تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عسل او د مریضیو علاج
 
  May 30, 2015
  0

 (Infection) څه ته وايی؟

لیکنه: عبدالغفار جبیر

عفونت، د بدن په نسجونو کي د ميکروبونو بريد او تکثر په  ځانګړي ډول که د ميتابوليزم، زهرو، د باکترياګانو  د داخل الحجروي تکثر يا انټی جن انټی باډی د ځوابونو له امله  د حجرو د موضعي رنځ لامل وګرځي.

 اوسني ساینس پوهان په دې اند دي چي عسل د ميکروب ضد درمل دي (Antimicrobial)، چي مطلب ئې  دادی چي عسل هر ډول ميکروب، جراثیم اونور۔۔۔۔۔ وژني، له همدې کبله د زخمونو لپاره پوره کارکوي.

 عسل د(beewax)  په نامه سره یوه ماده لري، چي د پوستکي د خرابولو، د چاودلو، د شونډانو د چولو او د ټول بدن لپاره بهترین کریم او لوشن دي.

 عسل په ځانګړي ډول سره د ویني د پوره کولو لپاره او همدارنګه د معدې د ناروغیو لپاره ډېر ښه دارو درمل دي.
 په عسلو کي دوه ډوله انرژې شتون لري:

۱: ګلوکوز (Glucose): 
چي دا لنډ مهالې انرژې ده، دا انرژې ډېر  ژر په بدن کي خپریږي، او اغېزې ئې ډېرې ژر جوتيږي. 

۲: فرکتوز(Fructose):
 چي دا اوږد مهالې انرژې ده، ډېر بتي ده او تر ډېر وخت پوري دوام لري، او اغېزې ئې تر ډېره مهاله پوري په بدن کي ځای لري. 

د عسلو استعمال ، ګټې، اغيزې، د نورو موادو سره: 

 په مساوی اندازه سره عسل او د شونډ چي په اردو کي ادرک او په انګلېسی کي ورته (Ginger) وایي ددې جوس ورسره ګډ کي، چي دا د ټوخي، زکام، د ستونی او د پزي د بهېدو لپاره تجربه  شوي درمل دي. 

 نیم ګرام  د تورو مرچو پاوډر، د عسلو او د شونډو د جوسو سره ګډ  کي، چي دا د سالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده.
 د خولې د هرډول ناروغۍ لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (په خلې) او داسی نورو ناروغیو لپاره ښه علاج دی.

 د زرهاو کلونو راهیسي عسل د زخمونو لپاره استعمالیږي، چي تاریخ ئې د ميلاد  څخه د مخه ښودل سویدي، دا ځکه چي په عسلو کي هیڅ ميکروب او جراثیم ژوند نه سي کولای.

 کله چي عسل د زردکو د جوس سره یوځای استعمال سي، د سترګو د درد، سوروالی، د سترګو د دانو او دید لپاره ډېره ښه غوره درملنه ده.

عسل په بدن کي (غوړ) او قبض په مکمل ډول سره پایته رسوي، که چيري عسل سهار په نهاره باندي په یوه ګلاس ګرمو شیدو کي چي ۶ څاڅکي د زیرې تېل هم ورواچوي نوغوره درملنه او تجربه سوې دواده. 

 په عام ډول سره دعسلو خوراک  د انسان د بدن مقاومت د ناروغیو په مقابل کي زیاتوي.

د ورېښتانو د هر ډول ناروغۍ لپاره مجرب دي، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل اونور...... دا په هغه وخت کي ډېره فایده کوي، چي عسل د هوږي سره ګډ سي.
 
په پورتني ايات شريف كي د عسلو فايدې او و عسلو ته د (شفاء) توري استعمال سوی دی اومطلب ئې دادى چي عسل د ناروغيو دارو درمل دي ساينس پوهانو په دې وروستيو كي په عسلو كي لاندي مواد پيدا كړي دي:
 
(دانګوروګلوكوز) قندي مواد، مېوه جات (فركتوز)، د ني شكرقندي مواد (سكروز)، د يكسترين، پروتين، استروجن، حمض النمل، اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، منګنيز، فاسفورس كلورائيډ، حبوب اللقاح، خوشبويه مواد او داسي نور ډېر مواد  لري چي لاتر اوسه نامعلوم  دي. عموما په طب كي عسل د تسمم د ناروغۍ، د ينې او د معدې د اضطراباتو لپاره ډير استعماليږي، همدارنګه د مغزو د كمزورتيا، د زړه د كمزورۍ، د مغزو د ارامولو، روماتيزم او اعصابو لپاره  ډير ګټور دي.
 
د عسلو بین المللي کانفراس
 
په مصركي د عسلو پر (۵۰) استفادو يو بين المللي كانفرنس دائر سوی ؤ او د لاندنيو پنځو قسموعسلو بيان ئې وكړ:

د پخته  ګل عسل، د كېلې د ګل عسل، د برداقوش د ګل عسل، د توري دانې(دانه سياه) د ګل عسل او د شړشمو د ګل عسل.
 
داعسل د لاندنيو  ناروغيو لپاره ګټور دارو درمل دي:
 
خشكي، اسهال، اګزيما، د نس پاړسوب، د ستوني خرابوالى، د كوچنيو چنجيانو لپاره، د زيات كولسترول لپاره، د وسنستياديا او د وينې د كمښت  لپاره دي.
عسل د پورتنيو ناروغيو لپاره د (۷-۱۲) كسانو باندي په لاندي ډول سره تجربه سويدي:
 د كوچنيو چنجيانو لپاره ۷۰٪ سلنه مثبته  نتيجه  وركوي.

د كولسترول لپاره ۶۶٪ سلنه  په شپږو وروځو كي چي د وينې فشار هم څو برابره كښته وي  درمل دي.

د دوسنستاديا لپاره ۷۵٪ سلنه.

د زخمونو لپاره ۶۶٪ سلنه.

د برداقوش د ګل عسل د معدې د پاړسوب  لپاره ۱۰۰٪ سلنه مثبت سویدي.

د كېلې د ګل عسل۱۰۰٪ سلنه د ويني د كمښت  لپاره ګټور ثابت سويدي.
روغتياپال (ډاكټر) ابراهيم شامخ چي د جراحي متخصص او د عين الشمس د پوهنتون كي د جراحي او زخمونو په فاكولته كي استاذ دى وائي:
 
عسل د (۱۵۰) ناروغيو لپاره ګټور ثابت سويدي دا په داسي ډول سره چي هرسهار او ماښام  يوه كاچوغه عسل يو كاچوغه د توري دانې د پوډرو سره ګډ سي. او همدارنګه عسل د۵۵۰   د پوستكي د ناروغيو  لپاره ګټور دارو درمل ثابت سويدي.
 
د سترګو علاج د عسلو په مرسته:
روغتياپال محمد عماره چي د مصر د منصوره په پوهنتون كي د سترګو متخصص دى وايي چي: زه د شلو كلونو راهيسي د سترګو د علاج  لپاره عسل استعمالوم او نتيجه  ئې ۱۰۰٪ سلنه مثبته  ده، او همدارنګه  د بلجيمي كاتوليك د پوهنتون استادانو د مكروبي او ويروسي سترګو  لپاره د شړشمو د ګل د عسلو څخه  د سترګو څكك جوړ كړي دي چي په ورځ كي  ۵ ځلي وسترګو ته ورلويږي او  نتيجه ئې په مكمل ډول سره ګټوره، اغېزمنه او مثبته  ده.  دا روغتياپالان زياتوي چي: 
 
عسل په ځانګړي ډول سره د هغه  وايروس لپاره دارو دي چي د سترګو قرنيه ختموي چي دا ويروس د (هرپس) په نوم سره ياديږي، لنډه دا چي عسل د  سترګو  لپاره بهترين او ګټور دي.
 
عسل او دوينې  فشار  Honey and Blood Pressure

روغتياپال دسوقي چي د باطني  ناروغيو او حساسيت استاذ دی، د عسلو څخه د فشار په كمولو كي ډېره استفاده كوي.
 
روغتياپال سيمون بايوف او روغتياپال توكستياماتيسون چي د كولمبيا د پوهنتون چي په نيويارك كي دى دواړه  د  سرطان څېړونكي دي وايي: چي عسل د سر درد او سرطان لپاره ډېر ګټور دي. 
 
انجينيرعدنان محمد دين ليكي:
 
چي په عسلو كي اوس يوه ماده كشف سوېده، چي د (پروپوليس) په نامه ياديږي او د لسو كيلوګرامه عسلو څخه ۱۳۴۱ برخه ئې همدغه ماده ده، دا ماده مكروب وژونكي ماده ده،(Antimicrobial) كله چي د عسلو مچۍ د عسلو چوكاټ جوړه وي دغه ماده پكښي استعمالوي او ټول دېوالونه  ئې په همدغه ماده  وهي تر څو مكروب ورنسي او خراب نسي او پاته دي نه وي، چي دا ماده د غاښونو د درد، د خولې د ناروغيو او د ستوني د خرابوالي لپاره ګټوره ثابته سوېده.
 
انجينيرسيف الدين په دې اند دي:
 
 چي دغه ماده د اثناعشره كلمو د زخمونو، د معدې د پړسوب او د بواسيرو لپاره ډېر ښه درمل دي.
 
 امريكائي  پوهان په دې باور دي چي دا ماده د سرطان دانه په مكمل  ډول سره ختموي او همدارنګه  د انفلونزا لپاره بهترين علاج دى.
 
 په بلغاريه  كي عسل د ډېر مهال راهيسي روغتياپالان د روماتيزم (دبندونودرد) لپاره په كاميابه توګه سره استعمالوي. ددې ټولو ګټو سره سره ساينس پوهان په دې اند دي، چي په عسلو كي ډېر نور شيان شتون  لري چي لاتر اوسه  نه دي كشف سوي.
په بل ځای کي په قرانکريم کي راځی :
 
وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى. (سورة محمد: ۱۵)
او د صفا کړل سوو عسلو ویالي دي. 

نو الله جل جلاله چي په جنت کي د جنتیانو لپاره عسل غوره کړي دي نو طبعي خبره ده چي عسل ډېر بهترین نعمت دی ، او که یې دومره ارزښت نه  درلودای نو بیا په جنت کي الله جل جلاله د جنتیانو لپاره نه خوښول ، خو دا یو منلی حقیقت دی چي د جنت عسل به بېل وي ، چي د هغوعسلو خوند ، بڼه ، او ښه والی موږ په دې دنیا کي نشو تفسیرکولای خو دا هم یومنلی حقیقت دی چي عسلوته په قرانکریم کي لوی خدای تعالی جل جلاله شفاء ویلې ده ، چي د دې څخه هیڅوک سرنسي پوټولای، چي په راتلونکو پاڼو کي به درته جوته سي چي عسل څومره غوره دوا او غذا ده.

د ام المومنين حضرت عايشې رضی الله عنها څخه روایت دی ، دا وایي چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خوښ څښاک عسل وه اوهره ورځ به یې سهار په نهاره باندي د عسلو شربت جوړول او څیښل به یې ، او کله به یې دا شربت د مازیګر د لمانځه څخه وروسته څیښل.

یوحدیث شریف په صحیحينو کي راځي چي حضرت ابوسعيد خُدري رضی الله عنه روايت کوي : 
 
یو څوک و نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلي او ورته یې وویل چي زما د ورور اسهال کيږی فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل چي عسل ورکړئ ، هغه سړی بیا راغلي چي  د عسلو د خوړولو څخه هغه نور اضافه شو، نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي عسل ورکړئ ، په همدې ترتیب هغه  درې واره راغلي او څلورم وار نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل عسل ورکئ الله جل جلاله رشتیا ویلي دي (چي عسل شفاء ده) او ستا د ورور نس درواغ وایي ، کله چي هغه بیا عسل ورکړل نوهغه جوړ سو. (ترمذي: ۲:۲۹)

 د دې حدیث مبارک څخه دا په لاس راځي چي عسل د اسهال لپاره فوري درملنه ده ، اوهغه مکروب چي د هغه سړي په  نس کي وو هغه په یو وارله مينځه نه ولاړی بلکه په څلورم ځل هغه له مينځه ولاړی او هغه د دې ناورین څخه خلاصون پیداکړ.

حضرت خشرم رضی الله عنه د حسان زوی هغه د عامر زوی او هغه د مالک زوی بیان کوي چي زه ناروغه شوم او و نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضرشوم او ورته مي ویل چي دوا او دُعا غواړم نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راته وویل چي عسل وخوره.

حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه به چي کله ناروغه او یا کوم زخم او یا هم به یې پربدن باندي دانه وه نو د دې ټولو لپاره به یې عسل استعمالول یوه ورځ دده غلام حضرت نافع رضی الله عنه له ده څخه پوښتنه وکړل چي ته پردانو باندي هم عسل لګوې؟ نو ده ورته وفرمایل چي ایا الله تبارک وتعالی جل جلاله نه دي ویلي چي عسل شفاء ده؟!

په بل حدیث شریف کي راځی چي فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
عليکم بالشفائين ، العسل والقران (ابن ماجه: ۲۵۵)

ستاسو لپاره د دوو شیانو شفاء ډېره ضروري ده یو په ټولو کتابو کي قران او په خوراکي شیانو کي عسل.
 
 په ابن ماجه او بیهقي کي یو حدیث مبارک د حضرت ابوهريرة رضی الله عنه  څخه روایت دی چي هرڅوک هره مياشت درې ورځی په نهاره باندي عسل وخوري نو دا سړی به په غټه ناروغي نسي اخته. 

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي راځي چي عسل هم دوا ده اوهم غذا ده ، او دا داسي دوا ده چي  د مرګ څخه ماسوی بله هره ناروغي کنټرولولای سی.

دا یقینی خبره ده چي عسل یوه داسی سپېڅلې غذا ده چي د ډېر وخت راهیسي انسانان ورته تقدس لري، مينه ورسره لري او د پوره علاج لپاره یې استعمالوي.

د روغتيا نړيوال سازمان هم دا منلې ده چي عسل هره ورځ خوړل د یوانسان لپاره یوه فریضه ده د کوچنیانو نړیوال سازمان هم دا منلې ده چي عسل د ماشومانو د بدني او روحي ودي لپاره ډېر ګټور او اړین دي.

په عسلوکي ۲۲ امينو اسیدونه ، ۲۸ معدني اجزاء ، ۱۱ انزایمونه اوپه زیات شمېرکي کاربوهایدریتونه پکښي شتون لري۔

په ۱۰۰ ګراموعسلوکي لاندی کيمياوی مواد شته
 
رطوبت 0۔20 سلنه
پروټینونه 3۔0 سلنه
کانی مواد 2۔0 سلنه
کاربوهایدریتونه 5۔79 سلنه
کلسیم 5 ملی ګرامه
فاسفورس 16 ملی ګرامه
اوسپنه 9۔0 ملی ګرامه
ویټامن سی 4 ملی ګرامه
کالوریز 319 
 
Sugars:
1: Dextrose
2: Levulose
3: Sucrose
4: Maltose

Acids:
Citric Acid
Gluconic Acid
Succinic Acid
Pyroglutamic Acid
Mlaic Acid
Lactic Acid
Formic Acid
Butyric Acid
Amino Acid

Minerals:
Potassium
Sodium
Calcium
Magnessium
Chlorides
Phosphates
Proteins
 
هغه مواد چي ډېر لږ په عسلوکي پیداکيږی هغه په لاندی ډول سره دي:

Pigments Chlorophyll Flavouring
Inhibine Enzyms Caratone
Xanthophyll Vitamins Sugar Alcohols

په ۱۹۴۳ ميلادي کال کي د امریکا د مني سوټاد پوهنتون یوساینس پوه Haydek هېډک، ثابته کړل چي په عسلوکي لږ تر لږه دا شپږ ویټامينونه شتون لري:

1: ويټامن B1
2: ويټامن C
3: رائبوفلاوين
4: پينتوتينټک اسيډ
 5: پائروډوکسين
 6: ناياسين

دا باید په یاد ولرو چي لکه څرنګه چي عسل مختلف ډولونه لري په همدغه اندازه سره یې مواد هم فرق لري ، په ځینوعسلوکي یو شی شته او په نورو عسلو کي بل شی.

د عسلو سره احتیاط
عموما یوه خبره په عسلوکي یاد ساتل پکار ده هغه دا چي عسلوته باید تودوخه ورنه کول شي، دا ځکه چي اصلیت یې د لاسه ځي، او د ډېرو موادو اغیزې یې له خاورو سره خاوري کيږي.

د امریکا د (Agriculture Department) زرعت د څانګي یو مشهور کيميا پوه ډاکټر (سی اې براون)
 په عسلو کي لاندی اجزاء لاس ته راوړي دي:

1: د ميوو شکره 40ـ 50 سلنه
2: د انګورو شکره 2۔ 34 سلنه
3: د ګني شکره 9۔ 1 سلنه
4: اوبه 7۔ 17 سلنه
5: سریښناله مواد 5۔ 1 سلنه
6: معدنیات 18۔ 0 سلنه

په عسلوکي ددې موادو څخه علاوه، اوسپنه ، مس، منګنیز، کلسیوم ، پوتاشیم ، فاسفورس ، تیزاب ، المونیم ، مګنیشیم او داسي نور معدني مواد په پوره اندازه سره شتون پکښي لري.

رارواني لیکني:
عسل د نورو سختو مریضیو علاج
اصلي اصل څنګه پېژندلای سو؟

 -------------------------
مخکنی لیکنه: عسل د قران کریم یوه ستره علمي معجزه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته