تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غوماشي جوړښت
 
  December 21, 2015
  0

 

 

لیکنه: خلیل احمد عمري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله  جل جلاله  چي مخلوقات خلق کړي دي، نو په دوی کي يې ځیني خاصیتونه هم ايښي دي، چي د الله جل جلاله  عظمت او لویي ورڅخه معلوميږي.

کله کله لوی مخلوقات د کوچنيو مخلوقاتو څخه په امن نه وي، د مثال په ډول: تاسو به لیدلي وي، کله چي یو انسان په خپل ځای کي بیده وي، نو ديوې غوماشي په مقابل کي ضعیفه او بې پناه  سي،  په دې نه توانیږي چي یوه غوماشه د چیچلو څخه منع کړي، حال دا چي یوه غوماشه د انسان په مقابل کي په سلګونو چنده کوچنۍ ده.  په اصل کي دغه غوماشه غواړي، چي انسان فکر او سنجش کولو ته اړ کړي. غواړي، چي انسان په دې پوه کړي، چي انسان هیڅ نه سي کولای. له دې څخه باید په دې پوه سو، چي انسان د الله  جل جلاله  په مقابل کي هیڅ قدرت نلري.

آیا تاسو په دې پوهېږئ، چي غوماشه ولي تاسو چیچي؟

راسئ په دې عجیبه حادثه باندي ځان خبر کړو! 

ولي غوماشه وینه زبېښي؟

ډېر خلګ په دې باور دي، چي غوماشه له ویني څخه تغذیه کوي؛ خو حقیقت دادی، چي غوماشه له ګلانو څخه تغذیه کوي. یواځي ښځینه غوماشه د هغو هګیو لپاره،  چي دا يې په نس کي لري وینه زبيښي.


لکه څنګه، چي تاسو پوهېږئ غوماشه یوه داسي حشره ده، چي پر وچه باندي ژوند کوي؛ خو دوی په اوبو کي رشد کوي. ښځینه غوماشه په اوبو کي هګۍ په ډېر ساده او اوډلي ډول اچوي، دغه سپین رنګ لرونکي هګۍ، چي کله اوبو ته ورسېږي، نو ژر تر ژره رنګ ته تغیر ورکوي او په خام رنګ سره معلومیږي، چي پدې سره د نورو حشراتو او مرغانو له ښکار څخه پناه کيږي؛ ځکه چي په اسانۍ سره نه ليدل کیږي. دا دومره زیاتو کوچنيو هګيو له کومه ځایه دا تعلیم حاصل کړ، چي رنګ ته تغیر ورکړي او د خطرڅخه په امن سي او هغه ښځینه غوماشه، چي دغه هګۍ ئې اچولي دي هم په دې نه پوهیږي، چي څنګه د هګۍ رنګ واړوي، نو دغه رنګ څوک تغیروي؟ صرف او صرف الله  جل جلاله   دغه  رنګ تغیروي! تر څو  دغه ژوندی مخلوق له خطره په  امن سي. 

 وروسته  دغه کوچنۍ هګۍ د چنجي په شکل سي، چي لاروا ورته ویل کیږي، دغه لاروا په اوبو کي په سر چپه ډول اوسيږي؛ یعني سر يې د اوبوکښته خواته وي  او د پای خوا ئې د اوبو لوړي خوا ته وي. الله جل جلاله  ددغي لاروا دپای په حصه کي یو داسي ساختمان جوړ کړی دی، چي هغه د ټیوب شکل لري. دغه ټیوب ته ورته ساختمان له اوبو څخه راباسي او د همدغي لاري تنفس کوي. په آخر کي دغه کوچنۍ غوماشه یو بل شکل ځانته غوره کوي، چي دا هم د یوې کاملي غوماشي شکل نه وي، دغي مرحلې ته د شپیرې یا (Pupa) مرحله وايي. تر دغي مرحلې وروسته دغه کوچنۍ غوماشه د یوې کاملي غوماشي په شکل معلومیږي؛ چي د ښکرګي(انتنونو)،  نس، وزرنو او سترګو لرونکې وي. 
غوماشه موږ څنګه ویني؟

آیا تاسي په دې اړه په تعجب سوي نه یاست ، چي د شپې په توره تاريکه کي تاسي پر بستر باندي ارام کوئ ، خپل ځان مو په توس یا کوم بل شي کي پټ کړی وي، صرف یوه کوچنۍ برخه دلاس یا پښې له توس څخه دباندي راوتلې وي. په دغه وخت کي یوه غوماشه راسي او ستاسو دغه ځای، چي لوڅ پاته سوی دی ویني، په داسي حال کي تاسو خپله په دې نه توانېږئ، چي په دغه توره تاریکه کي یو شی ووینئ.

غوماشه څنګه په دې توانیږي، چي انسان او په انسان کي هغه برخه، چي لوڅه ده  وویني؟!

غوماشي کولای سي انسان د هغي تودخي په ذریعه وویني، چي د انسان بدن ئې تولیدوي. دغه تودوخه دیوې رڼا په توګه معلومیږي، چي انسان ئې په ليدلو نه توانیږي، خو دوی کولای سي په توره تاریکه کي یو د وینو رګ هم پیدا کړي. (wonders of Allah’s creation)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته