تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب او نوی عصر
 
  September 5, 2015
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نن سبا په ټوله نړۍ کي دا موضوع د رسنیو لومړې  تود ټکي ګرځېدلې دي  چي اسلامي  حجاب دي بند کړل سي او په دې بي شرمانه،غیر بشري او غیر انساني او غیر قانوني عمل څه کفري او د اسلام ضد عناصر په دې باندي کامیابه هم سول د فرانسې په شان هیواد کي چي د ټولو اروپایي هیوادونو په پرتله پکښې مسلمانان ډېردي اسلامي حجاب  په رسمي ډول سره منع اعلان کړ ددې سره جوخت په بلجیم کي هم د اسلامې حجاب د منع اعلان ورسره وسو او دا اعلان وسو که چا حجاب وکړهغه به (۱۵-۲۵) ایرو پوري جرمانه سي او د زندان توري شپې لاهم ورته ګوري، د هالنډ غوندي دیموکراتیک هیواد کي هم په یوه کاتولیک مکتب کي پر اسلامې حجاب باندي بندیز ولګېدي او ومسلمانو انجینو ته په حجاب کي ورتلل منع سول او حال دا چي دوی د حکومت نه غوښتنه وکړل چي دا زموږ بشري حقوق دي او موږ ته باید راکول سي؛ و بل لور ته الحمدلله د ترکيي په شان سیکولرهیواد بیا چي مخکي اسلامي حجاب پکښې بند وو اوس ورته اجازه وسوه او دا بندیز د جمهور ریس او لومړی وزیر په حکم سره لیری سو چي د لومړي وزیر خپله مېرمن هم په اسلامی حجاب کي ګرځي.

د بشر د حقوقو ټیکه داران
 او اوس نور کفري هیوادونه هم دا تکل لري چي د ظلم څخه په استفادې سره د مسلمانانو لږکیو حقوق تر پښو لاندي کړي هغه مجازات کړي، کړاوونه ورته پیدا کاندي، او د مقدساتو توهین ئې وکړ؛ ټول لویدیځ د بشري حقوقو، دیموکراسۍ او په ځانګړې ډول سره د ښځو د حقوقو نارې وهي او د خپل ژوند شعار ئې ګرځولي دي خو دا صرف د خلکو د غولولو او ددوی پر دماغونو او سترګو باندي د خاورو د شیندولو په معنی دي، دا څنګه انساني معقول او دیموکراتیک دولتونه دي چي د میږي څخه تر زمري پوري د ټولو حقوق ورکوي خو!!! د میلونهاوو مسلمانانو بشري او مذهبي حقوق او کړنلارې تر پښولاندي کوي!!؟

 که یوه غیرمسلمانه ښځه د بې حیایي، عریانۍ، فحاشۍ اوعیاشۍ حقوق طلب کړي هغه ټول حقوق په خوښۍ سره دولت ورکوي او څه امتیاز هم وربښي، البته که یوه مسلمانه میرمن د پورڼې د پر سر کېدو او حجاب کولو خواهش وکړي او حال دا چي دا مسلمانه مېرمن دا خپل حق بولي، فریضه ئې ګڼي، نو بیا ولي ددې معصومي مسلمانې ښځې ځواب په څپیړه، زندان، ظلم، انکار او تشدد سره کیږي؟؟؟

 دا تش په نامه په بشري حقوقو، د ښځو په آزادۍ او په دې بد خونده دیموکراسۍ نور نو دا ولسونه نسي غولېدلای؛ دا د لویځووالو لپاره د دوی د افعالو او کړونو پایلې ده چي و دوی ته هر ځای جهنم ګرځېدلي دي، او حتی دوی اوس په خپلو هیوادونو کي لاهم په امن سره شپې او ورځې نسي سبا کولای، اوس ددې د جبران د پوره کولو په منظورغواړي چي کسات د هغو لږکیو مسلمانان څخه واخلي چي د دوی تر تسلط لاندي دي، دا هم و اسلامي امت ته یو روحي تکان او پر اسلامي اُمت باندي یو فشار دی، چي دوی په خپلو هیوادونو کي شرعي حجاب بند کړ.

دا یو منلي حقیقت دي چي هر عمل عکس العمل لري او دا د دوی دا ټولي ناوړې کړنې او نفرت به ډېر ژر د خاورو سره خاوري سي دوی د ډېر ولارو څخه کار اخلي کله حجاب بندوي، کله د قرآنکریم سپکاوی کوي، لکه همدا اوس چي د امریکا په کلفورنیا په یوه کلیسا کي تیری جونز چي ددې کلیسا مشري په غاړه لري قرآنکریم ئې وسوځاوه،  کله دوی د نورو اسلامي مقدساتو توهین هم کوي، کله بیا په اسلامي نړۍ کي د عیسایت برملا تبلیغ کوي، او په آخر کي دوی په زور سره هیوادونه مستعمره کوي او داسي نور..... 

د حجاب حقیقت
اوس زه غواړم چي پر حجاب باندي یوه د ډاډ وړ څیړنه چي ما پیل کړې ده، پر استدلال او منطق باندي ولاړه ده، ټول ماخذونه ورسره شتون لري او کره ده، وړاندي کړم، او نور نو قضاوت ستاسو په لاس کي دی، او حجاب د اسلام څخه مخکي په عیسایت کي هم وو، د عیسایت څخه مخکي په یهودیت کي هم وو، چي وروسته به ئې په تفصیل سره بیان وکړم؛ چي حجاب په مذهبي کتابونو کي څومره ارزښت لري، او اوسنې ساینس په دې اړه څه فیصله کوي او پر حجاب کولو ئې څومره ټینګارکړي دي.

حجاب عربي لفظ دي چي (پرده او پوښ) ته وایي حجاب کول د یوې مسلماني ښځې فریضه ده، حجاب هغه پرده ده چي د زنا، فحاشي، او ناوړو افعالو د تمایل دیوال ړنګوي، دا حجاب په طبعي ډول سره لوی څښتن تعالی جل جلاله و ډېرو شیانو ته ورکړی دی، خو زه یواځي په یو څو بېلګو اکتفا کوم:

حجاب ساتنه ده
کیله چي یوه ډېر ښکلي او زړۀ وړونکي میوه ده پر خپل بدن باندي حجاب (پوښ) لري، که د کیلې حجاب لیري سي نو ددې ښکلي مېوې ورنګ، خوند، ارزښت او اصلیت تر پوښتني لاندي راځي او بدلون مومي. د کېلې په شان کوپړه، او داسي په زرهاوو مېوې او سبزېجات شتون لري چي حجاب لري او د نه حجاب په صورت کي ئې هرڅه له مینځه ځي.

دا مرغلره ولي دومره ارزښت لري؟
ملغلره په یوه کلک زیږ حجاب کي ، د دریاب په تل کي موقعیت لري، هغه ملغلره ډېره ارزښت په دې لري چي په حجاب کي نغښتې ده، او هغه ملغلره چي پوښ ئې مات سوي، یا ئې درځ کړي وي، د هغې یو اب  دی چي وهغه ته زیان رسیږي، رنګ ئې بدلون مومي، او هغه ملغلره هیڅ ارزښت نلري، او صرف د یوې ډبري اندازه قیمت لري او بس۔ لوی څښتن تعالی جل جلاله هر شی په خپل پوښ کي خوندي کړی دی، د هغه هر څه ارزښت ئې په حجاب کي نغښتي دي، لکه انار، کوپړه او داسي نور....

ښځه هم په اسلام کي د یوې ملغلرې په شان ده، نو ددې پر ځای چي د ښځې وعفت، عصمت، ارزښت او حیثیت ته زیان ونه رسیږي نو الله جل جلاله ورته د حجاب امر کړی دی او بې پرده ګې په اسلام کي حرامه ده، چي بدې پایلې لري، چي رڼا به پرې واچول سي.

حجاب څه شي ته پرده ده؟
د زنا، عیاشي، عریانۍ او شیطانی افعالو ته د کولو، د تمایل کول او جلبولو له کبله الله جل جلاله د حجاب امرکړی دی، چي دا حجاب د ښځې لپاره د حیا جامه ده، دا د ښځې لپاره د عزت او ویاړ سمبول دی، کله چي ښځه په حجاب کي وي دا طبعي ده چي کله سړی او ښځه سره یوځای کیږي، یا په ښار یا بل ځای نو د ښځې په صرف لیدو سره د نر سره دا فکر پیدا کیږي چي ورته و ګوري،  نو د کتلو پر مهال د خلکو نظر پر پردې لګیږي چي پرده دلته د سړي او ښځې ترمینځ د دیوال رول لوبوي او د ښځې بدن ا ویا نوره ښکلا نسي لیدلای.

د بې حجابۍ پایلې

 په اروپا او امریکا کي په کومو ځایونو کي مسلمانان وي، او یا حجاب وي نسبتا تر هغو ځایو چي هلته حجاب نه وي، د ښځو تښتول، غلا، زنا، غیر مشروع جنسي اړیکې،  وژل او نور جرمونه او ناوړه کارونه ډېرکم دي، او هر څوک په امن سره شپې سبا کوي؛ د ښځو بې حجابه کول پر ټولنې باندي ډېره بدې اغیزه لري، دا و فحاشۍ، عیاشۍ، ناوړو کړونو ته لاره خلاصول دي او د ښځو بې پردې کول په ټولنه کي د هر قسم فساد، او زنا لپاره ښه وسیله ده، د نارینه وو و ګمراه کولو ته ښه مناسبه لاره ده.

خو مسلمان امت به په دې ونه غولیږي، او بې لارې به نسي دا ځکه چي مسلمانې میرمنې په دې لاره کي خپل مرګ مني او بې حجابې نه قبلوي او خپل مرګ شهادت بولي، لکه چي په فرانسه کي د ېوې مسلمانې، معصومې ، عفتناکې خور د فرانسې د وحشې پولیسو د موټر څخه را کښته کړه، حجاب ئې ورڅخه ایسته کړ، او هغې مسلمانې مېرمنې د نیولو پر مهال و خپل مرګ ته ښه راغلاست ووایه، خو ځناورو چارواکو ددې بې عزتیا څخه علاوه همدا د اُمت مسلمه بچۍ د زندان تر تور کړکیو شاته مجازات هم  کړل؛ خو بیا هم لویدیځ دا هوډ کړی دی، چي ځوان مسلمان اُمت د تباهۍ، ګمراهۍ، او فحاشۍ و کندې ته وغورځوي، او د دوی دا ارمان به پوره نسي او ددوی دا هلې ځلې چي دوی ئې د قرآنکریم خلاف، د اسلام خلاف، د خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم خلاف او بشر دښمنه کړنې او توطیې تړي دا به ډېر ژرد خاورو سره خاورې سي.

د يوه عيسايی زده کوونکي ځواب:

د مکتب دوه زده کوونکي سره همصنفیان وه چي یو مسلمان او بل عیسوي وو، او دوی به هروخت یو ځای سره و مکتب ته روان وه، یوه ورځ دې عیسایی زده کوونکي ددې مسلمان زده کوونکی څخه پوښتنه وکړل :

دا د مسلمانانو ښځې ولي ټولې پټې (په حجاب کي) وي؟

مسلمان زده کوونکي ورته وویل چي ددې ځواب زه درکوم، خو تر سبا پوري به انتظار کوې، کله چي سبا سو نو دوی دواړه ومکتب ته روان دي او دې مسلمان زده کوونکی دوه چاکلیټه چي یو سپین سوی وو او بل په خپل پوښ کي وو، وغورځول او خپل ملګري ته ئې وویل چي ته اوس کوم چاکلیټ غواړې؟ نو دې عیسایي زده کوونکي وویل زه هغه چاکلیټ خورم چي په پوښ کي دی. مسلمان ورڅخه وپوښتل چي دا ولي؟ دواړه یو چاکلیټ دی؟

ده ورته وویل چي دا دي پر مځکې وغورځوي او زه ښه خبر یم چي دې میکروبونه اخیستي دي دا چټل دی او دا نه غواړم!

مسلمان ورته په خندا وویل چي آفرین!!! هغه چاکلیټ چي پټ وو، هغه دي خوښ کړ او لوڅ دي نه کي خوښ نو دا ستا د پرون ورځې د پوښتنې ځواب دی، هغه حیران سو! مسلمان زده کوونکی ورته وویل چي د لوڅو ښځو او پټو ښځو تر مینځ هم دومره توپیر دی.

را رواني لیکني:
حجاب په اسلام کی
حجاب په احاديثوکی
په حجاب کی نغښتې ښې ګڼې
دروم دامپراطورۍ هندوستان کی پرمهال حجاب
پرده په عيسايت کی
حجاب په يهوديت کی

اړونده لیکني:
حجاب د نوي ساینس له نظره
د ګل او ملغلرې د زړه خواله د حجاب ارزښت
په اسلام کي د ښځي حجاب او د غرب ناانډولي
حجاب د نوي مسلمانانو خوندو له نظره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته