تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوبه په اسلام او ساینس کي
 
  August 22, 2015
  0

 اوبه او ساينس Water and Science

رالېږونکی: عبدالغفار جبیر

اوبه که په هر بڼه سره وي (حرارتي، کیمیاوې، لزوجی او داسی نور...) دا هره بڼه ئې د انسان لپاره پخپل ځای کي ګټوره ده، او پخپل ځای کي خپله دنده ترسره کوي؛ د اوبو څخه د ژوندیو موجوداتو څخه هر ډله او ګروپ ئې خپله ګټه اخلي د بېلګې په ډول سره ماهیان د اوبو څخه خپل تنفس لاسته راوړي، او اوبه د دوی ژوند ژواک دی.


 په کیمیا کي د اوبو فارمول ( H2O) دی، نو ځکه کبان د اوبو ددغه اکسېجن څخه استفاده کوي او ټول ژوند ئې پوري تړلی دی، ځیني بیا داسي نور حیوانات شتون لري چي (ذوحیاتین) دي چي هم د ازاد اکسیجن څخه او هم د اوبو د اکسېجن څخه پوره استفاده کولای شي، او انسان بیا یواځي د ازادا کسېجن څخه خپل تنفس کوي.

ساینس پوهان په دې باور دي چي د اوبو ارزښت دومره زیات دی د (Viscosity) یعني لزوجیت له پلوه چي په هیڅ مایع شي کي نسته چي ورسره پرتله او وروسره مقابله سي.

اسلامي ساینس پوه هارون يحی وايي:
اوبه د خپلو کیمیاوي او طبعي ځانګړتیاوو سره سره د ژوند اصلي جوهر او بنسټ دی، او ځمکه او د ځمکې ژوند پر اوبو ولاړ دی، الله جل جلاله انسان پیداکړ او و مځکي ته ئې راواستاوی چي پرځمکه ژوند وکړي او بشریت يې هدایت ته چمتو او اماده کړی، وروسته د انسان ژوند پر اوبو وتړل سو او همدارنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او د انسان و ژوند ته ئې توازن ورکړی دی.

په نړۍ کي د ژوند پيل د اوبو څخه سوي دی

د اوسنۍ نړۍ ټول ساینس پوهان پر دې متفق او په یوه خوله دي چي د ژوند پیل د اوبو څخه سوی دی.
 
د جرمني یو وتلی جیالوجیست (مځکپوه) ابراهام ورنر(۱۷۵۰-۱۸۱۷) په دې باور وو چي د غرو پیدایښت د اوبو له وجي دی، هغه اوبه چي د مځکي په نس کي دي هغه غازونه جوړوي چي په نتیجه کي د غرو څخه د ځمکې د نس غازونه د اورغورځونکو په بڼه سره صورت نیسي.

په قرانکریم کي د ژوند بقاء هم په اوبو پوري تړاو لري، او همدارنګه په نړۍ کي د ژوند پیل د اوبو څخه شوی دی. اُمت مسلمه ودې ته اړتیا نلري چي د قرانکریم تصدیق دي یو ساینس پوه وکړي، د الله جل جلاله په کلام کي هیڅ شک وشبه نشته، خو د انسان عقل ، فکر او علم ناقص دی، او کله چي ئې علم ولوړې درجې ته ورسیږي نو د قرانکریم هر ایت به تصدیق کړي.

د نړۍ مشهور فرانسوی ساینس پوه ډاکټرموريس بوکائې د قرانکريم په هکله وايي:

قرانکریم چي د ژوند په هکله هر څه ویلي دي هغه د اوسني ساینس سره هیڅ ټکرنلري. (۱)

د اوبو دوران Water Cycle

اوبه د کائیناتو پالونکي د یوه ځانګړي نظام لاندي طی کوي، چي ودې نظام ته د اوبو دوران (Water Cycle) وایي، ساینس پوه برنارډ پالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰ کال کي د اوبو د دوران نظریه وړاندي کړل او ده وویل چي د سمندرو او دریابو اوبه د بخار په بڼه سره وهواته پورته کیږي وریځ ور څخه جوړیږي او بیا چي کله یخی سي نو د باران په شان اوري، او همدارنګه د میلاد څخه ۷ پېړۍ مخکي یو یونانی فلیسوف (Thales) هم په دې عقیده وو، خوهغه وخت دا خبره چا نسوای منلای.

اوبه په قرانکریم کي
 
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ. (سجده: ۲۷)
ایادوی ونه لیدل چي موږ اوبه په وچي او بې ګیاه ځمکه کي جاري کوو نو د هغه په وسیله کښت راباسو څو ئې دوی هم وخوري او څاروی ئې هم ، ایا دوی نه وینی؟ 

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ... (فصلت: ۳۹)
او د الله له نښانوڅخه یوه داده چي ته ګورې ځمکه ویده پرته ده نو کله چي موږ پرې اوبه واوروو نو په ناڅاپي ډول هغه خوځیږي اوغوړیږي.

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ. (ق: ۹)
اوله اسمانه څخه مو برکتناکي اوبه نازلي کړي دي او په هغو سره موباغونه او د رېبلو وړکښتونه، غلي داني رازرغونه کړي.

وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا. (المرسلات: ۲۷)
او په هغې کي مو ټینګ او لوړغرونه ځای پر ځای کړل او پر تاسي مو خوږې اوبه وڅښلې.

وَأَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا. (النباء: ۱۴)
اوله اوروونکو وریځو مو تویېدونکي اوبه راکښته کړي دي. 

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (۳۱) أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا. (النازعات ۳۰-۳۱)
اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې د هغې اوبه او څړځایونه راوایستل. 

په قرانکریم کي چي څومره ځای د اوبو په هکله بیان سوی دی هغه ټول حقایق د اوبو د علم (Hydrology) سره خوله په خوله دي بلکي ددې علم پوهان د قرانکریم په ډېرو ایاتو اوس هم نه پوهیږي او دائې ویلي دي چي په راتلونکو وختو کي به داسي پوهان پیداسي چي  د قرانکریم په ټولو حقایقو باند پوه سي. (۲)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي:
كُلُّ شَيْءٍ خُلِقَ مِنَ الْمَاءِ. (مجمع الزوائد)
هر شی د اوبو څخه پیدا سوی دی.

په تفسیر ماجدي په دوهم ټوک کي راغلي دي:
د ژوند پوهني (Biology) په څېړنو کي راځي چي د هر شي اصلي عنصر پروتوپلازم (Protoplasm) دی، چي د پروتوپلازم زیاته برخه اوبه دي.

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شي دی؟
یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدي ماده ده چي د ژوندۍ ژونکي (حجرې) لپاره اړینه ده.

یوساینس پوه پخپلو څېړونو کي وایي چي د ژوند ارزښتناکه شی اوبه دي، او تر اوبو په ژوند کي بله قیمتي او اوزښتناکه مایع او نعمت نسته، که د اوبو په نظام کي څه لږ فکر وکړو نو همدا اوبه چي د بخار په بڼه ورڅخه وریځ جوړیږي، او هر ځای چي قحطي او یا وچکالي وي هلته د باران، د واورې او یا هم د ژلیو په بڼه سره اوري او انسانان ور څخه خپله پوره استفاده کوي، په پای کي وایم چي اوبه د انسان ژوند، کښت او زراعت او د هر څه اصلي محور دی. (Water is Life and Life)
 
 
Water and Vitality اوبه او  ژوند ژواک (حیاتي توان)

ډاکټرهلوک نورباقی لیکي:
د ژوند ژواک (حیاتي ژوند) او ژوند ترمینځ د یوه باریک ویښته په شان توپیر شتون لري، ژوند د یوه اسکلیټ بڼه لري او ژوند ژواک (Vitality) په اسکلیټ کي د ورسپارل سوي کارونو فعالیت وسرته رسوي، د ژوند بنسټیز واحد ډی این اې DNA (Deoxyribonucleic Acid) چي د لومړي ځل لپاره جیمس ډي واټس په ۱۹۵۰ کي پیدا کړ، او د اورګانیزم د ښه پېژندولو په موخه دا کار ترسره سو؛ حال دا چي مخکي داسي پرمختګونه نه وه سوي، چي اوس د (DNA) په وجه د هر چاپېژندل او د ذات ښه مطالعه کیږي، په دې حیاتي برخه کي اوبه خپله پوره ونډه لري.

د اوبو ارزښت
هر شی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د مځکې وکُرې ته ځیر سي او یو نظر ورته واچوي او څه فکراو د ښکلي تصور مزي وغزوي نو دابه ورته جوته سي چي د هر ژوندي شي (حیوان او نبات) د ټولو ژوند په اوبو پوري تړلی دی، چي دا یو نړیوال ساینسي ، انساني او معقول واقعیت دی هیڅوک ور څخه سترګي نسي پوټولای، د انسان بدن که څه هم غوښه، هډوکي، مالګي او نور څه لري خو زیاته ونډه د اوبوپکښې ده، او هر څه چي دی خوري زیاته برخه ئې اوبه دي؛ که چیري په یوه انسان کي اوبه کمي سي یعني د اوبو د کموالی (Dehydration) سره لاس او ګرېوان سي نو انسان د پښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږي.
 

وبل لورته د انسان (Urea) او (Creatinine) چي زهرجن او ضرري مواد دي په وینه کي ګډیږي، او ډېر ژر په ټوله بدن کي سرایت کوي او خپرېږي چي له دې څخه وروسته انسان د خطر او مرګ وکندي ته غورځول کیږي.

(Urea) څه شي ده؟
د پروتینو د میتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکي وروستی لوی محصول چي په ینه کي د امینواسیدونو او اموینومی مرکبونو څخه جوړیږي او په متیازو، وینه او لمف کي موندل کیږي، عبارت د یوریا څخه دي.

(Creatinine) څه شي دی؟
کراتین انهایدرید؛ د فسفوکراتین د میتابولېزم وروسته محصول چي د پوښتورګو او همدغه راز د عضلاتي کتلې د کاري تشخیص په توګه ئې د بولي اطراح سرعت محاسبه کیږي.

دا لوی نعمت اوبه یواځي په دې دنیا کي غوره نعمت نه دی بلکي په اخرت کي په جنتو کي هم د شیدو د عسلو د شرابو د نهرو (ویالو، والو) سره یوځای یوه واله د اوبو ده لکه په سورت محمد (صلی الله علیه وسلم) کي چي راځي:
 
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى... (سورت محمد: ۱۵)

اوبه د ژوند یوه سرچینه نه بلکي پخپله ژوند دی، که موږ او تاسي څه لږ د ځمکي د کُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته سو او و سپوږمۍ ، مریخ او نورشمسي نظام ته ؛ هلته چي ستور مزلې (Astronauts) تللی دی، پخپلو سترګوئې هر څه لیدلي او مشاهده کړي دي، او یا ئې موږ په انځورونو کي ګورو هلته د اوبو هیڅ څرک نسته او هلته بلکل اوبه شتون نلري؛ او ځینې بیا ډېر لږ داسي یو تصور لري  (نه حقیقت) چي په نورو سیارو کي هم د ژوند امکان سته، خو دا ساینس په کلکه سره رد کړې ده او تر اوسه ئې هیچا هم کوم ثبوت نه دی وړاندي کړی؛ که چیري موږ د تمدنونو و زانګوته راسو هغه ځمکه ده، دا ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم د لوی څښتن استازي پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکي ته راغلي دي، او د بشریت لومړی پلار حضرت سیدنا ادم علیه السلام پر ځمکه جوړ او پیدا سو....

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
---------------------------------
(۱): اسلام کي سچائې اورساینس کي اعترافات، محسن فارانی، قرانکریم کې ساینسی انکشافات، ابومحمد مخدوم زاده
(۲): Islam and Science/Water /Water Cycle 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته