لوستونکي بايد دقت وکړي ، د کتاب په انتخاب کي له پوره پوهې څخه کار واخلي ، ښه او بد سره بېل کړي.
داسي کتاب غوره کړي چي په دنيا کي روڼ مشال ،په اخرت کي يې د لاري مل شي، موږ ديني ، تاريخي ، ژبنيز ، ادبي او نور ...ګټور کتابونه په اساني سره ترلاسه کولاى سو.

خو له لوڅ لغړو ، ناولونو د بي دينه شعرونو ، او کفر اميزو کتابو څخه به ځان ليري وساتو ترڅو په خپلو کورونو کي د دوې ښکار نه سو. يوه خبره پر ژبه سپره ده چي پښتون يو جاهل قوم دي کله چي بهرني ملکونو ته ولاړ سي له ها خوا اوږده ورېښتيان راسي سر ښوروي وايي زه هنرمنديم سړي حيران پاته سي چي دا ملک انجينر ، مسلکي ډاکټر، معمار  او تخنيک ګر ته اړتيا لري که دده اوږدو ورېښتيانو او بې روحه سندري ته ضرورت لري؟

په ديني برخه کي علماوو خپل کار کړى دى نن په خوږه معياري پښتو تفاسير سته ژباړل سوي دي احاديث شته ، مکمله فقهه سته ، عقايد سته ، پيغمبر پيژندنه سته ، د اصحابو معلومات او اسلامي تاريخونه او وياړونه سته موعظې او نور په پراخه پېمانه موجود دي اوس نوبت دپښتونه د ټبر دئ چي  له دې کتابونو څخه څومره ګټه اخلي.
                           

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته