تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد نسب (نکاح)
 
  May 9, 2014
  0
زموږ د امامانو په آند د حمل زیاته مده دوه کلونه ده یعني دوه کلونه لا هم اولاد د مور په نس کي پاته کېدلای سي ، خو د امام شافعي رحمه الله او امام احمد رحمه الله په آند تر څلورو کلنو پوري لا هم د حمل مده اوږدېدلای سي .

د حمل یعني د روغ رمټ ژوندي انسان د پیدایښت لږ مده شپږ میاشتي ده ، تر شپږو میاشتو په کمه مده کي دا ډول انسان چي هغه ژوندی پاته سي نسي پیدا کېدلای ، نو ځکه څوک چي د ښځي سره نکاح وتړي او د واده یا خلوت کولو څخه یې لا شپږ میاشتي پوره سوي نه وي اولاد یې وزیږي د دغه اولاد نسب یې د مېړه څخه نه ثابتیږي .

خو که د واده څخه یې شپږ میاشتي وروسته اولاد وزیږي د هغه نسب یې د مېړه څخه ثابتیږي .

ښځه چي د رجعي طلاق په عده کي وي او تر طلاق دوه کاله وروسته ، یا د دوو کالو څخه زیاد وروسته یې اولاد وزیږي دا اولاد د هغه چا بلل کیږي چي دا ښځه د هغه په عده کي ده ، پدې شرط چي دې ښځي دمخه د خپلي عدې د پوره کېدلو اقرار نه وي کړى .

که د دوو کلنو څخه يې په کمه مده کي اولاد وزیږي نو د اولاد نسب یې د پلار څخه ثابت کیږي ، البته په دې لنګون یې عده هم پای ته رسیږي ، وروسته یې مېړه رجوع نسي ورته کولای .

په رجعي طلاق طلاقه سوې ښځه که د خپلي عدې په ختمېدلو اقرار نه وي کړی او د طلاق څخه د دوو کلنو وروسته یې اولاد وزیږي نو پدې صورت کي یو خو د دې اولاد نسب د پلار څخه ثابتیږي لکه وړاندي چي مو ولوستل ، د هغه علاوه رجعت هم په ثابتیږي . 

ځکه د طلاق څخه د دوو کلنو لا هم وروسته چي یې اولاد وزېږد دا د دې څرګندونه کوي چي مېړه یې رجوع ورته کړې ده ، نو دا ښځه پدې لنګون د مېړه څخه نه بېلیږي ، بلکي د رجوع لکبله یې نکاح پر خپل حالت ثابته پاته کیږي .

کومه ښځه چي د بائن طلاق عده تېروي او د دوو کلنو څخه یې په لږ مده کي اولاد وزیږي د اولاد نسب یې د پلار څخه ثابتیږي خو په دې لنګون یې عده هم پای ته رسیږي .

که د بائن طلاق د عدې تېرونکي ښځي د طلاق څخه پوره دوه کلونه وروسته اولاد وزیږي د هغه نسب یې د پلار څخه هغه مهال ثابتیږي چي هغه یې ادعاء وکړي یعني د ځان اولاد یې وګڼي .

که ښځه د خپلي عدې په پای ته رسېدلو اقرار وکړي بیا يې تر شپږو میاشتو په لږ مده کي اولاد وزیږي د دې اولاد نسب یې د مېړه څخه ثابتیږي ، ځکه دا د خپلي عدې د پای ته رسېدلو په وینا کي درواغجنه ګڼل کیږي .

خو که د عدې د پوره کېدلو څخه شپږ میاشتي وروسته یې اولاد وزیږي نو د هغه نسب بيا د دې مېړه څخه نه ثابت کیږي .

د ښځي چي مېړه وفات سي د مړيني د نیټې څخه بيا تر دوو کلنو پوري يې د اولاد نسب د وفات سوي مېړه څخه ثابتیږي .

که څوک د داسي ښځي سره نکاح وتړي چي هغه د زنا څخه حامله وي نکاح یې ورسره صحیح ده خو د لنګون تر مهاله به نژدېکت نه ورسره کوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته