تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت لیا علیها السلام قصه
 
  October 13, 2014
  0
حضرت لیا د حضرت یوسف علیه السلام د خاله ذکر

ددې ذکر په قرآن مجید کي راغلی دی کله چي حضرت یوسف علیه السلام  د مصر پاچا سو او ډېره قحطي وه او ټول وروڼه د غلې د رانیولو لپاره وده ته راغلي وه او یوسف علیه السلام  خپل ځان وروښوی په دغه وخت کي یې خپل قمیص د خپل پلار یعقوب علیه السلام  لپاره ورکړی وو چي پر سترګو یې واچوي او دا یې هم ویلي وه چي ټول دلته راولی.

 کله چي د حضرت یعقوب علیه السلام  بینایي او دید بیرته ځای ته راغلی او د خپل وطن څخه ولاړی په مصر کي يې د حضرت یوسف  علیه السلام  دیدار وکړی نو حضرت یوسف علیه السلام خپل پلار او خپله خاله د تعظیم او عزت لپاره پر شاهانه تخت کښېنول او دوی دواړه او ټول وروڼه یې د یوسف علیه السلام  په مخکي پر سجده پرېوته په هغه زمانه کي سجده د سلام پر ځای صحیح وه اوس جواز نه لري.

خدای پاک دده وخاله ته په مور ویلي دي، دده خپله مور وفات سوې وه او حضرت یعقوب علیه السلام  ددې سره نکاح کړې وه او بعضو ویلي دي چي دا قصه یې د مور ده ، حضرت راحیل ددې نوم وو حضرت یوسف علیه السلام  وفرمایل چي زما د کوچنیوالي د خوب او تعبیر دا معنا ده. حضرت یوسف علیه السلام خوب لیدلی وو چي سپوږمۍ ، ستوري او لمر ماته سجده کوي.

فایده: وګورئ څرنګه بزرګي او شرافت یې دی چي عزت یې نبي وکړی.
 
 
نوري عبرتناکه قصې دلته لوستلای سی: نېکمرغه مېرمن
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته