تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د لمانځه وسوسوې
 
  November 23, 2011
  0

سوال : زه چي کله پر لمانځه ودرېږم نو ماته ټول هغه واقعات کوم چي ما ليدلي وي، اورېدلي مي وي او يامي کړي وي نو هغه ماته د وسوسې په شکل را په ياديږي، که دا راته وواياست ،چي دا خو به لمانځه ته کوم ضرر نه لري او ددې دفع  په څه ‎ډول کېداى سي ؟

د سوال کوونکي نوم: احمدالله

 جواب:  امام مسلم  رحمة الله علیه د حضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت کوي وایي النَّبِيّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمایلی دي : إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ أَدْبَرَ الشَّيْطَانُ لَهُ ضُرَاطٌ حَتَّى لَا يَسْمَعَ التَّأْذِينَ فَإِذَا قُضِيَ التَّأْذِينُ أَقْبَلَ حَتَّى إِذَا ثُوِّبَ بِالصَّلَاةِ أَدْبَرَ حَتَّى إِذَا قُضِيَ التَّثْوِيبُ أَقْبَلَ حَتَّى يَخْطُرَ بَيْنَ الْمَرْءِ وَنَفْسِهِ يَقُولُ لَهُ اذْكُرْ كَذَا وَاذْكُرْ كَذَا لِمَا لَمْ يَكُنْ يَذْكُرُ مِنْ قَبْلُ حَتَّى يَظَلَّ الرَّجُلُ مَا يَدْرِي كَمْ صَلَّى . څه مهال ،چي آذان ناري سي شيطان په تېښته سي شاه کړي او د  بادو ږغونه ترې وزي څو آذان وا نه وري او څه وخت چي آذان ختم سي بيرته راستون سي او څه وخت چي اقامت شروع سي بیا په تېښته سي شاه کړي تر داسي ځايه ځي چي د اقامت ږغ وا نه وري او څه وخت چي اقامت ختم سي بيرته  راسي لمونځ کوونکي ته په زړه کي وسوسې ور اچوي، ورته وایي پلانکی شئ در یاد کړه پلانکی شئ در یاد کړه داسي شيان ورياد وي کوم چي د لمانځه د باندي یې هيڅ ياد نه وه، تر داسي اندازې وسوسې وراچوي چي لمونځ کوونکي ته نه معلومیږي چي اوس ده  څو رکعته لمونځ وکړ.

نو دا د شيطان طريقه ده چي هر لمونځ کوونکي لره په لمانځه کي داسي شيان وريادوي چي د لمانځه تر مخه يې هيڅ ياد نه وي تر څو دى د لمانځه څخه مشغوله کړي او په لمانځه کي يې تېرباسي .عُثْمَانَ بْنَ أَبِي الْعَاصِ وایي زه نَّبِيّ صلی الله علیه وسلمته ورغلم او ورته ومي ویل :  يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ حَالَ بَيْنِي وَبَيْنَ صَلَاتِي وَقِرَاءَتِي يَلْبِسُهَا عَلَيَّ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خَنْزَبٌ فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنْهُ وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا قَالَ فَفَعَلْتُ ذَلِكَ فَأَذْهَبَهُ اللَّهُ عَنِّي (مسلم ) اې د الله جل جلاله رسوله صلی الله علیه وسلم ! شیطان زما او د لمانځه تر منځ رالویږي قرائت را باندي ګډ وډ کوي . رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : دا شیطان دئ د خنزب په نامه یادیږي چي په وسوسو يې پوه سي نو اعوذ بالله من الشیطان الرجیم ووایه او کیڼ یعنی چپ خوا ته درې ځلي توف کړه . عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه وایي ما همداسي وکړل نو اللهجل جلاله د شیطان وسوسې را څخه لیري کړلې همدا د شیطان د وسوسو د مخنیوي لپاره علاج دی .


د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته