تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په څو کلنی کي نکاح بايد وسي؟
 
  November 23, 2011
  0

سوال: د اسلام له نظره يو پلار بايد و خپل زوى ته په څو کلنۍ کي واده ور وکړي؟ 
د سوال کوونکي نوم: شمس الله

ځواب: په اخلاقي لحاظ نه يوازي پلار بلكي ټول اولياء مسؤليت لري چي د بې واده نارينه او ښځينه سره د هغوى د نكاح په تړون كي مرسته وكړي او د خپل سيال او كفؤ سره يې د نكاح  تړلو موقع ورته برابره كړي لكه څنگه چي اللهجل جلاله فرمايلي دي : وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( النور ۳۲ )  تاسو په تاسو كي كونډ او بې واده كسانو ته واده وركوئ او هم مو د واده وړ مريانو او مينځيانو ته واده وركوئ كه ناواده كسان مو فقيران وي نو اللهجل جلاله به يي د خپل فضل څخه غنيان وگرځوي الله جل جلالهواسع دى (د هر شي  پراخي ورسره سته ) او په هر څه علم لري .البته پلار په حتمي ډول د خپل زوى د واده مسؤليت نه لري نو ځكه دا خبره هم دلته مطرح كيدلاى نسي چي په څو كلني كي بايد واده ور وكړي ؟ البته د لوڼو په هكله حكم دا دى چي كفؤ او سيال يې پيدا سي په نكاح كي يې ځنډ را نه وستل سي . امام ترمذي د أَبِو هُرَيْرَةَ رضی الله عنهڅخه روايت كوي: وايي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي :

  إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ . كه تاسو ته داسي څوك مركه وكړي چي، د هغه ديانت او اخلاق تاسو ته د خوښۍ وړ وي نو هغه لره يې په نكاح وركوئ كه تاسو داسي نه وكړى نو بيا پر مځكه فتنه او پراخه فساد خپريږي . يعني د خپلو لوڼو او خويندو لپاره د خپلوۍ د پاره ددې تلاښ مه كوئ چي شتمن او د لوړي كورنْۍ څخه به وي كه د شتمنو په هيله نور مركه كونكي جواب كوئ نو پايله به دا وي چي ډيري نجوني او هلكان به بې واده پاته كيږي چي په نتيجه كي به په ټولنه كي لوى ناورين را منځ ته كړي د خپلوۍ د پاره چي تر ټولو مهم او اړين صفت دى هغه ديانت او ښه اخلاق دي څوك چي ديانت او ښه اخلاق و نه لري نو هغه كه هر څوني شتمن او د لوړ منصب څښتن هم وي بيا به هم د ښځي ژوند او آخرت ور سره خرا بيږي .د يادوني وړ ده چي ځوانانو ته پاك رسولصلی الله علیه وسلم حكم كړى دى چي كه وكړاى سي ژر تر ژره دي واده كوي : يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنْ اسْتَطَاعَ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ ( متفق عليه ) پاك رسولصلی الله علیه وسلم وايي : اې د ځوانانو ټولۍ ! که په تاسي کي څوک د واده كولو توان ولري واده دي وکړئ ځكه واده تر بل هر شي نظر د ناروا څخه را ټيټ كوي او فرج د ناروا څخه ساتي او كه څوک د واده توان نه لري هغه دي روژې نيسي ځکه روژه د هغه د پاره په منزله د خصي كيدو ده  يعني شهواني قوه كمزورې كوي . نبي کريم صلی الله علیه وسلمټول ځوانان دې ته ترغيب او هڅولي دي چي تاسي که توان اوطاقت ولرى ژر تر ژره واده کوئ همدا واده دى چي د مځكي پر مخ د انساني نسل بقا په راځي او ټولنه د زنا او بد اخلاقيو د ناورين څخه په خوندي كيږي.

د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته